لاس رسیدونکی لینک

 
یورپين یونین وايي د انساني حقونو مسلې حل کولو دلارې پاکستان یورپي تجارتي بازار ته لاس رسی لرلی شي
تازه خبر

یورپين یونین وايي د انساني حقونو مسلې حل کولو دلارې پاکستان یورپي تجارتي بازار ته لاس رسی لرلی شي


سکوګ وویل په داسې حال کې چې د پاکستان د څارنې منځنی وخت راغلی دی او پاکستان به د جي اېس پي د نویو قوانین دلاندې بیا خواست کوي د هېواد حوصله افزا کوي چې د اصلاحاتو په لار تګ دوامداره وساتي
سکوګ وویل په داسې حال کې چې د پاکستان د څارنې منځنی وخت راغلی دی او پاکستان به د جي اېس پي د نویو قوانین دلاندې بیا خواست کوي د هېواد حوصله افزا کوي چې د اصلاحاتو په لار تګ دوامداره وساتي

يورپين یونین ویلي د انساني حقونو په انتهايي اهمو برخه کې د پرمختګ وروسته پاکستان یورپي مارکېټ ته د ټېکس نه بغېر برامدات کولی شي.

د انساني حقونو په اړه د یورپي اتحاد خصوصي استازي اولاف سکوګ د پاکستان د یوې هفتې دورې وروسته د جمعې په ورځ دغه خبرداری جاري کړو.

په وروستي وخت کې په پاکستاني چارواکو دا الزامات زیات شوي چي شهري ازادۍ، سیاسي اختلاف او د بیان ازادي چقوي.

پاکستان ته د هغه د دورې په ختمېدو، سکوګ د یورپين یونین په یو بیان کې وویل د جي اېس پي دلاندې یورپين یونین سره د تجارت نه پاکستان په داسې صورت کې ګټه پورته کولی شي چې د انساني حقونو په شمول یو شمېر مسلې حل کړي او اصلاحات وکړي.

د یورپين یونین د انساني حقونو د ترقۍ منصوبه په عامه توګه جي اېس پي بلل کېږي او ترمخه یې د پاکستان په شمول پرمخته تلونکي ملکونه يورپ تجارتي بازار ته په دې شرط بغېر د ټېکس برامدات کولی شي چې د انساني او د خواریکښو د حقونو په لړ کې به خپلې ذمه وارۍ پوره کوي.

یورپین یونین په خپل بیان کې وویل استازي يې د پاکستاني چارواکو سره په ملاقاتونو کې د مذهب د سپکاوي، په زوره د خلکو د بې درکۍ، د رای او د میډیا ازادي، د انساني حقونو په سر چا ته سزا نه ورکړی کېدل، قانوني بهیر، منصفانه مقدمې، شهري ساهه او د مرګ د سزا په شان د تشویش وړ په موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

سکوګ وویل په داسې حال کې چې د پاکستان د څارنې منځنی وخت راغلی دی او پاکستان به د جي اېس پي د نویو قوانین دلاندې بیا خواست کوي د هېواد حوصله افزا کوي چې د اصلاحاتو په لار تګ دوامداره وساتي.

هغه وويل په کال ۲۰۱۴ کې د جي اېس پي د شروع کېدو راهسې پاکستان د دې منصوبې نه د ټولو نه زیاته ګټه ترلاسه کړې ده او د یورپين مارکېټ ته یې په برامداتو کې ۱۰۸ فیصد اضافه شوې ده.

د یورپین یونین د انساني حقونو استازي د پاکستان دوره په داسې حال کې وکړه چې د پاکستان پارلېمنټ دا هفته د سایبر جرمونو خلاف قانون، چې پيکا بلل کېږې، په کې يې لانجمن ترامیم منظور کړل. ناقدین خبرداری کوي چې دا ترميمونه به نه یوازې په روایتي میډیا د بیان په ازادۍ قدغنونه ولګوي بلکې سوشل میډیا به هم په منفي ډول متاثره کړي.

د قانون ترمخه هرڅوک چې قصداً غلط خبرونه خپروي د دریو کالو د قېد او یا د ۷۱۰۰ ډالرو د جرمانې او یا د دواړو غبرګو سزاګانو سره مخامخ کېدلی شي.

وزیراعظم شهبازشریف چې په مخلوط حکومت يې سېنسرشپ د زیاتولو الزامات لګول کېږي، د نوي قانون دفاع کوي، وايي دا د غلطو خبرونو مخنیوي دپاره ضروري دی.

د مطبوعاتو د ازادۍ او د انساني حقونو دپاره کارکونکي ملکي او بهرني تنظیمونه غوښتنه کوي چې دا قانون دې ختم کړی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG