لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "پښتون" کرکټ لوبډلې پښتانه سفیران


په لومړۍ ټي ټین کرکټ لیگ مقابلو کې پښتانه هنرمندان شاعران او وتلي شخصیتونه د "پښتون" نومې کرکټ لوبډلې نمایندگي کوي.

وتلي هنرمند بختیار خټک وي او ای ډیوه ته وویل لومړی ځل دی چې په نړيواله کچه پښتانه شخصیتونه د لوبو په میدان کې د سفیرانو رول لوبوي.

د "پښتون" لوبډلې مالک یا مشر حبیب خان په اماراتو کې وتلی افغان کاروباري شخصیت دی.

په متحده عرب اماراتو کې د کرکټ په دغه میله کې د پښتون کرکټ لوبډلې لپاره وتلي هنرمندان گل پاڼه، شازمه حليم، بختیار خټک، وتلي شاعران اباسین یوسفزی، اسرار اتل او د هند اداکاره زرين خان د سفیرانو (نمایندگانو) په توگه خوښ کړی شوي دي.

گل پاڼه
گل پاڼه

​​بختیار خټک وویل چې پخوا به تل به په دې میدانونو کې د هندوستان فلمي ستوري د خاصو میلمنو یا کلتوري سفیرانو په توگه لیدل کیدل.

"نن زه ویاړم چې پښتانه د خپلې لوبډلې، کلتور او قام نمایندگي د نړۍ په سیالیو کې پخپله کوي."

په ټي ټېن لیگ کې د پښتون لوبډلې نه علاوه بنگال ټایگرز، کیراله کنگز، مراټها اربنیز، پنجاب لیجنډز او ټېم سري لنکا هم لوبیږي.

په لوبغاړو کې د افغانستان وتلي لوبغاړي محمد نبي او دولت ځدران هم شامل دي.

د پښتون لوبډلې مشري وتلی پښتون لوبغاړی شاهد افریدي او د پنجاب لیجنډز مشري د پاکستان کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد کوي.

پښتانه ستوري
پښتانه ستوري

بختیار خټک وویل ددې لیگ تر ټولو مشهور لوبغاړی هم شاهد افریدی دی.

"افریدی چې میدان ته راوځي نو په خلکو کې ژوند راپیدا شي." بختیار خټک د شارجه کرکټ میدان څخه د خبرو په وخت په میدان کې د پښتون زنده باد شعارونه ورکړل چې خلکو ورته تاوده ځوابونه وویل.

د ښاغلي خټک سره د ډیوه د پروگرام واشنگټن ټو خېبر کوربه رحمان بونیري خبرې په لاندېنې لنک اوریدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:10:25 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG