لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماه رنګ بلوڅ: بشري حقونو د سرغړونو خلاف او بلوڅانو د حقونو د مبارزې نه نه وروسته کېږم


ماه رنګ بلوڅ په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډې ته  وويل، د تيرو څو کلونو راهسې دوی په بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونې خلاف او بلوڅ حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي خو دوی تنګول کيږي او د راپارولو هڅې یې روانې دي
ماه رنګ بلوڅ په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډې ته  وويل، د تيرو څو کلونو راهسې دوی په بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونې خلاف او بلوڅ حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي خو دوی تنګول کيږي او د راپارولو هڅې یې روانې دي

د بې درکه بلوڅانو او بلوڅانو د حقونو دپاره د کار کوونکي تنظيم بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅ دعوه وکړه چې د تنظيم د غړو پرضد يې تشدد کيږي، ګرفتاريانې یې روانې دي، د دروغو مقدمې پرې درج کول کيږي خو هغه به د دې هر څه باوجود د خپلې مبارزې څخه په شا نه شي.

ماه رنګ بلوڅ په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډې ته وويل، د تيرو څو کلونو راهسې دوی په بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونې خلاف او بلوڅ حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي خو دوی تنګول کيږي او د راپارولو هڅې یې روانې دي چې دوی د تشدد لاره خبله کړي خو بلوڅ ماه رنګ بلوڅ وویل يکجهتي کمېټي يو زمه واره او منظم سياسي تنظيم دی شعوري مبارزه کوي.

بلوڅ يکجهتي کميټي دعوه کوي چې د بلوچستان صوبې څخه په زوره خلک بې درکه کول او د عدالت لرې یې وژنې کيږي خو حکومت او ادارې اکثره وايي، د بې درکه بلوڅو دپاره مبارزه کوونکي تنظيمونه چې کوم خلک بې درکه شمېرې يا ګڼي هغوی په بېلتون خوښو ډلو کې شامل شوي، د رياست پرضد هلوځلو کې ککړ وي يا د ملک څخه بهر وتلي، او يا د امنيتي ادارو سره د عملياتو په مهال او يا په نښتو کې وژل کيږي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې ماه رنګ بلوڅ وويل دوی دغه تورونه ردوي.

"ماته افسوس دی چې وژنو ته څنګه جواز جوړول کيږي کله چې د دې ملک اداره وايي چې که يو څوک په سنګینو جرمونو کې ککړ ولې نه وي، هغه دې عدالت ته وړاندې کړل شي او عدالت هغه ته د قانون ترمخه سزا ورکولی شي، نو د دې پوښتنې ځواب دا دی چې که تاسو ته د وژلو اختيار د دې ملک قانون او ايين درکوي نو بيا پرې خبره کېدی شي"

خبري غونډې ته ماه رنګ بلوڅ وویل، دوی پرامنه مبازه کوي خو د سختو مشکلاتو سره مخ دي ځورول کيږي تنګول کيږي او د غړو ګرفتاريانې یې روانې دي خو دوی به تشدد پله لاړ نه شي او د خبلې مبارزې څخه به نه په شا کيږي، د خپل تنظيم د هلو ځلو په اړه يې وويل.

"مونږ بالکل ازاد نه يو مونږ يو پرامنه سياسي تحریک چلوو، د هغې باوجود زمونږ د لسګونو په شمېره کې غړو باندې مقدمې درج کړل شوي هغو ته ګواښونه کيږي، او زمونږ ټول تنظيمي پروګرامونه ګډوډل کيږي، پوليس ته ښکاره ازادي ورکړل شوې ده چې راشي زمونږ پروګرامونو کې اړی ګړی جوړ کړي څنګه چې په 18مه مې وشو د کوټې پرېس کلب وتړل شو".

هغې وويل، رياست دې د زمه وارۍ ثبوت ورکړي د ايين او قانون احترام دې وکړي جمهوري او سياسي مبارزه دې ومني بلوچستان کې دې د بشري حقونو هر ډول سرغړونې په فوري توګه ختم کړي.

د بلوچستان حکومت وخت په وخت دعوې کوي چې په صوبه کې د بشري حقونو سرغړونې نه کيږي هر چاته د قانون او ايين لاندې د بیان او سياست ازادي ترلاسه ده، او د هر هغه چا پرضد عمليات کيږي چې د رياست مخالفه هلوځلو او ترهګرۍ کې لاس لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG