لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د مذهب د سپکاوي مقدمو نه پاکستان کې روزګار جوړ شوی"، د اغېزمنو کورنیو تور


پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تورونو د نیول شوو کسانو کورنیو د شنبې په ورځ په اسلام‌ آباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د دوی اولادونه د هني ټریپ (د سازش په بنیاد د تېرايستلو) له لارې، د نجونو په مرسته یا د دندې په پلمه غوښتل شوي وؤ، وروسته ترې د زیاتو پېسو غوښتنه شوې او کله چې غوښتنې ونه منل شوې، پر هغوی د مذهب د سپکاوي مقدمې درج شوې او نیول شوې دي.

په دې خبري غونډه کې بېلابېلو وکیلانو هم ګډون کړی ؤ او د زیانمنو کسانو دریځ یې تایید کړی دی.

په دې مهال یوه ویډیو هم خبریالانو ته وړاندې شوه چې پکې د هغو نجونو انځورونه او د موبایل خبرې ښودل شوې وې چې ګواکې د هني ټریپ لپاره کارېدلې وې.

د اسلام‌آباد په یوه قضیه کې د نیول شوي تن خور فرزانه (فرضی نوم) وویل چې ورور یې له تېرو دوو کلونو راهیسې په بند کې دی او ټول کورنۍ یې دربدره شوې ده.

فرزانه زیاته کړه چې د دوی ورور ته په اسلام‌آباد کې د دندې وعده ورکړل شوې وه، هلته وتښتول شو او ترې ۳۰ لکه روپۍ وغوښتل شوې. کله چې یې پیسې ورنه کړې، د مذهب د سپکاوي مقدمه پرې درج کړل شوه.

هغې وویل: "که زما د ورور سره پیسې وای، نو هغه به د دندې په لټه کې دومره سرګردانه ګرځېدلی نه وای."

په خبري غونډه کې وکیلانو ایمان مزاري، عثمان وړایچ، او رانا عبدالحمید ادعا وکړه چې "بلاسفیمي ګروپ" تر دې مهاله د ۴۰۰ کسانو خلاف مقدمې درج کړي او هغوی یې زندان ته لېږلي دي، چې پکې پنځه کسان په زندان کې د تشدد له کبله وژل شوي دي.

وکیلانو وویل چې د "بلاسفیمي کاروبار" د څېړنو لپاره یې عدلیه او حکومتي چارواکو ته لیکونه لېږلي دي، څو هغه کسان چې په دې ناوړه کار کې لاس لري، محاکمه کړل شي.

د خبري غونډې پر مهال د سپیشل برانچ پنجاب او د بشري حقونو د ملي کمېسیون راپورونه هم وړاندې شول، چې د دې تورونو تایید یې کړی و. خو په دې اړه مرکزي تحقیقاتي اداره (FIA) او هغه وکیلان چې د "بلاسفیمي یا د مذهب د سپکاوي د کاروبار" تور پرې لګېدلی دی، هغوي د دې تورونو منلو نه انکار کوي.

FIA تر دې مهاله په دې اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی. خو ځینو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د FIA خلاف تورونه سم نه دي، ځکه چې دغه اداره یوازې پلټنې کوي او په یو تن د لګېدو تورونه ثبوتونه هم بیا عدالت ته وړاندې کوي.

د بلاسفیمي کاروبار څه دی؟

تېر کال د فېکټ فوکس ویبپاڼې د سپیشل برانچ پنجاب یو راپور خپور کړ چې پکې ویل شوي و، د وکیلانو یوه ډله له ځینو کسانو سره یوځای کار کوي.

د راپور له مخې، دغه ډله په مختلفو کسانو د مذهب د سپکاوي تور لګوي، له هغوی پیسې غواړي، او که غوښتنې یې ونه منل شي، مقدمې پرې درج کوي او بند ته یې لېږي. ځینې د FIA کارکوونکي هم په دې کار کې مرسته کوي.

نړيوالې ادارې څه وايي؟

تېر کال د بشري حقونو ملي کمېسیون یو راپور خپور کړی ؤ چې پکې دا تورونه تایید شوي و. راپور کې ویل شوي و چې د "بلاسفیمي کاروبار" له کبله ډېری کسان نیول شوي، چې د هني ټریپ له لارې په دې قضیو کې ښکېل شوي دي.

قانوني سزاګانې او شخړې

د پاکستان د اساسي قانون په ۲۹۵-سي دفعه کې د مذهب د سپکاوي لپاره سختې سزاګانې، حتی د مرګ سزا، ټاکل شوې ده.

په اوس وخت کې ۲۲ کسان د مذهب د سپکاوي په تورونو د مرګ د سزا سره مخ دي خو د هغوی اپیلونه عدالتونو کې روان دي او تر اوسه یې پر هیڅ یوه سزا عمل نه دی شوی.

حساسیت او مذهبي فشار

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي موضوع ډېره حساسه ګڼل کېږي او ډېری وخت پرې خبرې نه کېږي. ځینې مذهبي ډلې په دې ټینګار کوي چې عدالت باید د تورنو کسانو لپاره د ورکړل شویو سزاګانو عملي کول باوري کړي.

( د وي او اې اردو په مننه)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG