لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس نړۍ د اندازو نه زیات اقتصادي بحران سره مخ کړې


د ټولې نړۍ واړه او غټ کاروبارونه د کرونا وایرس د بد اثر نه بچ پاتې شوي نه دي. کرونا وایرس د نړۍ د یو شمېر ملکونو په شمول چین، سویلي کوریا،‌ اټلي، سپین او ایران نه یواځې د لویي انساني آفت سره مخ کړي،‌ د نړۍ اقتصادونه یې هم د نامعلومه اندازو پورې نقصان ښکار شوي.

د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا نړیوالې ادارې Organization for Economic Co-operation and Developmentخبرداری ورکړی چې د کرونا خونړۍ وبا د اثراتو نه بېرته راوتو کې د کالونو پورې وخت لګي.

د ادارې مشر اینګل ګوریا ویلي د کرونا وایرس له کبله پېدا شوی د اقتصاد غیریقیني صورتحال د کال ۲۰۰۱ یوولسم ترهګر حملو او د کال ۲۰۰۸ نړیوال مالي بحران نه زیات وراخوا دی.

د بینک آف امریکا شمېرې ترمخه د امریکې د ۵۰۰ کمپنو انډیکس S&P500 د خپل آخري بره حد نه صرف په ۲۲ ورځو کې ۳۰ فیصده ښکته راپرویوتی. دا د امریکې په تاریخ کې اول ځل دی چې د هیواد سټاک مارکیټ دومره په تېزۍ سره ښکته پریوتی. د امریکې سټاک مارکیټ په دویم،‌ دریم او څلورم ځل ۳۰ فیصده په دویم،‌ دریم او څلورم ځل په تېزۍ سره په کال ۱۹۳۴،‌ ۱۹۳۱تم او کال ۱۹۲۹تم کې غورځېدلی وو.

د امریکې S&P 500 ځان له تېره هفته خواو شاه ۱۵ فیصده غورځېدلی وو چې په مجموعي توګه باندې ۳۲ فیصده غورځېدلی وو. د امریکې د ونډو بازارونو په رنګ د آسټریلیا،‌ ایشیا، یورپ، افریقې او سویلي امریکې ملکونو سټاک مارکېټونو کې د خلکو په کهربونو ډالره ډوبې شوي.

کرونا وایرس نه صرف د نړۍ په ملکونو کې اقتصادي‌ سرګرمۍ په مکمله توګه باندې ودرولي بلکه د ملکونو ترمنځ‌ د تجارت او کاروبارونو طلب او رسد یې متاثره کړی.د کرونا وایرس نقصاه د کال ۲۰۰۷-۰۸ مالي بحران نه هم وراخوا دی ځکه چې اوسني بحران د هر کور وس توان، کاروبارونه، مالیاتي‌ادارې او ټول مارکټونه ډېر سخت متاثره کړي.

د سلو نه زیات ملکونو د کرونا وایرس مخنیوي لپاره د بېلا بېلو ملکونو ترمنځ په سفر کولو بندیزونه لګولي.‌ امریکې د یورپ‌ زیاتره ملکونو ته په تګ راتګ بندیز لګولی. هم دغه شان یورپي ملکونو د خپل اتحاد نه بهر د مسافرو په تګ راتګ باندې د ۳۰ ورځو لپاره بندیز لګولی.‌ د پاکستان او سعودي عرب په شمول د نړۍ ګڼ شمېر نورو ملکونو هم په عارضي توګه باندې نړیوال پروازونه ځنډولي.ددې له وجې د مسافري جهازونو کمپنۍ د اربونو ډالره نقصان سره مخ شوي.

د امریکې د مسافري پروازونو د څار یو ادارې FlightAware ترمخه د امریکې د مسافري جهازونو لويي کمپنۍ امریکن اییرلاینز ګروپ تراوسه پورې ۴۴ فیصده پروازونه ځنډولي او د امریکې د مسافري جهازونو بلې لوي کمپنۍ ډیلټا اییرلاینز ۳۷ فیصده پروازه منسوخ کړي.

په نړۍ کې د ریسټورنټونو کاروبار هم ډېر متاثره شوی.‌ د بي بي سي د یو رپورټ ترمخه د تېر کال یو ورځې په نسبت دا وخت په برطانیه کې د ریسټورنټونو کاروبار ۸۲ فیصده،‌ امریکا کې ۸۴ فېصده،‌ جرمني کې ۹۰ فیصده او کینیډا کې ۹۴ راغورځېدلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG