بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو له پرله پسې خونړیو بریدونو وروسته ددغه ناکراره صوبې په سرښار کوټه کې د حکومتي، پوځي اؤ امنیتي چارواکو تر منځ د اپېکس کمیټې د لوړې کچې غونډه د وزیراعلا سرفراز بګټي په مشرۍ کې ترسره شوې ده.
د نهې په ورځ د ترسره شوې دې غونډې په مهال وزیراعلا بګټي خبرداری ورکړی چې د ولس د سرو مال په خوندي کولو کې به هیڅ کسر نه پرېښودل کیږي اؤ په دې لړ کې به هغه ګام اخستل کیږي چې ممکن وي.
د بیلابیلو پاکستان رسنیو د رپورټونو له مخې د صوبایي اپېکس کمیټې غونډه کې د صوبې د وزیراعلا تر څنګ د بلوچستان کور کمانډر جنرال راحت نیسم احمد، چیف سیکرټري شکیل قادر خان ، د پولیسو صوبایي مشر اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود.
غونډه کې صوبه کې د امنیت وضعیت اؤ د ترهګرۍ په ضد اخستل شوي ګامونه ارزول شوي اؤ ددې تر څنګ د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې، په قامي اؤ صوبایي کچه د اپېکس کمیټې په تېرو فیصلو د عمل جاج هم اخستل شوی دی.
د حکومتي اعلامیې له مخې د غونډې برخه والو بلوچستان صوبه کې د دایمي امن د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو اؤ سول انتظامیې تر منځ جوختې اړیکې ضروري وبللې.
غونډه کې د ترهګرۍ ختمولو لپاره په لا نورو سختو ګامونو اخستو اؤ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د نظام په لا پياوړتیا ټینګار شوی دی.
اعلامیه وایي چې دې غونډه کې د پولې د څارنې په نظام،د قاقاق په مخنیوي اؤ نیشنل ایکشن پلان لاندې په پورته کړی شوؤ ګامونو هم غور اؤ بحث شوی دی.
وزیراعلا ښاغلي سرفراز بګټي د غونډې په مهال خپلو خبرو کې ویلي چې صوبه کې د امنت د ټینګښت لپاره ټولې ادارې په یوه لیکه ولاړې دي اؤ د ولس په ځان و مال خوندي کولو کې به هیڅ کسر نه پرېښودل کیږي.
وزیراعلا ویلي دي چې د ولس د تحفظ اؤ د ترقیاتي منصوبو د تسلسل باوري کولو لپاره به حکومت ټول ممکنه ګامونه اخلي.
دا غونډه وروسته له هغې شوې چې د تېرو دریوؤ ورځو په مهال بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو پرله پسې خونړي بریدونه وشول اؤ پکې امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دوشنبې په ورځ د بلوچستان په قلات سیمه کې ښځینه حمله کوونکې د اېف سي پر قافله ځانمرګی برید کړی ؤ چې د چارواکو په وینا په دې برید کې یو عسکر وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي وؤ.
د قلات د پولیس چارواکو په وینا دا حمله هغه مهال د قلات د مغلزۍ په سیمه کې د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار شوې وه چې د اېف سي 61 وینګ کمانډر قافله له سیمې څخه تېرېدله.
د پولیس یو چارواکي د نوم نه ښولو په شرط ډیوہ ته ویلي وؤ لومړي معلومات څرګندوي چې ښځینه حمله کوونکې برید کړی دی چې له امله یې یو عسکر وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. د یو عسکر حالت نازک ښودل شوی ؤ.
بلوچ لېبرېشن ارمي نومې وسله وال تنظیم د نهې، سه شنبې،ددغه ځانمرګي برید ذمه واري قبوله کړې ده اؤ دعوه یې کړې ده چې برید کې یې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په پاکستان کې د ښځینه حمله کوونکو ځانمرګي بریدونه عام نه دي خو بي اېل ای چې په بلوچستان کې د ټولو نه زیاته فعاله ډله ده، ښځینه وسله والو يې په تېرو وختونو کې ځینې ځانمرګې حملې کړې دي.
بي اېل ای په خپل یو بیان کې ویلي چې د بلوچستان قیمتي قدرتي وسایل د بلوچ قوم ملکیت دی، د پاکستان پوځي جرنېلان او "پنجابي اشرافیه" دا وسایل د خپلې "عیاشۍ" دپاره لوټي.
په بیان کې خبرداری شوی چې بهرني سرمایه کار دې د "مقبوضه بلوچستان" د وسایلو په استحصال کې نه شریکېږي.
بې ایل اې اؤ د بلوچستان نورې وسله والې ډلې، سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه وخت په وخت په حکومت اؤ پوځ د بلوچستان د وسایلو د لوټلو تورونه لګوي خو حکومت مدام دا تورونه رد کړي اؤ د وسله والو ډلو فعالیتونه د دښمنانو لمسه اؤ شرارت بولي
Forum