چارواکي وایي د خېبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ضلعې په درابڼ سیمه کې وسله والو د بلوچستان لېویز په عسکرو برید کړی چې پکې لږ تر لږه څلور د لېویز عسکر وژل شوي دي.
د امنیتي سرچینو له مخې دا پېښه د خالي یا شنبې په ورځ په درابڼ سیمه کې هغه مهال شوې چې د بلوچستان لېویز عسکر د یو غلا شوي ټرک په ستنولو پسې له پښينه ډيره اسماعیل خان ته روان وؤ.
امنیتي سرچینې وایي د پښین له خانوزۍ سیمې څخه د جنورۍ په ۱۳مه نېټه یو ټرک غلا کړی شوی ؤ چې وروسته بیا دغه غلا شوی ټرک د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې پولیسو وموندو.
د سرچینو په وینا کله چې د غلا شوي ټرک په راستنولو پسې د خالي په ورځ د پښين خانوزۍ لیویز عسکر په یو موټر کې ډيره اسماعیل خان ته روان وؤ نو په درابڼ سیمه کې نامعلومو وسله والو د هغوي په ګاډي برید وکړو.
سرچینې وایي چې د لیویز عسکرو په ګاډي له ناتاره ډزو وروسته دغه ګاډی په چاودیدونکو موادو الوځول شوی چې پکې د بلوچستان لیویز څلور عسکر وژل شوي دي.
سرچینې وي او اې ډيوه ته د وژل شوؤ عسکرو نومونه نور احمد، رشید زمان، داود خان اؤ بلال احمد یاد کړي دي.
د سرچینو په وینا د پېښې د اطلاع ترلاسه کولو سره سم په ګڼ شمیر کې امنیتي عسکر د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ په برید کې د وژل شوؤ عسکرو جسدونه یې هسپتال ته منتقل کړي دي.
په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا نه ده قبوله کړې خو د ډيره اسماعیل خان پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پېل کړي اؤ زر به دې پېښه کې ککړ عناصر د انصاف محکمې ته کش کړي.
د بلوچستان د پولې تر څنګ د ډېره اسماعیل خان په درابڼ سیمه کې دا برید وروسته له هغې شوی چې وړمه شپه د بلوچستان په قلات ضلعه کې هم وسله والو د ایف سي په عسکرو یو خونړی برید وکړو اؤ هغوي ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
د پاکستان پوځ منلې چې د قلات په منګوچر سیمه کې وسله والو سره شوې نښته کې 18 د ایف سي عسکر وژل شوي خو پوځ دعوه کړې چې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې 23 وسله وال هم وژل شوي دي.
بلوچستان کې د ترسره شوي دغه خونړي برید پړه بیلتون پاله وسله والې ډلې بي ایل اې (ازاد) پر غاړه اخستې ده.
په دې ورستیو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ او سخت دریځې په پېښو کې يو ځل بيا اضافه شوې ده .
د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټوټېوټ فار کنفلیکټ اېنډ سکورټي سټډیز په تازه رپورټ کې ویل شوي چې د کال 2025م په اولنۍ مياشت جنورۍ کې په ګرد هیواد کې 74 ترهګريز بريدونه رېکارډ شوي دي.
د رپورټ ترمخه په دې بریدونو کې 91 کسان وژل شوي دي چې 35 پکې امنیتي عسکر، 20 ملکي وګړي او 36 وسله وال شامل دي.
د رپورټ ترمخه دا شمېرې ښيي چې د تېر کال د دسمبر پرتله په ترهګریزو بريدونو کې 42 سلنه اضافه شوې ده.
په پاکستان کې د ترسره شوؤ وروستیو زیاتره ترهګریزو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان اؤ بلوڅ وسله والو ډلو پر غاړه اخستې ده.
Forum