لاس رسیدونکی لینک

 
واشنګټن کې د جهاز د راغورځېدو تحقیقات: د هېلیکاپټر بلېک بکس موندل شوی
تازه خبر

واشنګټن کې د جهاز د راغورځېدو تحقیقات: د هېلیکاپټر بلېک بکس موندل شوی


د امریکا تحقیقاتي چارواکي وایي چې د پوځ د بلیک هاک هېلیکاپټر”بلیک بکس“ ریکارډر یې د جمعې په ورځ موندلې.

مختلف ټیمونه لا هم د شورو/چهارشنبې په ماښام واشنګټن ته نږدې د هوایي ټکر د علت موندلو هڅه کوي، چې ۶۷ کسان پکې وژل شوې دي.

د پوځ هېلیکا پټر او یو تجارتي مسافر وړونکی جهاز هغه مهال سره وجنګېدل، کله چې جهاز د رونالډ ریګن واشنګټن ملي هوایي ډګر کې د کښته کېدو هڅه کوله.

د نېشنل ټرانسپورټ د خوندیتوب بورډ غړي ټوډ انمن د جمعې په ماسپښین په یوه لنډه وینا کې وویل، پلټونکي د جمعې په ورځ د هېلیکاپټر د بلېک بکس په تر لاسه کولو توانېدلي کوم چې د پایلټ د ناستې ځای ته نیزدې په کاکپیټ کې د الوتنې معلومات او غږونه خوندي کوي.

د بلیک بکس معلومات کولای شي له چارواکو سره مرسته وکړي چې د چارشنبې- شورو په ماسخوتن د دواړو الوتکو له ټکره مخکې څه پېښ شوي وو.

ټوډ انمن وویل د ټرانسپورټ ادارې بورډ (این ټي ایس بي) د هوایي ټرېفیک له کنټرولرانو سره مرکې هم کړې دي، وایي په دوی کې هغه یواځینی کنټرولر هم شامل دی چې د چارشنبې- شورو په ورځ یې د ټکر په وخت د ریګن هوایي ډګر په ټاور کې دننه کار کاوه.

بل اړخ ته د امریکې سرښار واشنګټن ته نیزدې د مسافروړونکې الوتکې او یو پوځي هېلیکاپټر د ټکر کېدو له پېښې وروسته چارواکو د جمعې په ورځ رېګن واشنګټن نېشنل اېرپورټ ته نیزدې د هېلیکاپټرو الوتنې محدودې کړې.

د امریکې د ټرانسپورت وزیر شان ډفي د جمعې په ورځ دا خبر ورکړی چې لومړی رویټرز له چارواکو تایید کړ او هغه ویلي، فیډرل هوابازۍ ادارې (ایف اې ای) د هېلیکاپټرو الوتنې په چټکۍ سره له دې کبله محدودې کړې چې وایي د بلې پېښې خطر کم کړي.

ښاغلي ډفي وویل، دا پرېکړه "به سمدستي رېګن هوایي ډګر ته نیزدې د فضا په خوندي کولو کې مرسته وکړي او د الوتکو او هېلیکاپټرو د ټرېفیک خوندیتوب به ډاډمن کړي".

ایف اې اې اداره د دې تازه پرېکړې له مخې اکثره هېلیکاپټر هوایي ډګر ته نیزدې د دوو لارو له برخو منع کوي او د هوایي ډګر او نیزدې پلونو تر منځ سیمه کې یواځې د پولیسو او طبي هېلیکاپټرو، د هوایي دفاع او صدارتي هوایي ټرانسپورټ ته اجازه ورکوي.

د چارواکو په وینا د هېلیکاپټرو پر الوتلو دا محدودیت به لږ تر لږه تر هغه وخته پورې دوام ولري چې تر څو پورې د امریکې د نېشنل ټرانسپورټېشن سېفټي بورډ د دې وژونکي ټکر په اړه د پلټنو لومړنی رپوټ خپور کړی نه وي، چې معمولاً 30 ورځې وخت اخلي.

تر اوسه چارواکي لا په دې نه دي توانېدلي چې د دغو الوتکو د ټکر کېدو اصل سبب معلوم کړي او انمن وویل چې د هوایي ټرانسپورټ بورډ به د خپلې پلټنې تر بشپړولو مخکې په اټکلونو او اندازو لګولو کې ښکېل نه شي.

یاده دې وي د مسافرو جهاز او هېلیکاپټر د چارشنبې- شورو په ماسخوتن له رېګڼ هوايي اډې سره نیزدې په هوا کې سره وجنګېدل او په ور څېرمه سیند کې غورځېدل. په مسافر وړونکې الوتکه کې 64 او په هېلیکاپټر کې درې تنه سپاره وو. د چارواکو په په وینا تر اوسه د 41 کسانو مړي را ایستل شوي دي او په نورو پسې لا پلټنه روانه ده.

د واشنګټن د اوروژنې او بیړنیو خدماتو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د ۴۱ کسانو مړي د الوتکې له کنډوالو را ایستل شوي. چارواکو وویل چې د درنو تجهیزاتو پرته به د نورو قربانیانو را ایستل ناشوني وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG