د ايي سي سي کرکت چېمپینز ټرافۍ په فاېنل لوبه کې هندوستان نیوزيلېنډ ته ماتې ورکړه او په دریم ځل یې د ایي سي سي دغه ټورنامنټ وګټلو.
د نیوزي لېنډ لخوا د 251 منډو په ځواب کې د هندوستان لوبډلې دغه حدف په ۴۹م اوور کې پوره کړو او لا یې هم څلور لوبغاړي پاتې وو.
د هندوستان اوپنرانو روهت شرما او شبهمن ګل تر منځه د ۱۰۵ منډو پارټنرشپ د دغه لوبې په شورو کې د هندوستان د ګتې امکانات زیات کړل. په ۳۱ منډو د شبهمن ګل اوټ کیدو وروسته د هندوستان دوه نورې وکټې پرله پسې اوت شوې او لوبه یووارې بیا خوندوره شوه.
د هندوستان کېپتان روهت شرما ۷۶ او ویراټ کوهلي په ۱ رنز اوټ شول. د دغه وروسته شریاس اېر او اشر پټېل تر منځه د ۵۰ منډو پارټنرشپ وشو. شریاس اېر په ۴۸ او اشر پتېل په ۲۹ منډو جوړولو اوټ شو.
کې اېل راهول په ننۍ لوبه کې ۳۴ منډې جوړې کړې او ناټ اوټ پاتې شو. هارډک پانډیا ۱۸ او جدیجا ۹ منډې جوړې کړي.
د نیوزي لېنډ لخوا مچل سېنټنر او برېسوېل ۲،۲ او راچن رویندرا او کاېل جېمیسن ۱، ۱ وکټ واخستو.
د ننۍ لوبې ګټلو سره هندوستان د کرکټ یواځینی هیواد شو چې په دریم وار چېمپینز ټرافي ګټي. د هندوستان نه علاوه اسټریلیا دغه ټورنامنت دوه وارې ګټلی.
د ننۍ لوبې ټاس نیوزيلېنډ وګټلو او لومړی یې د بیټنګ فیصله وکړه. د نیوزيلېنډ لوبغاړو د لوبې په شورو کې محتاطه لوبه کوله او په ۷م اوور کې یې ۵۰ منډې جوړې کړې. د نیوزيلېنډ د لومړي بېټسمین ( وېل ینګ) د اوټ کیدو وروسته د هندوستان سپېنرانو نور بیټسمینان په میدان زیات وخت له پرې نه ښودل او درې وېکټې یې زر وسوځېدې.
د نیوزيلېنډ لخوا ډېرل مچل تر ټولو زیاتې ۶۳ منډې جوړې کړي او ورپسې مچل برېسوېل د لوبې په اخیره کې ۵۳ مندې جوړې کړې.
د هندوستان لخوا یو وارې بیا سپین بالرانو ښه بالنګ کړی او د نیوزیلېنډ لوبډله یې په ازاد مټ منډو جوړولو ته نه ده پرېښودې. د هندوستان لخوا ورون چکروتي او کلدیپ یادوو ۲،۲ او محمد شامي او رویندرا جدیجا یو یو وکټ اخستی.
د چېمپینز ټرافۍ په روان ټورنامنټ کې د دواړه لوبډلو تر منځه وړاندې یوه لوبه شوې او دغه لوبه هندوستان ګټلې. په روان ټورنامنټ کې هندوستان تر اوسه بې ماتې پاتې شوی او نیوزیلېنډ یواځې یوه لوبه د هندوستان نه باېللې.
Forum