لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بورس جانسن کنزرویټیو ګوند د برطانيې په انتخاباتو کې ګټه ترلاسه کړې


د بورس جانسن کنزرویټیو ګوند د برطانيې په انتخاباتو کې لویه بریا ترلاسه کړې او د برطانیې پارلیمان لاندیني ایوان یا هاوس آف کامنز د ۶۵۰ سیټونو په پارلیمان کې ۳۶۴ څوکۍ ګټلې

د برطانیې وزیراعظم بورس جانسن کنزرویټیو ګوند د کال ۱۹۸۷ راهسې په لومړي ځل د خپل هیواد په سیاسي تاریخ کې دومره لویه ګټه ترلاسه کړې.

کنزرویټیو پارټۍ د برطانیې پارلیمان په لاندیني ایوان یا هاوس آف کامنز د ۶۵۰ سیټونو په پارلیمان کې ۳۶۴ څوکۍ ګټلې. اپوزیشن لیبر پارټۍ په انتخاباتو کې خپل یو شمېر سیټونه بایللي او ټولې ۲۰۳ څوکۍ یې ګټلي.

د یو سیټ نتیجه تراوسه پورې نه ده راغلې. د انتخاباتو نتیجو وزیراعظم بورس جانسن ته زیات واک اختیار ورکړی چې د یورپي اتحاد نه د برطانیې د وتو یا بریګزیټ په سر تړون ته ورسي.

د انتخاباتو نتیجو راتلو وروستو لندن کې د وینا په وخت بورس جانسن وویل ملک به یې اوس د جنورۍ په ۳۱تمه نېټه باندې یورپي اتحاد نه ځان له کیږي او زیاته کړې يې ده هغه د برطانیې د اولس مننه کوي چې په هغه باندې یې اعتبار کړی.

د انتخاباتو نتیجو راتلو وروستو پارلیمان کې د لیبر پارټۍ مشر جیرمي کورباین اعلان کړی هغه به په راتلونکو انتخاباتو کې د لیبر پارټۍ مشري نه کوي خو زیاته کړې د پارلیمان په اوسنې موده کې به د ګوند مشري کوي. کورباین ویلي د لیبر پارټۍ لپاره دا یقیناُ د مایوسۍ ډکه شپه ده چې دومره لږ سیټونه یې ګټلي.

د یورپي اتحاد نه دبرطانیې ځان له کېدو یا بریګزیټ په سر ریفرینډم کېدو درې نیم کاله وروستو د اوسني انتخاباتو نتیجې به په بریګزیټ باندې پوره اثر وغورځوي. دا به د برطانیې دننه سیاست باندې د اوږدې مودې پورې اثرات پریږدي چې پکې د سکاټ لینډ نیشنل پارټۍ لويي اکثریت ترلاسه کړی.

د برطانیې پارلیمان د وړاندې نه په اصولي توګه باندې د بورس جانسن بریګزیټ تړون باندې صلاح شوي خو تراوسه پورې پارلیمان په مکمله توګه باندې ددې منظوري نه ده ورکړې. تمه ده چې د بریګزیټ بل راتلونکې هفته د برطانیې په پارلیمان کې وړاندې کړی شي. په پارلیمان کې د لیبر پارټۍ او کنزرویټیو پارټۍ ترمنځ د بریګزیټ تړون په شرطونو باندې سخت اختلافونه وو چې د یورپي اتحاد پرېښودو وروستو برطانیه ددغه اتحاد سره څومره نزدې پاتې شي.

د جمهوریه آیرلینډ او شمالي آیرلینډ ترمنځ د سرحد مستقبل په سر د برطانیې په پارلیمان کې اختلافونه موجود وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG