لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورونا وايرس، پاکستاني روپۍ يو وارې بيا د فشار ښکار شوې


د اقتصادو ماهر فدا حسېن وايي چې د ونډو بازار له وړاندې د فشار ښکار ؤ خو چې کله په پاکستان کې د کورونا وايرس مريضام مخې ته راغلي نو په بازار کې غېريقيني حالات دي
د اقتصادو ماهر فدا حسېن وايي چې د ونډو بازار له وړاندې د فشار ښکار ؤ خو چې کله په پاکستان کې د کورونا وايرس مريضام مخې ته راغلي نو په بازار کې غېريقيني حالات دي

په نړيوال کچه د کورونا وايرس خورېدو او تر پاکستانه رارسېدو وروسته پاکستاني روپۍ د ډالر په مقابله کې يو وارې بيا د فشار ښکار شوې او د ډالر بيعه يو سل يو کم شپېته روپۍ ته رسېدلې.

د پوهانو ترمخه نړيوال روزګار سره سره مقامي روزګارونه هم د کورونا وايرس له امله اغېزمن شوي دي او د ونډو بازار ترڅنګ د پاکستان په برامداتو هم منفي اغېز پرېوتی دی.

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د پېسو بدلوولو روزګار کوونکی بابر علي وايي، زياتره کرنسي د فشار ښکار ده خو په خصوصي توګه د ډالر بيعه مخ په وړاندې روانه ده. د ده په وينا چې د دې لوی لامل په نړيوال کچ د سفر بندېزونه دي.

تېره اوونۍ د يو ډالر بيعه تر ۱۵۴ روپۍ راکمه شوې وه خو روانه اوونۍ د روپۍ په قدر کې په مجموعي توګه پينځه روپۍ پينځه پېسې کمی راغلی دی کوم چې د اقتصادي ماهرينو ترمخه درې اعشاريه دوه فيصده دی.

د اقتصادو ماهر فدا حسېن وايي چې د ونډو بازار له وړاندې د فشار ښکار ؤ خو چې کله په پاکستان کې د کورونا وايرس مريضام مخې ته راغلي نو په بازار کې غېريقيني حالات دي.

د ده په وينا چې د پاکستان پشمول په نړيوال کچ درامدات او برامدات کم شوي دي، داسې ځيني خلک ډالرې هم اخلي د کوم له کبله چې په روپۍ فشار نور زيات شي.

د ذکر ده چې د پاکستان د ونډو بازار تېره اوونۍ دوه زره څلور سوه پواينټه کم شوی ؤ، هم دغه وجه وه چې د پاکستان روپۍ د نور فشار ښکار شوې وه.

د ماهرينو په وينا چې د ډالر نرخ زياتېدو سره برامداتو باندې هم اغېز پرېوځي.

د نهې په ورځ په پرانستي مارکيټ کې د ډالر اخستلو بيعه ۱۵۷ روپۍ او د خرڅولو بيعه ۱۵۹ روپۍ پينځه پېسې وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG