په نړۍ کې د کرونا وایرس آفت د خورېدو سره سم، په هر ملک کې د دې مرض د مخنیوي او علاج دپاره کوششونه پیل شوي دي، او په رپوټونو کې به اورئ چې هر ځای کې د کرونا وایرس سره د مقابلې دپاره د آمادګیو په ترڅ کې، د نورو شیانو ترڅنګ د وېنټلېټرونو یادونه هم کیږي.
د مثال په توګه، پاکستان ویلي چې د کرونا وایرس د آفت له وجهې، په پام کې لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې لس زره اضافه وېنټلېټرونه واخلي. اوس مهال په ټول پاکستان کې د وېنټېلېټرونو شمېر شاوخوا ۲۲۰۰ ګڼل شوی دی.
خو وېنټلېټر پخپله څه دی او ولې دا وخت کې چې د کرونا وایرس مرض په تېزۍ خوریږي، د وېنټلېټرو کمی راغلی دی؟
وېنټلېټر Ventilator یو داسې طبي ماشین دی چې له بیمار سره د سا اخیستلو په چاره کې مرسته کوي. هغه داسې چې کله یو کس سخت بیمار شي او سږي یې نور د سا اخیستو توان ونلري، نو وېنټلېټر ماشین ورته لګول کیږي چې پاکه هوا د ناروغ سږیو ته دننه کړي، او له یوې دمې وروسته، بیرته ترې یوه سا راوباسي، او دا کار په طبیعي فاصلې سره تکراروي. په بله اصطلاح، وینټلېټر هغه ماشین دی چې د یو بیمار دپاره د سا اخیستلو او سا بهر کولو کار کوي.
وېنټلېټرونه قسم قسم وي، خو هغه چې په هسپتالونو کې کارول کیږي، بیعې یې د ۲۵ زرو نه نیولې تر پنځوسو زرو ډالرو پورې رسیږي.
په نړۍ کې د کرونا وایرس په خپرېدو سره، د وېنټلېټرونو اهم والی هم زیات شو او کمیابه شول، دا ځکه چې د کرونا وایرس ځینو بیمارانو ته دا ماشین ډېر ضرور دی او که دا ماشین نه وي، نو د سختو ځپل شویو مریضانو ژوند هم په خطره کې لویږي.
په کرونا وایرس ناروغۍ کې، وایرس اول په سپږمو (پوزې) او ستوني کې ځای نیسي او بیا کرار کرار لاندې سږیو ته لار پیدا کوي چې هلته د سږیو د ملوث کېدو او پړسېدلو سبب ګرځېدی شي.
کله چې د بیمار سږي وپړسيږي او پکې اوبه راجمع شي، نو هلته د بیمار دپاره سا اخېستل ګران شي. په داسې حالت کې ډاکټران بیمار ته وېنټلیټر لګوی چې له هغه سره د سا اخیستلو په کار کې مرسته وکړي. د کرونا وایرس اکثره مریضان چې مړه شوي هم دي، سبب یې دا و چې سږیو یې نور سا اخیستل بند کړي.
(د وېنټلېټر ماشین څنګه کار کوي؟ په دې ویډیو کې یې کتلی شئ.)
د پاکستان په شمول، اوس اکثره هېوادونه کوشش کوي چې اضافه وېنټلېټرونه ترلاسه کړي. په اېټلي کې د وېنټلېټرونو د کموالي له امله، ډاکټران اړ شول چې په ځینو حالاتو کې دا فېصلې وکړي چې موجود وېنټلېټرونه چا ته ولګوي او له چا یې لېرې کړي چې مړ شي. یعنې دا چې وېنټلېټرونه ورسره کم و، او دا انتخاب باید ډاکټرانو کړی و چې د چا ژوند وژغوري او څوک مرګ ته پرېږدي.
په برتانیې کې وزیراعظم بوریس جانسن پر کمپنیو غږ کړی چې د نورو سامانونو پر ځای دې، د وېنټلېټرو په جوړولو پیل وکړي.
په امریکا کې، چې د نړۍ ستر اقتصادي طاقت ګڼل کیږي، هم د وېنټلېټرو د کمي ستونزه رامخې ته شوې ده، ځکه په ټول ملک کې یو دم د کرونا وایرس آفت خور شوی دی او هر هسپتال هڅه کوي ځان ته پوره وېنټلېټرونه ولري.
د نیویارک ریاست چې کرونا وایرس د امریکا تر بل هر ریاست زیات ځپلی دی، هم د وېنټلېټرونو له کمي سره مخ شوی او د نیویارک ګورنر ویلي چې دوی سره اوس یوازې ۷۰۰۰ وېنټلېټر ماشینونه شته. هغه پر وفاقي حکومت غږ کړی چې دوی ته دې کم از کم ۳۰۰۰۰ دغه قسمه ماشینونه ولېږي.
خو داسې ښکاري چې مرکزي حکومت سره هم پوره وېنټلېټرونه نشته. صدر ټرمپ د ګاډو جوړولو په کمپنیانو غږ کړی چې د کرونا وایرس سره د مقابلې دپاره دې، رامیدان ته شي او د طبي سامان آلاتو په جوړولو کې دې مرسته وکړي.
د صدر ټرمپ له دې بلنې نه پس، فورډ موټور چې د امریکا د ګاډو جوړولو ستره کمپنۍ ده، د نهې یا سې شنبې په ورځ یې اعلان وکړ چې له دوو نورو کمپنیو سره به ډېر زر د پرمختللو وېنټلېټرونو په جوړولو پیل وکړي.