لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي وايي د چين وزير اعظم په سفر کي د سيپېک په دويم پړاٶ د کار پيلولو کي څه غټه کاميابي په نظر نه راځي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د خپل چينايي سيال لى چيانګ سره په اسلام اباد کي د ګوادر نړيوال هوايي ډګر په رسمي توګه په انلاین بڼه پرانسته وكړه
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د خپل چينايي سيال لى چيانګ سره په اسلام اباد کي د ګوادر نړيوال هوايي ډګر په رسمي توګه په انلاین بڼه پرانسته وكړه

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د خپل چينايي سيال لى چيانګ سره په اسلام اباد کي د ګوادر نړيوال هوايي ډګر په رسمي توګه په انلاین بڼه پرانسته وكړه او دا یې د سيمې او منطقې د پرمختيا مرکزاو ګيم چينجر وبللو.

د چين وزيراعظم لي چيانګ په دغه موقعه وويل، "د ژورې همکارۍ د علامت په توګه، سي پېک (د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ) د پاکستان په اقتصادي، ټولنيز پرمختګ او سيمه ييز يووالي کې مثبت رول لوبولی دی."

خو د څېړونکو په نظر په پاکستان کي چيناؽى وګړي په نخښه کونکي بلوڅ لبريشن ارمي او نورې بلوڅ بیلتون خوښې ډلې چين ته د يو استعماري طاقت په توګه ګورى او وايي چين او پاکستان په ګډه سره د دوى اقتصاړى محروميانې نورې زياتوى، او دا ډلې د سي پيک مخالفت کوي.

د وي او اې ډیوه سره په خبرو کې خبريال اوڅېړونکي سید علي شاه وویل: "په بلوچستان کي د چين نه علاوه د جرمني، جاپان، امريکا او نورو هيوادونو پروژې هم روانې دي خو سوال دا دې چې يواځې چينيان ولې په نخښه کيږي؟ بلوڅ بيلتون خوښي د کال 2004 راهيسې د سى پيک خلاف دى او چينيان په نخښه کوى او د سى پيک په لار کي امنيت يقينآ ډير غټه ستونزه ده."

خو د سيد على شاه په وينا چين په پاکستان کي درانه سرمايه کاري کوي او د امنيت ستونزې سره سره به د سى پيک په پروژو کار هم روان وي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت شمېرې ښیي چې په تېرو څلورو کالنو کې د پاکستان دننه بیلابیلو ترهګریزو بریدونو کې 22 چینایي وګړي وژل شوي دي.

په راتلونکو ورځو کي هيله ده چې د پېښور نه تر کراچۍ د نوې پټلۍ اچولو ايم ايل ون نومې پروژه هم کار پيل کړي. په دې منصوبه به د شپږو نه اووه اربه ډالره خرچ کيږي.

البته څيړونکي وايي د چين وزير اعظم په دې سفر کي د سي پېک په دويم پړاٶ د کار پيلولو کي څه غټه کاميابي په نظر نه راځي.

خبریال او څېړونکی ثنا الله خان وایي" دی سفر کي څه ډېره غټه کاميابي خو تر لاسه نشوه څنګه چې ويلې کيدل د سي پيک دويم پړاٶ باندې به کار پيل شي."

ثنا الله خان وویل "تر دي دمه چې د دواړو هيوادونو ترمنځ کومې لوظنامې د وړاندې نه لاس ليک شوى دى په هغې د عمل درامد کولو هسې روانې دي."

د شنګهاي د همکاریو تنظیم کې د ګډون لپاره راغلي د چین وزیراعظم د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر سره هم لیدنه کړې اؤ پاکستاني رسنۍ وایي دې لیدنه کې دواړو هېوادو د خپلو اړیکو د لا پیاوړي کولو اؤ پراخولو هوډ ښودل شوی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د 26م ائیني بدلون په اړه د قانون پوهانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG