لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد محکمې لاهور نه د11ؤ خطرناکو ترهګرو د نیولو دعوه کړې


د ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې چې د پنجاب صوبې سرښار لاهور کې یې د پټو معلوماتو په اساس ترسره کړو عملیاتو د ټي ټي پي په شمول د نورو تنظیمونو 11 خطرناک ترهګر نیولي دي.

د سي ټي ډي ویاند په یو بیان کې ویلي روانه میاشت د پنجاب بیلا بیلو سیمو کې د ترهګرۍ ضد محکمې د استخباراتي معلوماتو په اساس 242 عملیات کړي اؤ په دې عملیاتو کې یې 34 ترهګر نیولي دي.

ترجمان ویلي چې د لاهور څخه د ټي ټي پي ( چې هغوي د فتنه الخوارج په نوم یاد کړي) په ګډون د نورو تنظیمونو 11خطرناک ترهګر نیول شوي اؤ د هغوي له ولکې چاودیدونکي مواد اؤ د مهمو ودانیو نقشې هم ترلاسه شوې دي.

ویاند دعوه کړې چې د نیول شوؤ نورو ترهګرو نه هم چاودیدونکي مواد، وسلې،لاسي بمونه ، دیسي بمونه اؤ نورو مهمات ترلاسه شوي دي.

د سي ټي ډي بیان کې ددغو نیول شوؤ کسانو نومونه زبیر، اسلم، ابوبکر، فدا حسین، فهد سلیم ، سیف الله، نفیس، اسرار، حاجي شاہ او عبدالله ښودل شوي .

سي ټي ډي دعوه کړې چې دغو ترهګرو په لاهور کې یوه سرکاري وداني په نخښه کول غوښتل.

د ترهګرۍ ضد محکمې ویاند ویلي چې د پنجاب په بهاول نګر، بہاولپور، ګجرانواله، فیصل اباد، راولپنډۍ، نارووال، سرګودھا، چکوال، جهلم، اټک، ګجرات، بھکر اور رحیم یار خان سیمو کې یې هم عملیات ترسره کړي.

په پنجاب کې اکثره د ترهګرۍ ضد محکمه عملیاتو کې د ترهګرو د نیولو دعوې کوي خو څېړونکي زیاتره وخت په دې دعوؤ شکونه هم کوي اؤ وایي چې سي ټي آي اکثره د ناسمو اطلاعاتو په بنیاد عام مزدور کاره خلک نیسي اؤ بیا ورته د ترهګرو نوم ورکوي.

پنجاب د ابادۍ په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده اؤ وخت په وخت څېړونکي دعوې کوي چې جنوبي پنجاب کې ترهګر اؤ تند لاري خپلې خوندي ځالې اؤ قوي مرکزونه لري .

څېړونکي وایي د جماعت الدعوه اؤ جیش محمد په څېر د نړۍ په کچه ترهګرې ګرځول شوې ډلې هم په جنوبي پنجاب کې خپلې پټې ځالې لري.

سیمه کې دامنیت اؤ ترهګرۍ په چارو ژور نظر لرونکی خبریال اؤ د څو کتابونو مصنف ښاغلي فخر کاکاخیل وایي پنجاب صوبه د القاعده اؤ نورو تندروه وسله والو ډلو یو قوي مرکز دی اؤ په تېرو وختونو کې هم د القاعده زیاتره مشران د پنجاب د فیصل اباد، ملتان، لاهور اؤ نورو ښارونو نه نیول شوي دي.

فخر کاکاخیل وایي، خو په پنجاب کې د ترهګرو ډلو د شتون باوجود د امنیت وضعه هغسې نه ده څنګه چې د پاکستان په نورو صوبو کې ده.

هغه وایي په خېبر پښتونخوا، بلوچستان اؤ د سیند ایالت په سر ښار کراچۍ کې په نزدې وختونو کې زیاتې ترهګریزې پېښې مخې ته راغلي خو پنجاب بیا د نورو صوبو په نسبت له ترهګریزو بریدونو خوندي دی.

فخر کاکاخیل ددې دوه علتونه ښیي او وایي، چې هرکله داسې عناصر په یو ځای کې وي نو هغوي کوشش کوي چې په هغه چاپېرچل کې مسله جوړه نه کړي، ځکه چې هغوي پوهیږي که دغسې کوي نو په ضد به یې عملیات پیل کیږي اؤ هغوي ته به غټ زیان رسیږي.

فخرکاکاخیل وویل پنجاب کې د ترهګرۍ اؤ انتها خوښۍ جرړې تر شا یو اوږد تاریخ لري اؤ وړومبي عسکري مدرسه د پنجاب په ملتان ښارکې په کال ۱۹۷۳م کې جوړه شوې وه اؤ بیا په پنجاب کې په ډير غټ تعداد کې د قادیانیانو پوره،پوره کلي وسوځولی شول.

نوموړی وایي د نورو صوبو په پرتله د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمه زیاته فعاله ده اؤ د ترهګرو په فعالیتونو یې جوخت نظر ساتلی دی خو وایي بیا تر ډیره حده پنجاب هم د ترهګرۍ د پېښو له امله اغېزمن شوی دی.

"که د سریلنکا په کرکټ لوبډله ترهګریز برید یاد کړو اؤ د هغه ځای په پولیس لاین اټيک ، حتی د پنجاب وزیر داخله شجاع خانزاده هم ترهګرو له دې امله په نخښه کړی ؤ چې هغه پنجاب کې د ترهګرو په ضد د اپریشن خبره کړې وه ، نو دا هر څه ښيي چې پنجاب هم د ترهګرۍ له اثراتو خوندي پاتې نه دی".

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ شمیرې ښيي چې تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې شوي په سوؤنو امنیتي سرتیري اؤ عام خلک پکې وژل شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG