لاس رسیدونکی لینک

 
سي پي جی:په تېرو ۳۰ؤ کلونو کې تر ټولو زیات صحافیان تېر کال وژل شوي دي
تازه خبر

سي پي جی:په تېرو ۳۰ؤ کلونو کې تر ټولو زیات صحافیان تېر کال وژل شوي دي



رایټرز د سي پي جی د اجراییه ریس جوډي ګنسبرګ له قوله ویلي چې پاکستان اؤ سوډان دوه هغه هیوادونه دي چې تېر کال پکې په نړۍ کې په دوهم نمبر تر ټولو زیات خبریالان اؤ د میډیا کارمندان وژل شوي دي
رایټرز د سي پي جی د اجراییه ریس جوډي ګنسبرګ له قوله ویلي چې پاکستان اؤ سوډان دوه هغه هیوادونه دي چې تېر کال پکې په نړۍ کې په دوهم نمبر تر ټولو زیات خبریالان اؤ د میډیا کارمندان وژل شوي دي

د خبریالانو د خوندیتوب نړيوالې کمیټې (سي پي جی) ویلي په تېرو دریوؤ لسیزو کې تر ټولو زیات خبریالان تېرکال په ۲۰۲۴م کې وژل شوي دي.

پخپل کلني رپورټ کې د خبریالانو د خوندیتوب دې نړیوال تنظیم ویلي پروسکال د نړۍ په ۱۸ؤ هیوادونو کې ۱۲۴ صحافیان د خپلو مسلکي ذمه واریو ترسره کولو په مهال شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي ۲۰۲۴م کال په تېرو دریوؤ لسیزو کې د خبریالانو اؤ د میډیا د کارمندانو لپاره تر ټولو زیات خونړی یا مرګونی کال ثابت شوی دی.

د سي پي جی د رپورټ له مخې پروسکال ۱۲۴خبریالان د غزې د جګړې په مهال د اسرایلي تیري له امله وژل شوي دي.

خو د خبري ادارې رایټرز په رپورټ کې د اسرایلي پوځ په حواله ویل شوي چې ددې پېښو په اړه کافي یا بشپړه معلومات نه دي ورکړل شوي نو هغوي نه شي کولی چې دا شمیرې و ارزوي.

د سي پي جی رپورټ کې ویل وي چې د روان کال په وړومبۍ میاشت کې هم صحافیان اؤ د ميډیا کارمندان وژل شوي دي.

تر دې وړاندې به کال ۲۰۲۳م کې ۱۰۲ اؤ په کال ۲۰۲۲م کې ۶۹ خبریالان وژل شوي وؤ.

رایټرز د سي پي جی د اجراییه ریس جوډي ګنسبرګ له قوله ویلي چې پاکستان اؤ سوډان دوه هغه هیوادونه دي چې تېر کال پکې په نړۍ کې په دوهم نمبر تر ټولو زیات خبریالان اؤ د میډیا کارمندان وژل شوي دي.

د خبریالانو نړیوال سازمان انټرنیشنل فېډریشن اف جرنلسټس یا آی ایف جی واي د تېرکال په پاي کې خپل خپور کړي رپورټ کې ویلي وؤ چې په کال ۲۰۲۴م کې د نړۍ په کچه ټول ۱۲۲ خبریالان اؤ د ميډیا ورکران وژل شوي چې دې کې ۱۴ زنانه هم شاملې دي.

آي ایف جی هم پخپل کلني رپورټ کې ۲۰۲۴م کال د خبریالانو لپاره یو بې کچه خطرناک کال بللی ؤ اؤ په ملګرو ملتونو یې ټینګار کړی ؤ چې د صحافیانو د تحفظ لپاره په سمدستي توګه یوه نړیواله معاهده یا تړون مخې ته راوړي.

د آي ایف جی د رپورټ له مخې په کال ۲۰۲۴م کې په ایشیا پېسفک کې په پاکستان کې ۷، بنګله دېش کې ۵، هند کې ۳ اؤ په کمبوډیا اؤ فلپاین کې یو ، یو خبریال وژل شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG