لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کېنېډې پولیس داعش سره د تړون په الزام ښځینه شهري ګرفتار کړې


عماره امجد د کېنېډې حکومت د خپلو نورو شهریانو ترڅنګ د اپرېل په میاشت کې په شام کې د یو کېمپ نه ملک ته ستنا کړه. د کرد ځواکونو د واک اختیار دلاندې د شام په شمال مشرقي سیمه کې کېمپ نه کېنېډې ته د ستنېدونکو شهریانو دغه څلورمه ډله وه
عماره امجد د کېنېډې حکومت د خپلو نورو شهریانو ترڅنګ د اپرېل په میاشت کې په شام کې د یو کېمپ نه ملک ته ستنا کړه. د کرد ځواکونو د واک اختیار دلاندې د شام په شمال مشرقي سیمه کې کېمپ نه کېنېډې ته د ستنېدونکو شهریانو دغه څلورمه ډله وه

د کېنېډې ښځینه شهري چې شپږ میاشتې مخکې په شام کې د یو کېمپ نه بېرته کېنېډې ته ستنه شوي ده، پولیس داعش سره د تړون په الزام نیولي.

پولیس د عماره امجد د کرفتارۍ تصدیق د جمعې په ورځ وکړو.

پولیس وویل په عماره الزام دی چې هغې د داعش په هلو ځلو کې شرکت لرلو.

هغه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ټورانټو ښار سره نږدې په مېلټن نومې کلي ونیول شوه.

د ګرفتارۍ وروسته 29 کلنه عماره امجد عدالت ته وړاندې کړی شوه او ضمانت ورکړی شو. په عدالت کې د هغې بله پېشې د نومبر په 17 نېټه ده.

عماره امجد د کېنېډې حکومت د خپلو نورو شهریانو ترڅنګ د اپرېل په میاشت کې په شام کې د یو کېمپ نه ملک ته ستنا کړه. د کرد ځواکونو د واک اختیار دلاندې د شام په شمال مشرقي سیمه کې کېمپ نه کېنېډې ته د ستنېدونکو شهریانو دغه څلورمه ډله وه.

په شام او عراق کې داعش ته د ماتې ورکړی کېدو وروسته ګڼ زیاتره مغربي ملکونه نه غواړي چې د داعش وسله والو ښځې چې د مغربي ملکونو شهریت هم لري، او بچي يې، بیرته راولي.‌ د دې سبب د امنیت او دا تشویش ګڼل کېږي چې دغه ګام به سیاسي مخالفت راوپاروي.

په زرګونو وسله وال او د کورنۍ غړي يې اوس هم په حراستي مرکزونو او په غېررسمي کېمپونو کې پراته دي او امریکايي چارواکي خبرداری کوي چې دوی بیا داعش راژوندی کولی شي.

د جون په میاشت کې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېکن د کېنېډې ستاینه وکړه چې خپل شهریان د شام نه بېرته ملک ته راولي. هغه په نورو ملکونو هم غږ وکړو چې دغه شان ګام واخلي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG