لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له طالبانو څخه خوشې شوی کاناډايي په ۱۵ تورونو باندې بندي شوی


جاشوه بویل، د هغه امریکنۍ مېرمن او دوه بچي
جاشوه بویل، د هغه امریکنۍ مېرمن او دوه بچي

په افغانستان کې د حقاني ترهګرې شبکې له برمتې څخه خوشې کړای شوی کاناډايي، جاشوا بایل د جنسي تیري په ګډون د ۱۵ تورونو له امله نیول شویدی.

امریکايي خبري ادارې ای پي د بایل د وکیل ایریک ګرینجړ له خولې راخیستي، چې محکمې د هغو کسانو نومونه نه دي خپاره کړي چا چې په بایل باندې تورونه پورې کړي دي.

ګرینجړ زیاته کړه، بایل بې ګناه دی او تر دې مخکې له هېڅ ډول حقوقي ستونزې سره نه دی مخ شوی.

(مونږ دې ته سترګې په لاره یو چې شواهد راورسیږي او بیا ددغو تورونو څخه د بایل دفاع وکړو.)

ده دا هم وویل چې بایل به په اوتاوا کې د چهارشنبې په ورځ محکمې ته حاضر شي.

په کاناډا کې د محکمې اسناد ښيي چې ددغو تورونو جرمونه د اکټوبر د ۱۴ نېټې څخه د ډیسمبر تر ۳۰ نیټې پورې شویدي.

د ټورانټو سټار په نامه ورځپاڼه لیکي، چې د بایل ښځې ددغو تورونو په اړه خاص څه نه دي ویلي.

(زه په ځانګړې توګه د تورونو په اړه خبرې نه شم کولای خو دومره ویلی شم چې بایل په بند کې د ډیرو کلونو د پاتې کېدو له امله سخته زهني ضربه یا ټروما لیدلې او دده رواني حالت ورسره خراب شوی.)

جاشوا بایل د تېر کال په اکټوبر کې له خپلې امریکايي میرمنې کټلن کولمن او دریو ماشومانو سره یوځای په ظاهره د حقاني ډلې له بنده په پاکستان کې خوشې کړای شوي وو.

پاکستاني پوځ ویلي و چې بایل یې له کورنۍ سره هغه وخت د طالبانو له منګلو څخه ازاد کړ کله چې ورته امریکايي استخباراتو دا معلومات ورکړل چې د ډیورنډ پر کرښه له افغانستان څخه پاکستان ته اړول کیږي.

د کاناډا د سي ټي وي تلویزیون د راپور له مخې په بایل باندې ګڼ تورونه پورې شویدي چې په هغو کې دوه جنسي تیري، د مرګ ګواښونه، بې قانونه بندي کول او پولیسو ته له خپل ځان څخه د پام اړولو په برخه کې چل ورکول هم شامل دي.

بایل او کولمن په ۲۰۱۱ کې واده کړی او په ۲۰۱۲ کې په افغانستان کې د طالبانو لخوا تر نیول کېدو وروسته د حقاني شبکې لاس ته ورغلي وو.

دوي د اکټوبر په ۱۲ نېټه خوشې کړای شول خو په امریکايي پوځي الوتکه کې یې له پورته کېدو څخه ډډه وکړه.

بایل مسلمان شوی او د ګوانتنامو له زندان څخه د عمر خضدر په نامه د ازاد شوي بندي سره نږدې پاتې شوی او له همدې امله ده وېره درلوده. بایل په ۲۰۰۹ د لنډې مودې لپاره د عمر خضدر له خور زینب خضدر سره هم واده کړی و.

د عمر او زینب خضدر پلار د القاعد شبکې یو لوړ پوړی مالي مشر و چې له اسامه بن لادن سره یې اړیکې درلودې.

ټورانټو ته له رسېدو څخه دوه ورځې وروسته بایل برمته کونکي پدې تورن کړل چې دده له مېرمنې سره یې جنسي تیری کړی او دده یوه لور یې وژلې ده.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد دغه تورونه رد کړل او وویل چې دده یوه لور په طبعي توګه د مور له ګېډې ضایع شوېده.

یوه میاشت وروسته کولمن هم له ای بي سي نیوز سره په مرکه کې وویل چې د دوه برمته کونکو لخوا ورسره جنسي زور زیاتی شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG