لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ او بایډن په لومړۍ صدارتي مباحثه کې پر یو بل سختې نیوکې وکړې او د یو بل دعوې یې "دروغ" وبللې


د امریکې د راتلونکو صدارتي ټاکنو د کمپېن په برخه کې اوسنی صدر جوبایډن او مخکینی صدر ډانلډ ټرمپ نن په لومړۍ مباحثه کې له یو بل سره مخامخ شول او دواړو د خپلو راتلونکو پلانونو د وړاندې کولو پر ځای پر بل پرله پسې نیوکې پیل کړې او د یو بل د حکومتونو پالیسۍ یې د امریکې لپاره زیانمنې وبللې.

دوی دواړو په دې شاوخوا یوه نیمه ګنټه مباحثه کې د امریکا د اقتصاد، بهرنۍ پالیسۍ، د سقاطِ حمل، کډوالۍ، افغانستان، منځني ختیځ، روس اوکراین جګړې په ګډون پر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې، خو دواړو د یو بل خبرو ته توند جوابونه ویل او د یو بل دعوې یې نه منلې.

دا مباحثه یا مناظره د جورجیا ایالت په ایټلانټا ښار کې د سي این این په سټوډیو کې وشوه او دواړه انتخابي رقیبان له 2020م کال وروسته په لومړي ځل یو بل مخامخ شول خو یو بل ته یې لاس ور نه کړ. د وي او اې خبریال وایي د وقفې په مهال هم دواړو نه خبرې وکړې او نه یې یو بل ته کتل.

د مباحثې په وخت دواړو پر یو بل شخصي نیوکې هم وکړې، د یو بل کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ یې له "ناپوهۍ" ډکې وبللې، پر یو بل اکثره نیوکې به یې "دروغ" وګڼلې او دواړو یو بل ته وویل که بیا د امریکې صدر وټاکل شي هېواد به له نورې تباهۍ سره مخ کړي.

د مباحثې یوه کوربه بیا بیا وپوښتل چې ایا ډانالډ ټرمپ به د راتلونکو صدارتي ټاکنو نتیجې ومني؟ پخواني صدر ټرمپ ورته وویل، که انتخابات سم، قانوني او منصفانه وو، نو نتیجې به یې ومني.

اقتصاد او ګراني:

دوی دواړو د سي این این د خبریال د پوښتنې په جواب کې د امریکې د اقتصاد په اړه خبرې پیل کړې او دواړو پر یو بل تور ولګاوه چې د حکومتونو په وخت یې ګراني زیاته شوې او اقتصاد ته یې زیان رسېدلی دی.

د صدارتي مباحثې لومړۍ پوښتنه د امریکې د اقتصاد په اړه له صدر بایډن څخه وشوه او هغه وویل، اقتصاد مخ په وړاندې روان دی او د ده د حکومت په مهال په هېواد کې زرګونه روزګارونه پیدا شوي دي.

صدر جوبایډن- چې د خبرو له پیلولو سره یې غاړې نښتې غوندې وې- د ډانلډ ټرمپ نوم یې نه اخیست او «دغه سړی» به یې ورته وایه، هغه تور ولګاوه چې ټرمپ د هېواد اقتصاد په "ډاروونکي" حالت کې ور پرېیښی وو.

بایډن وویل کله چې له ټرمپه واک ترلاسه کړ، د بې روزګارۍ کچه 50 فیصده وه او د کوویډ ناروغۍ د مخنیوي پلان په بېخي خرابه طریقه ترتیب شوی وو. بایډن وویل، حکومت یې تر خپله وسه هڅه کړې چې د وبا ناوړه حالت کنټرول کړي.

ټرمپ یې په جواب کې وویل چې بایډن د کورونا ناروغي په څه ډول سمبالوله دا یو "ناورین وو" او وایي د هغه د حکومت په وخت افراط زر یا ګرانۍ "موږ بالکل وژلو".

کله چې د اقتصاد په اړه ترې وپوښتل شول، ټرمپ وویل د ده حکومت د کوویډ ناروغي ډېره ښه کنټرول کوله. وایي د ده په حکومت کې د ونډو بازار هم لوړ وو او په ميراث کې يې بایډن ته هیڅ یوه جګړه نه ده پرېیښې.

افغانستان:

د افغانستان په اړه د سي این این خبریالانو له دواړو څخه مخامخ پوښتنه ونه کړه، خو د بهرنیو ځواکونو د را ایستلو د یادونې په ترڅ کې یې پر افغانستان خبرې وکړې او دواړو د خپلو پالیسیو ملاتړ وکړ.

د بحث له پیله بیا تر پایه د ټرمپ په خبرو کې هغه څو ځله افغانستان یاد کړ او ویې ویل ده هم له افغانستانه خپل ځواکونه را ایستل خو "په عزت، قوت او زور سره مو را ایستل" خو په بایډن یې تور ولګاوه چې په "شرم" سره یې ځواکونه را وایستل.

صدر بایډن له افغانستانه د ځواکونو د را ایستلو په څېر د ټرمپ ډېرې خبرې "دورغ" وګڼلې او د هغه په ځواب کې یې وویل، کله چې ټرمپ صدر وو، په افغانستان کې لا هم خلک مړه کېدل، خو وایي ده یې د مخنیوي لپاره هیڅ ونه کړل.

سقاطِ حمل:

د مېندوارو ښځو د حمل د ضایع کولو یا سقاط د پوښتنې په جواب کې صدر جو بایډن پر خپل سیال ټرمپ باندې تور ولګاوه او ویې ویل د امریکې ریاستونو چې د حمل پر ضایع کولو بندیز لګولی ذمه وار یې ټرمپ دی.

بایډن خبرداری ورکړ چې که ټرمپ په دویم ځل انتخابات وګټي نو په ټول هیواد کې به د سقاط پر ضایع کولو نور بندیزونه ولګوي.

ډانالډ ټرمپ یې په جواب کې وویل چې که دی صدر وټاکل شي نو د سقاطِ حمل درملو ته به د ښځو لاسرسی نه بندوي، خو پر خپل دریځ یې ټینګار وکړ چې د سقط قانون باید ایالتونو ته پرېښوول شي.

د روس او اوکراین جګړه:

پخواني صدر ډانالډ ټرمپ صدر بایډن د اوکراین د جګړې ذمه وار وباله او ویې ویل، "که موږ یو ریښتینی صدر لرلای او پوهېدای نو [روسي صدر ولادیمیر] پوټین به یې درناوی یې کړی وای، بیا به یې هیڅکله پر اوکراین یرغل نه وای کړی."

ټرمپ دعوه وکړه چې که بیا د امریکې د صدر په توګه وټاکل شي نو د روس او اوکراین شخړه به حل کړي.

صدر بایډن یې په جواب کې وویل، پوټین به یواځې تر اوکراین محدود پاته نه شي. بایډن د نېټو اتحاد دفاع وکړه او له اوکراین سره د مرستې او یووالي ښکاره کولو کرېډیټ یا امتیاز یې هم واخیست:

"دا خبره باید یاده کړم چې ما د اوکراین لپاره د نړۍ د 50 هیوادونو ملاتړ تر لاسه کړ".

د اسرایل او حماس جګړه:

بایډن او ټرمپ د اسرایل او حماس د جګړې پر موضوع هم د امریکې د بهرنۍ پالیسۍ په اړه پوښتنو ته په جواب کې د یو بل مخالفت وکړ.

ټرمپ د غزې د جګړې په ختمولو کې د بایډن پر تګلاره نیوکه وکړه او ویې ویل، بایډن "د فلسطینیانو په څېر شوی دی" چې له اسرایله غواړي په غزه کې دې د ملکي وګړو د ژغورنې لپاره ډېر څه وکړي.

ټرمپ په اپرېل کې په یوه مرکه کې د اسرايل پر وزيراعظم بنيامين نتنياهو هم نيوکه کړې وه او ویې یلي وو بايد د اکتوبر په اوومه یې د حماس د بريد مخه نيولې وای چې شخړه يې را وپاروله.

بایډن د ټرمپ دا نیوکه رد کړه چې ګواکې دده انتظامیې له اسرایلو څخه ځینې وسلې را ګرځولې دي، هغه وویل،"موږ اسرایل ته ټولې هغه وسلې ورکوو چې ورته اړتیا لري".

صدر بایډن د اسرایل او حماس تر منځ د ډزبندۍ لپاره خپل اعلان کړی د وزیراعظم نتنیاهو د درو پړاوونو وړاندیز شوي پلان ته هم اشاره وکړه او حماس ډله یې پړه وبلله چې ولې لا تر اوسه کوم تړون ته نه دي رسېدلي.

مهاجرت او سرحدي امنیت:

پخواني صدر ډانالډ ټرمپ ګیله وکړه چې امریکې ته را رسېدلي کډوال په "عالیشان هوټلونو" کې اوسېږي خو وایي پخواني پوځیان پر سړکونو ژوند کوي. نوموړي واضح نه کړه چې کومو کډوالو او کومو پوځیانو ته یې اشاره ده.

له توقع سره سم ټرمپ د کډوالو پر جرمونو ډېر ټینګار وکړ او ویې ویل چې هغوی په غیرقانوني توګه "د ذهني روغتیا له ادارو" او "پاګل خانو" څخه امریکې ته راځي، خو څه ثبوت یې وړاندې نه کړ. ټرمپ دا دعوه په خپلو ټاکنیزو غونډو کې هم تکرار کړې ده.

ډانلډ ټرمپ وویل چې د ده په واکمنۍ کې د امریکې "سرحدونه په تاریخ کې تر ټولو خوندي وو"، خو وایي اوس امریکا یو ناخوندي ځای دی او "د درېیمې نړۍ غوندې هېواد دی او څوک یې عزت نه کوي" چې وایي دا "د شرم ځای دی".

صدر بایډن د کډوالۍ په اړه پر خپلو تګلارو ټینګار وکړ او ویې ویل چې حکومت یې د پناه غوښتنې د ځنډولو لپاره انتظامي فرمان جاري کړی چې له کبله یې غیرقانوني کډوالي 40 فیصده کمه شوې ده.

د یو بل پر عمر او صحت نیوکې:

کله چې له دواړو څخه د دوی د عمر په اړه وپوښتل شول، صدر جو بایډن وویل د ده سیال امیدوار تر ده یواځې څو کاله کشر دی خو وایي "په صلاحیت کې ډېر ترې کم دی".

ډانلډ ټرمپ په خپل جواب کې د خپل مخالف د فکر او پوهې پر صلاحیت پوښتنه را پورته کړه او ویې ویل چې باید باقاعده طبي ټیسټ یا معاینه یې وشي.

ټرمپ په خپل جواب کې د ګالف په لوبه کې خپلې تکړه توب ته اشاره وکړه او صدر بایډن ته په چېلنج ورکولو سره یې وویل چې هغه د ګالف بال پینځوس ګزه لرې هم نه شي غورځولای.

د دواړو "غلط بیاني":

جو بایډن او ډانالډ ټرمپ په صدارتي مباحثه کې ډېر حقیقتونه او شمېرې غلطې بیان کړې.

بایډن د مباحثې په پیل کې دعوه وکړه چې حکومت یې په امریکا کې 15,000 روزګارونه پیدا کړي دي، خو دا کره او سمه شمېره یونیم کروړ ده.

بایډن وویل د انسولین شاټ د 400 ډالرو په نسبت په 15 ډالرو دی، خو له میډیکېر سره د زړو امریکایانو لپاره انسولین په 35 ډالره وو. دا نرخ په 2022م کې ګرانۍ د کمولو په اړه د بایډن تر قانون سازۍ وروسته کم شوی وو.

ټرمپ وویل د امریکې اقتصاد په دې توانېدلی وو چې تر کورونا وبا مخکې خپلې ملي قرضې ادا کړو، خو دا دعوه سمه نه ده. د ټرمپ په واکمنۍ کې بجټ خساره زیاته شوې وه ځکه چې هغه په 2017م کې کوم ټیکسونه کم کړي وو هغه ادا نه شول.

ټرمپ ته په میراث کې د بجټ 585 ارب ډالره خساره ور پاته شوې وه چې په 2019م کال کې 984 ارب ډالرو ته ختلې وه. د سپینې ماڼۍ د انتظام او بجټ د څانګې په وینا په 2020م کې له وبا وروسته خساره درې ټریلین ډالرو ته رسېدلې وه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG