لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایي کورټ: مرکزي حکومت دې د شکیل اپریدی مېرمن نوم په پاسپورټ کنټرول لسټ کې د اچولو وجوهات وښایي


په ډاکټر شکیل اپریدي د اسامه بن لادن معلومولو کې امریکا ته د جاسوسۍ تور دی. ډاکټر شکیل اپریدي د تیرو څلوارلسو کالو راهسې بندي دی او دا وخت د پنجاب ساهیوال بندي خانې کې دی. (فایل فوټو)
په ډاکټر شکیل اپریدي د اسامه بن لادن معلومولو کې امریکا ته د جاسوسۍ تور دی. ډاکټر شکیل اپریدي د تیرو څلوارلسو کالو راهسې بندي دی او دا وخت د پنجاب ساهیوال بندي خانې کې دی. (فایل فوټو)

پېښور هایي کورټ وفاق ته امر کړی دی چې لسو ورځو کې دننه دې عدالت ته د ډاکټر شکیل اپریدي د مېرمنې عمرانه شکیل نوم پاسپورټ کنټرول لسټ (پي سي ایل ) کې د اچولو وجوهات وښایي.

پېښور هایي کورټ ددې نه وړاندې د مېرمن عمرانه نوم د ایګزیکټ کنټرول لېسټ نه د ویستو امر هم کړی و.

د پیښور هایي کورټ مشر قاضي جسټس اشتیاق ابراهیم او جسټس وقار احمد دوه کسیزه بنچ د ډاکټر شکیل اپریدي د کور ودانې مېرمن عمرانه شکیل د پي سي ایل یعني پاسپورټ کنټرول لسټ نه د نوم ویستو درخواست اوریدنه کې وفاقي حکومت ته د اټارڼي جنرل (مشر څارنوال) او ډپټي اټارني جنرل په ذریعه حکم کړی دی چې لسو ورځو کې دننه دې عدالت ته هاغه وجوهات اوښایي چې حکومت ولې د مېرمن عمرانه شکیل نوم پي سي ایل کې اچولی دی.

د عمرانه شکیل وکیل محمد عارف جان ایډوکیټ وي او اې ‌‌ډیوه سره خبرو کې وويل:

”دا ود ان ټین ډیز (لسو ورځو کې دننه) چې کوم ټایم ورکړی شوی دی. نو په دغه ټین ډیز کې به د فیډرل ګورنمتټ په بیهاف (له طرفه) باندې د اټارني جنرل آفس والا په دې کې کومنټس جمع کړي او هاغه کومنټس به بیا مونږ ود ان ټین ډیز، چې مونږ ته څنکه ملاو شي، موصول شي. د هغې به مونږ کاپي واخلو نو مونږ به رجاینډر) جواب) جمع کړو. د دغه کمنټو او نیکسټ چې کوم ډیټ وي. نو په هغې به مونږ فل فلیج آرګومنټس (دلایل) کوو“.

محمد عارف جان وایي نن عدالت ته د وفاق له خوا اټارني جنرل او ډپټي اټارني جنرل دواړه وړاندې شول. ځکه چې د وفاقي حکومت په وینا ایف ای اې (د پاکستان مرکزي پلټنو اداره) د عمرانه شکیل او د هغې د ماشومانو نومونه پي این آی ایل یا پرووژنل نیشنل آډنټیفیکیشن لېسټ کې اچولي وو.

عارف جان وایي د چا نومونه چې دغه فهرست کې موجود وي نو د هغوي نوم پاسپورټ کنټرول لسټ ته ورشي. او د پاسپورټ محکمه ورته پاسپورټ نه جاري کوي. عارف جان ایډوکیټ زیاتوي وفاقي حکومت د عمرانه شکیل او د هغې د ماشومانو نومونه اي سي ایل یا ایګزیکټ کنټرول لسټ کې هم اچولي وو.

د عمرانه شکیل وکیل محمد عارف جان ایډوکیټ زیاتوي: ” ددې نه مخکې د ډاکټر صیب کوروالا عمرانه شکیل نوم په اي سي ایل کې وو. ایګزټ کنټرول لسټ. د هغې د پاره هم هغوي زما په ذریعه دلته پیښور هایي کورټ ته یو رټ کړی وو. هغه رټ په سوله نومبر دو هزار تیئس کې الاوډ شولو. او فیډرل ګورنمنټ ته ډایریکشن ایشو (امر وشو) شولو چې د دوی نوم فوري طور د اي سي ایل نه اوباسي “

عارف جان ایډوکیټ وایي لکه څنګه چې وفاق د عمرانه شکیل نوم ایګزیکټ کنټرول لسټ کې د اچولو واضحه وجوهات عدالت ته وړاندې کولو کې ناکامه شو. وایي دغه شان به پي سي ایل کې هم عدالت ته د نومونو اچولو قانوني وجوهات وړاندې نه کړی شي.

په ډاکټر شکیل اپریدي د اسامه بن لادن معلومولو کې امریکا ته د جاسوسۍ تور دی.

خو هغه ته د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ د سیمې ناقانونه ګرځول شوي یو تنظیم لشکر اسلام سره د مرستو په تور درې دیرش کاله د بند سزا اورولې وه.

ډاکټر شکیل اپریدي د تیرو څلوارلسو کالو راهسې بندي دی او دا وخت د پنجاب ساهیوال بندي خانې کې دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG