لاس رسیدونکی لینک

 
په ښځو بندیزونه:انګلېنډ به د چیمپینز ټرافي په سیالیو کې د افغان لوبډلې په ضد له سیالۍ باییکاټ نه کوي
تازه خبر

په ښځو بندیزونه:انګلېنډ به د چیمپینز ټرافي په سیالیو کې د افغان لوبډلې په ضد له سیالۍ باییکاټ نه کوي



ټاکل شوې ده چې د انګلیند د کرکټ ملي لوبډله به په 26مه فرورۍ د پاکستان لاهور ښار کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې سره سیالي کوي
ټاکل شوې ده چې د انګلیند د کرکټ ملي لوبډله به په 26مه فرورۍ د پاکستان لاهور ښار کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې سره سیالي کوي

د انګلش کرکټ بورډ مشر پخلی کړی دی چې د آي سي سي د اتلولۍ جام یا چیمپیینز ټرافۍ کې به د انګلینډ کرکټ لوبډله د افغانستان پر ضد سیالۍ کې ګډون کوي.

د اې سي بي بورډ له غونډې وروسته د بورډ چیرمین رچرډ تهامسن پخپل یو وضاحتي بیان کې ویلي دي چې د جوز بټلر په مشرۍ به د اتلولۍ جام په سیالیو کې د انګلینډ لوبډله د افغانستان په ضد کېدونکې لوبه کې برخه اخلي.

هغه ویلي چې افغانستان کې د ښځو د کرکټ اؤ هغوي ته د حقونو د نه ورکول کېدو په معامله حکومت د کرکټ د نړیوالې شورا اؤ د سړیو د کرکټ لوبډلې د لوبغاړو سره په تماس کې دی اؤ د ټولو راي یې اورېدلې دي.

تر دې وړاندې د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د طالبانو لخوا په اقتدار له قبضې کولو وروسته په افغان ښځو اؤ نجونو د لګول شوؤ محدودیتونو له امله تر 160ؤ زیاتو برتانوي سیاستوالو غوښتنه کړې وه چې راتلونکې میاشت کې پاکستان کې د آي سي سي د اتلولۍ د جام ټاکل شوؤ سیالیو کې دې د افغانستان لوبډلې سره له لوبې کولو بایکاټ وکړل شي.

خو تېره میاشت داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې د اې سي بي اجراییه رییس رچرډ ګولډ د برتانوي سیاستوالو د یوې ډلې له لوري پاکستان کې د آي سي سي چیمپینز ټرافۍ ۲۰۲۵م په مهال د افغانستان خلاف سیالۍ نه د باییکاټ غوښتنه رد کړې ده

په هغه مهال مطبوعاتو د رچرډ ګولډ له خولې ویلي وؤ چې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو محدودول او د هغوی حقونو نه ورکول یوه نړیواله موضوع ده چې یوازې د یوه هېواد لخوا نه شي حل کېدای. د دې لپاره د آی سي سي په مشرۍ کې یو مربوط غبرګون ښودلو ته اړتیا ده.

ټاکل شوې ده چې د انګلیند د کرکټ ملي لوبډله به په 26مه فرورۍ د پاکستان لاهور ښار کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې سره سیالي کوي.

deewa
deewa


د افغانستان په ضد له سیالۍ وړاندې به د انګلینډ کرکټ لوبډله د خپل روایتي حریف اسټریلیا سره مخ کیږي
.
تر دې وړاندې په کال 2023م کې په هند کې ترسره شوي یو ورځني نړیوال کپ کې انګلینډ اؤ افغانستان د یو بل سره مقابله کړې وه چې پکې افغانستان د انګلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

په اګست کال 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو بیرته اقتدار ته له رسېدو راپدیخوا د طالبانو حکومت د ښځو د ژوند پر ټولو اړخونو سخت بندیزونه لګولي دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند دي، او ښځې له پوهنتونونو څخه منعې کړل شوې دي. ددې ترڅنګ په زرګونو ښځینه کارکوونکې له خپلو دندو ګوښه کړل شوي او له کار کولو بې برخې کړل شوې دي شوې دي.

ښځو ته په تفریحي او ټولنیزو ځایونو لکه پارکونو، ورزشي میدانونو او عامو حمامونو کې د ګډون اجازه نشته. هغوی د اوږدو سفرونو لپاره د نارینه محرم شتون ته اړ دي، او د ټولنیزو غونډو او مظاهرو مخنیوی کېږي.

د ښځو سپورټي ټیمونه هم له مینځه وړل شوي او تفریحي فعالیتونه یې په بشپړ ډول منعې اعلان کړل شوي دي.

څېړونکي اؤ مطبوعات وایي چې دا بندیزونه د افغان ښځو پر زده کړو، کار، او ټولنیز ژوند ژور منفي اغېز لري. نړیوالې ټولنې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو طالبان دا اقدامات د اسلامي شریعت اؤ د افغاني ټولنې د روایاتو برخه بولي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG