لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور برید کې د وژل شوؤ شمیره101 ته رسېدلې اؤ 49 زخمیان اوس هم دعلاج لاندې دي


د روغتون وياند محمد عاصم وي او ای ډیوه ته ویلي روغتون کې زيات هغه زخميان دي چې په اور سوځېدلي او يا د جمات دملبې راغورځيدو له امله ټپيان شوي دي
د روغتون وياند محمد عاصم وي او ای ډیوه ته ویلي روغتون کې زيات هغه زخميان دي چې په اور سوځېدلي او يا د جمات دملبې راغورځيدو له امله ټپيان شوي دي

دپېښور د ليډي ريډنګ روغتون چارواکي وايي د پوليس لاين چاودنه کې د مړو شمېر 101 ته رسېدلی دی اؤ په روغتون کې اوس هم د 49ؤ زخمیانو درملنه روانه ده چې د شپږو حالت نازک ښودل کيږي۔

د روغتون وياند محمد عاصم وي او ای ډیوه ته ویلي روغتون کې زيات هغه زخميان دي چې په اور سوځېدلي او يا د جمات دملبې راغورځيدو له امله ټپيان شوي دي۔

"د زياتو سرونه زخمي دي، ځني سوځېدلي، د چا په خېټه اؤ په سينه کې زخمونه دي، خو زياتره په سرونو زخميان شوي دي"

د پېښور له چاودنې وروسته د عام اولس لخوا په ټولنيزو رسنيو باندې د امنيت په اړه په حکومتي چارواکو نيوکې روانې دي،

د خېبر پښتونخوا پخوانی د خزانې وزير تېمور سليم جګړه وایي موجوده حکومت د امنيت په ټینګولو کې سنجيده نه دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي جګړه ویلي موجوده حکومت په سياسي هلو ځلو کې بوخت دی او د امنيت پله يې پوره پام نه دی۔

"دې حکومت خېبر پښتونخوا صوبې ته دوه نيم سوه اربه نه دي ورکړي، د قبايلي ضلعو ټول اختيار يې پلاننګ کمېشن ته ورکړی، نو د دې وروسته دا پوښتنه راپورته کيږي چې دې حکومت به د امن و امان په اړه څه کار کړې وي"

د پاکستان وزير اعظم ويلي د کال 2010نه راپديخوا خېبر پښتونخوا ته د اېن ايف سي اېوارډ لاندې د امنيت ټينګ ساتلو او په پوليسو د خرچ کولو د پاره 417 بيلينه روپۍ ورکړی شوي دي،

وزیراعظم د پي ټي ايي په تېر حکومت ټکونه کړي چې دغه پېسې چرته خرچ کړل شوې دي؟

وزيراعظم شهباز شريف د پېښور له پېښې وروسته ويلي، د ترهګرۍ د مخنيوي د ادارو قوت به سېوا کولی شي او نېشنل اېکشن پلان به په پوره قوت سره عمل کولی شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG