لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شنګهاي همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون لپاره د چین وزیراعظم پاکستان ته رسېدلی


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په هوايي اډه د چین وزیراعظم لي کينانګ هرکلی کوي
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په هوايي اډه د چین وزیراعظم لي کينانګ هرکلی کوي

په سختو امنيتي ګامونو کې د شنګهاي همکارۍ تنظيم (ايس سي او) 23مه دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه د اکتوبر په 15 ،16مه اسلام اباد کي کيدونکې ده.

په غونډه کې د ګډون لپاره د چين وزيراعظم لي کيانګ د ګل، دوشنبې په ورځ په څلور ورځني سفر پاکستان ته رارسيدلی دی.

د پاکستاني رسنۍ وایي د چین د وزیراعظم ددې دورې مقصد په بدلېدونکي جغرافیایي سیاسي صورتحال اؤ د چین بیلټ اینډ روډ د منصوبې په وړاندې د پرتو خنډونو د مقابلې لپاره دوه اړخیزه همکارۍ ته وده ورکول دي.

د رپوټونو له مخې، بهرنۍ پانګونې په پاکستان کي د وړاندي ڼه ډيرې کمې دي او پاکستان به د ايس سي او په دې غونډه کي هڅه کوي چې خپلې اقتصادي او تجارتي اړيکې د غړو هيوادونو سره سيوا کړي.

خو څيړونکي وایي که څه هم د شنګهاي د همکارۍ تنظيم يو ډير مهم فورم دی خو پاکستان کي د بهرنيو پانګونو په لار کې تر ټولو غټ خنډ دلته امنيتي ستونزه ده.

خبریال اؤ څېړونکی افتخار شيرازي وي او اې ډيوه ته وایي"تر کومې پورې چې په سيمه او په ځانګړې توکه پاکستان کي د امنيت ستونزې حل شوې نه وي او دې لپاره د غړو هيوادونو لخوا يوه ګډه تګ لاره نه وى جوړه کړی شوې، زه ګڼم تر هغې پورې داسې غونډو نه کره ګټې نه شي اخستل کيدای."

چین په پاکستان کې د سي پیک د لاندې درانه سرمايه کاري کوي او روس هم د پاکستان دننه په يو شمير پروژو لکه انرژۍ، دفاع، تجارت او پيوستون کې دلچسپي ښودلې ده.

څيړونکي وایي د ايس سي او تر ټولو غټ ارزښت د روس او چين په يو پليټ فارم باندې رايوځاؽ کيدل او د دي تنظيم د منطقې ټول هيوادونه، چې د نړۍ د 40 في صدي زمکې استازیتوب کوي، دا دوى په مشرۍ کي يو ځای کيدل دي.

خبريال او څيړونکی عبدالهادي مایار ډیوه ته وایي"دا خبره سمه ده چې په تيرو 24 کلونو کې دې تنظيم څه ډيري لاس ته راوړنې نه دي کړي خو اوس د منطقې چې کوم حالات دي او د چين، روس او امريکې چې کوم اختلافات او دشمني ده نو په هغې کې داسې ښکاري چې د دې تنظيم راتلونکی روښانه دی ځکه چې د ايورويشين او سويلي اسيايي هيوادونو ګتې په سيمه یيزو او پخپلو کې تجارت او اقتصادى همکاريو کې دي "

د حکومتي چارواکو وينا ده چې دا سرمشریزه غونډه به "د غړو هیوادونو ترمنځ د سیمه ییزې همکارۍ، سوداګرۍ او مالي بشپړتیا لوړولو ته پاملرنه وکړي"

د چین وزیراعظم پاکستان ته دا سفر په داسې حال کې کړی چې په شپږم اکتوبر د کراچۍ په جناح نړیوال هواي ډګرسره نږدې د چین د وګړو په یوه قافله شوي ترهګر برید کې دوه چینایي انجنیران وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.

د پاکستان بیلابیلې رسنۍ د سفارتي سرچینو له خولې وایي چې د چین وزیراعظم اؤ ورسره ملګرې ډله به د پاکستان د صدر اصف علي زرداري ، پارلیماني مشرانو اؤ د پوځي مشرتابه سره هم لیدنې کوي .

پاکستاني مطبوعات وایي چې پاکستان ته د چین د وزیراعظم د سفر په ایجنډه کې به په سي پیک اؤ نورو پروژو د کار کوونکو چینایي وګړو امنیت سر فهرست وي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د چین په وګړو ترهګریز بریدونه سیوا شوي اؤ شپږم اکتوبر د کراچۍ په هوایي ډګر د چینایي وګړو په یوه قافله برید کې دوه چینایي انجینران وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.

تر دې برید وروسته چين د پاکستان نه د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره د ټولو اړينو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه.

تر دې پېښې وړاندې سږکال په 26م مارچ هم د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سیمه کې داسو ته روانه د چیني انجنیرانو په قافله یو ځانمرګي برید شوی و، پینځه د چین ‏انجنیران او د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي وو.‏

همدا شان په 14 جولاي کال 2021م کې د خېبر پښتونخوا په بر کوهستان ضلعه کې د داسو هاییډرو پاور پلانټ تر څنګ شوي ترهګریز برید کې 9 د چین انجینیران،دوه د ایف سي عسکر اؤ یو ډرایور وژل شوی اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG