لاس رسیدونکی لینک

 
په ای ايي کې د ډیپ سیک پرمختګ په دې ټېکنالوجۍ کې د امریکې او د چین د مقابلې په اړه بحثونه راپارولي دي
تازه خبر

په ای ايي کې د ډیپ سیک پرمختګ په دې ټېکنالوجۍ کې د امریکې او د چین د مقابلې په اړه بحثونه راپارولي دي


های فلایر وویل ډیپ سیک د اوپن ای ايي، ګوګل او د مېټا جوړ کړی شویو د اېل اېل اېم ماډلو سره برابر کارکردګي لري، تر ۲۰۰۰ پورې د امریکایي کمپنۍ اېن ويډیا جوړ کړې د زړو کمپیوټرو چېپس استعمالوي او د پېسو لګښت پې قریباً شپږ مېلین ډالر دی
های فلایر وویل ډیپ سیک د اوپن ای ايي، ګوګل او د مېټا جوړ کړی شویو د اېل اېل اېم ماډلو سره برابر کارکردګي لري، تر ۲۰۰۰ پورې د امریکایي کمپنۍ اېن ويډیا جوړ کړې د زړو کمپیوټرو چېپس استعمالوي او د پېسو لګښت پې قریباً شپږ مېلین ډالر دی

په ارټېفېشل اېنټېلېجنس یا ای ايي کې د چینايي کمپنۍ ډیپ سیک د پرمختګ وروسته دې ټېکنالوجۍ ته د ترقي ورکولو په اړه د امریکې او د چین د مقابلې په اړه بحثونه راپارېدلي دي او ګڼ شمېر صارفینو د امریکايي کمپنۍ اوپن ای ایي چېټ جي پي ټي د مقابلې دا تېکنالوجي استعمالول شروع کړې وه.

د نهې، سه شنبې، د ماسپښين پورې ډیپ سیک د اېپل په ايي فون ډاون لوډ شوی وېړیا اېپ وو. ډیپ سیک د شروع کېدو سره په وال سټريټ کې د ټېکنالوجۍ د لویو لویو کمپنو سټاکس راوغوځول او مبصرین کتنه کوي چې ایا چینايي کمپنۍ په ای ایی کې په انتهايي کم قیمت د امریکايي کمپنو مقابله وکړی شوه.

ډیپ سيک ار ون د لارج لېنګوېج ماډل، اېل اېل اېم، نوی قسم دی چې چینايي تحقیق کارانو د چین په هانګ جو ښار کې مېشته د های فلایر نومې هېج فند یا د سرمایه کارۍ کمپنۍ په مرسته شروع کړی شو.

ډیپ سيک په امریکا کې تیار شویو د ای ايي د جدید ترینو مصنوعاتو مقابله کولی شي، د کمپیوټر کم وسایل استعمالوي او د پېسو لګښت پې هم انتهايي کم دی.

های فلایر وویل ډیپ سیک د اوپن ای ايي، ګوګل او د مېټا جوړ کړی شویو د اېل اېل اېم ماډلو سره برابر کارکردګي لري، تر ۲۰۰۰ پورې د امریکایي کمپنۍ اېن ويډیا جوړ کړې د زړو کمپیوټرو چېپس استعمالوي او د پېسو لګښت پې قریباً شپږ مېلین ډالر دی.

د دې په مقابل کې د مېټا لاما نومې ای ايي ۱۶۰۰۰ چېپس استعمالي او پېسو لګښت پې هم ډېر زیات دی.

د ای ايي په مېدان کې د چین په ظاهره پرمختګ په تېرو څو کلونو کې د امریکې د دې کوښښونو باوجود لیدل کېږي چې په دې ټېکنالوجۍ استعمالېدونکو سېمي کنډکټرز او نورو الاتو ته د چین لاس رسی محدود کړي.

په تېرو دوو کلونو کې د مخکني صدر جوبایډن حکومت په امریکايي برامداتو ګڼ شمېر داسې قدغنونه لګولي دي چې د ای يي په پرمختګ کې د چین مخه ونېسي.

داسې ښکاري چې ډیپ سيک نوي او موثره اېلګورېتم تیار کړي چې په نظام کې يې چېس د یو بل سره موثره رابطه کولی شي او دا ډول يې کارکردګي هم بهتره ده.

د ډيپ سيک اېلګورېتم د کمپنۍ نه بهر هم مبصرین لیدلی شي ځکه چې دا ټېکنالوجي د عامه استعمال دپاره ده او په ازاده توګه ورته لاس رسی کېدلی شي.

د ډيپ سيک د شروع کېدو وروسته د امریکې په سټاک مارکېټونو کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د ټېکنالوجي د لویو لویو کمپنو شېیرز یا برخې ورغورځېدلې او سرمایه کارانو په دې اړه پوښتنې کولې چې ایا ای ايي ته ترقي ورکولو دپاره د امریکايي کمپنو د بېلنونو ډالرو د سرمایه کارۍ او د لویو ډېټا سېنټرو د جوړولو منصوبې به په دې مد کې د امریکې بالادستي برقرار وساتلی شي او که نا؟

خو د ای ايي ټول ماهرین ډیپ سیک ته د مارکېټ ردعمل جایز نه ګني.

مېل مورس په برطانیه کې مېشت د کارپوره نومې کمپنۍ مشر دی، وايي ډيپ سیک متاثر کوونکي ټېکنالوجي ده، خو مارکېټ دې ته د ضرورت نه زیات ردعمل وښودلو او د ای ايي په مېدان د دې د اثر په اړه د زیات تحقیق ضرورت دی.

د څېړنې ادارې رېنډ کارپورېشن د ډېټا ساینس پوهه لېنارټ هایم وي او ای ته وویل عام خلک په دې اړه ډېر کم معلومات لري چې د ډيپ سيک ټېکنالوجۍ ته څنګه ترقي ورکړی شوه. هایم په ډيپ سیک د پېسو د لګښت او د چېپس د شمېرو په اړه هم پوښتنې لري.

ځېني ماهرین د ډيپ سيک په ظاهره کامیابي د دې ثبوت په توګه هم پېش کوي چې داسې ښکاري د بایډن په حکومت کې د حساسي ټېکنالوجۍ په برامداتو قدغنونو ممکنه ده چې د منشا مطابق کار يې نه دی کړی.

خو ځینې نور ماهرین وايي دغه قدغنونه د دومره اوږد وخت دپاره نه وو پرځای شوي چې نتیجې يې ښودلی وی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG