د بشري حقونو د نړيوال تنظيم هيومن رايټس واچ د پاکستاني جينکو چين ته د قاچاق په معامله د انديښنو څرګندولو وروسته د پاکستان د پلټونو مرکزي ادارې اېف ايي ای په پنجاب صوبه کې د هغو چينايي وګړو په ضد عمليات ګړندي کړي چې د ودونو په پلمه پاکستاني جينکې چين ته د جنسي کاوربار لپاره قاچاق کوي او ايف اي ای ویلي په تازه عملياتو کې یې اته چينایان نيولي دي.
پاکستاني مطبوعات د اېف ايي ای د مرستيال ډايريکټر جميل ميو له قوله وايي چې په ګرد هېواد کې په لا قانونه هلو ځلو کې د ککړو مشکوکو غير ملکي وګړو په ضد عمليات روان دي او د عملياتو په مهال په لاهور کې د هوايي اډې او د ښار د ځینو نورو برخو څخه یې د ګل، دوشنبې، په ورځ اته چینایان نیولې دي.
مطبوعات د اېف ايي ای د چارواکوي په حواله وايي دغه چينايي ملزمانو د پاکستاني ايجنټانو سره په شريکه د پاکستاني ښځو سره ودونه کول او بيا به یې چين ته قاچاق کولو وروسته په جنسي کاربارو مجبورلې.
ځېنې مطبوعاتي راپورنو د نيول شویو چينايانو شميره ١٢ ښودلې ده چې پکې يوه چيناي ښځه هم شامل ده چې د لاهور، ګوجرانواله او فيصل اباد ښارونو نه نيول شويدي.
په پاکستان کې د بشري حقونو فعالين هم واي چې د تير يو کال راهسې چينايان د پاکستاني جينکو سره د ودونو لپاره پنجاب صوبې ته راروان دي، دغلته د بې وزله جينکو سره ودونو کوي او د ودونو په پلمه یې د جنسي کاروبارلپاره چین ته بوځي.
د هيومن رايټس واچ د چين د چارو مشرې سوفي رچرډسن په يو ليکلي مضمون کې تېره مياشت په پاکستاني ټي وي چينل د خپور شوي رپورټ حواله ورکړې چې پکې يې په لاهور ښار کې د ودونو په يو مرکز چهاپه وهلې وه او ويل شوي وو چې هلته يې شپږ ښځې چې په کې د دوو جينکو عمرونه ١٣ کاله وو چين ته د تګ لپاره د اسنادو ترلاسه کولو انتظار کولو.
شخصي ټي وي چينل اي ار وايي په خپل دغه رپورټ کې ادعا کړې وه چې دغه ښځې د دوي کورونيو په څلور څلور لکه روپو خرڅې کړې وې او هيومن رايټس واچ ليکي چې دا عمل د تيرو څو کلونو راهيسې روان دی.
هيومن رايټس واچ بيا ليکي چې د کال ١٩٨٧ راپديخوا د چين په ابادۍ کې د ښځو تناسب کم شوی او څيړنې ښاي چې دغه هېواد د ٣٠ نه تر ٤٠ ميلنه ښځو د کمي سره مخ دی او له دې لامله زياتره چيناي سړي بهر هېوادونو کې د ودونو لپاره ښځې لټوي.
ايشين ريويو ليکي چې د پاکستاني ښځو چيناي سړو ته د ودونو دې ښکاره شوې بدنامۍ د اسلام اباد او بيجنګ اړيکې په داسې حال کې د سخت ازميښت سره مخامخ کړي چې په پاکستان کې د پاک چين اقتصادي پروژې په اړه منفي غبرګون راروان دی.
د وي او ای ډیوه ريډيو سره خبرو کې د پاکستان د سېنېټ د بشري حقونو د کميټۍ غړي عثمان خان کاکړ وویل اوس خو د پاکستان حکومت چيناي وګړو ته شهريت يا تابعيت هم ورکوي او په ډاګه شوې ده چې چينايان دلته راځي او د پاکستان په پنجاب کې د جينکو سره ودونه کوي.
هغه وویل د بده مرغه د پاکستان مرکزي حکومت او پوځي اسټبلشمنټ هم سترګې پټې کړي دي.
سنېټر عثمان کاکړ وویل نه غواړي چې چين ته خپله يوه انچه ځمکه او یا يو کاڼې هم ورنکړي. هغه زیاته کړه چې ملايانو هم په دغه معامله ځانونه خاموش کړې دي. هغه غوښتنه وکړه چې پاکستان ته په راتلونکو چینایانو بايد چې نظر وساتلی شي چې د دوي مقاصد څه دي؟ هغه وویل دا معامله به په سېنېټ کې د بحث دپاره هم راپورته کوو.
هيومن رايټس واچ ليکي چين او پاکستان نزدې اړيکې لري خو بيا وايي دواړو هېوادونو د اپريل په ١٣ نېټه چینیانو سره د پاکستاني جینکو د ودونو په اړه د يو بل سره د همکارۍ ژمنه کړې وه او هیومن رایټس واچ وايي پاکستان او چين له په دې اړه د مخ په زياتيدونکو شواهدو نوټس اخيستل پکار دي ځکه چې دغه پاکستانۍ جينکۍ د جنسي غلامۍ د خطر سره مخامخ دي.
د پاکستان د بشري حقونو کميشن (اېچ ار سي پي) زهره يوسف وايي که څه هم پاکستاني چارواکي دا راپورونه ردوي چې پاکستاني جینکۍ په چین کې د جنسي کاروبار دپاره بوتلل کیږي خو بيا هم حکومت ته پکار دي چې په دې اړه پلټنې وکړي.
د پاکستان د نيشنل هېومن رايټس کميشن هم په خپل رپورټ کې د پاکستانيو ښځو چين او نورو هېوادونو د قاچاق ذکر کړی و.