لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړيواله کچه د تېلو نرخونه کمېدل به د پاکستان په اقتصاد څه اثر وکړي؟


د اقتصادو ماهر سجاد احمد وايي، که د جون د مياشتې پورې د کرونا په رنځ قابو وموندل شو نو د تېلو د نرخونو د کمېدو مثبتې اغېزې به د پاکستان په معيشت هم وشي
د اقتصادو ماهر سجاد احمد وايي، که د جون د مياشتې پورې د کرونا په رنځ قابو وموندل شو نو د تېلو د نرخونو د کمېدو مثبتې اغېزې به د پاکستان په معيشت هم وشي

د کرونا وايرس د خپرېدو وروسته په نړيواله کچه د تېلو طلب تر دېرش فيصده کم شوی دی او په نړيوال مارکيټ کې د تېلو نرخونه ښکته شوي دي.

د تېلو ارزانېدل به د پاکستان په اقتصاد څه اثر وکړي او ايا دا ممکنه ده چې په پاکستان کې به هم د پټروليم د مصنوعاتو نرخونه کم شي؟

د اقتصادو ماهر سجاد احمد وايي، که د جون د مياشتې پورې د کرونا په رنځ قابو وموندل شو نو د تېلو د نرخونو د کمېدو مثبتې اغېزې به د پاکستان په معيشت هم وشي.

نوموړی وايي، د تېلو نرخونه راکمېدل په اصل کې د ډېرو کارخانو اقتصاد ښه کولی شي، دلته به ارزانه بجلي جوړېږي، د سيمټو کارخانو ته به اسانتياوې راشي او د ګرانۍ شرح راکمېدلی شي.

د يوې اندازې ترمخه پاکستان هر کال د تېلو د ضرورت پوره کولو لپاره لږ تر لږه ۱۴ارب ډالر خرچ کوي او د غېرملکي زرمبادلې لويه برخه د تېلو په اخیستلو مصرف کوي. او هم د دې له امله غېرملکي زرمبادله کمېږي او د پاکستان په روپۍ هم فشار زياتېږي.

د پاکستان ډېر اوسېدونکي اوس هيله مند دي چې په نړۍ کې د تېلو نرخونه په دومره لويه کچه د راکمېدو وروسته بايد اولس ته هم د دې ګټې ورسول شي.

يو ځايي اوسېدونکی حيات محمد خان وايي، د پاکستان حکومت اوس بايد د تېلو د نرخونو کمولو اعلان وکړي ځکه چې په نړۍ کې د تېلو نرخونه راغورځېدلي نو عام تن ته يې ګټه رسول د حکومت ذمه واري ده.

له دې وړاندې د تېلو برامد کوونکو هېوادونو (اوپېک) پرېکړه هم کړې وه چې د مۍ د مياشتې نه به د تېلو په پېداوار کې د ورځې په حساب لس مليونه بېرله کمی راوستل کېږي، خو د مۍ د مياشتې راتلو وړاندې د کرونا رنځ له امله د يوې ورځې غوښتنه تر پينځويشت مليونه بېرله کمه شوې ده.

دا وخت په نړيوال مارکيټ کې د اوپېک تیلو د يو بېرل تېلو بيعه ۱۸ ډالره او د برېنټ کروډ تېلو د يو بېرل بيعه ۲۵ ډالره ته راکوزه شوې ده، د کوم وروستو چې د تېلو پېدا کوونکو هېوادونو سره د تېلو د ذخيره کولو ځای هم ختم شوی دی.

بل اړخ ته د کرونا وايرس له امله په پاکستان کې هم د تېلو غوښتنه کمه شوې ده. ماهرين وايي، حکومت ته په دې کې کوم زيان نیشته خو اغېز يې په روزګار کېږي.په نړيوال کچ هم د روزګارونو د ختمېدو له امله د پاکستان په غېرملکي زرمبادله منفي اغېز پرېوځي.

د ياد وړ ده چې د کرونا وايرس له امله په پاکستان کې روزګارونه تړل شوي وو خو څو ورځې وړاندې په جزوي توګه د کاروبارونو د پرانستلو پرېکړه شوې وه خو د طب ماهرين اوس دا ويره څرګندوي چې د بازارونو پرانستلو له امله د کرونا وايرس په مقامي کچ د خورېدو امکان هم زيات شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG