لاس رسیدونکی لینک

 
یورپي مشران د یوکرین په اړه د امریکا او روس له خبرو نه د بهر ساتلو په اړه خبرې کوي
تازه خبر

یورپي مشران د یوکرین په اړه د امریکا او روس له خبرو نه د بهر ساتلو په اړه خبرې کوي


د برتانیا وزیر اعظم کیئر سټارمر ویلي چې د هغه حکومت تیاردی چې د ډزبندۍ وروسته یوکرین ته د سوله ساتو ځواکونو د یوې برخې په توګه خپل پوځیان واستوي.
د برتانیا وزیر اعظم کیئر سټارمر ویلي چې د هغه حکومت تیاردی چې د ډزبندۍ وروسته یوکرین ته د سوله ساتو ځواکونو د یوې برخې په توګه خپل پوځیان واستوي.

د یورپي ملکونو مشرانو ویلي دي چې په یوکرین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ممکنه خبرو کې باید د دوی نظر شامل وي.

د یورپي مشرانو بېړنۍ غونډه د ګل، دوشنبې په ورځ د فرانس په پایه تخت پېرس کې شوې ده، چې په کې د برتانیا، فرانس، جرمني، اېټلي، پولېنډ، سپېن یا هسپانیې، نیدرلېنډز او ډنمارک مشرانو برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې چې درې ساعته پورې جاري وه، د یوکرین په ګډون د یورپ د سیمې پر امنیتي مسایلو خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د غربي ملکونو پوځي اتحاد نیټو او یورپي یونین هم برخه لرله.

د برتانیا وزیر اعظم کیئر سټارمر ، د جرمني چانسلر اولاف شولز، د نېټو سیکرټري جنرل مارک روټه، د یورپي کمیشن مشره اورسلا وون ډیرلېن او نور یورپي مشرانو د ایلیسی په ماڼۍ کې شوې په بیړنۍ سرمشریزه کې ګډون کوونکو کې شامل وو.

د یورپي مشرانو دغه غونډه په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې د امریکا او روس چارواکي د نهې سه شنبې په ورځ په سعودي عرب کې خبرې کوي.

د ایسوسي اېټېد پریس خبري ایجنسۍ د رپورټ ترمخه د امریکا او روس د اعلا چارواکو ترمنځ د دې ملاقات هدف د صدر ټرمپ او د هغه د روسیې سیال ولادیمیر پوټین ترمنځ د ملاقات لپاره لاره هوارل، دوه اړخیزو تعلقاتو د بیا رغول او د یوکرین جګړې په اړه مذاکرات کول دي.


دا خبرې د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ او د روس صدر ولادیمیر پوټین تر منځ تېره اوونۍ د ټیلیفوني خبرو وروسته وشوې، چې په دغه خبرو کې دواړو مشرانو اتفاق وکړو چې روس به په خپل ګاونډي هېواد یوکرین پرضد د درې کلنې جګړې د ختمولو لپاره بیړنۍ خبرې اترې پیل کوي. او لږترلږه په اول کې به په دغه خبرو کې یوکرین یا یورپي مشران ګډون نلري.

په پېرس غونډه کې یورپي مشرانو سمدستي د خپلو دفاعي وړتیاوو د زیاتولو او له یوکرین سره د امداد په اړه خبرې وکړې.

د ایسوسي اېټېد پریس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې، د پېرس کانفرنس له پیل څخه لږ مخکې د فرانس صدر ایمانول مېکرون د امریکا صدر ټرمپ سره په ټیلیفون خبرې وکړې او د دواړو مشرانو ترمنځ دغه خبرو تر شل دقیقو یا منټونو پورې دوام لرلو. د صدر مېکرون له دفتر نه د دغه خبرو په اړه کوم بیان نه جاري شوی.

امریکا له اوږدې مودې راهیسې د يورپ څخه غوښتنه کوي چې د ځان د دفاع لپاره نور اقدامات وکړي. روس په دې وروستیو کې له وضعیت څخه په ګټې اخیستو سره په یوکرین کې پرمختګ کړی او واشنګټن د نېټو پر یورپي ملکونو فشار راوړی چې خپله دفاعي بجټ زیات کړي. او یورپي ملکونه په بیړنۍ توګه دفاعي لګښتونو د زیاتولو په هڅه کې دي.

څرګنده دې وي چې د روس پر ضد په جګړه کې د یوکرین تر ټولو زیات امداد کړی امریکا کړی دی.

د پېرس کانفرنس کې د نیدرلېنډز وزیراعظم ډک شوف ومنله چې یورپي هیوادونه باید په دې اړه اتفاق ته ورسیږي چې څنګه کولای شي له یوکرین سره مرسته وکړي او له همدې لارې دوی کولای شي د خبرو اترو په میز کې ځای ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په سعودي عرب کې دی، چې ټاکل شوې د نهې ،سه شنبې په ورځ به له روس چارواکو سره د جګړې په اړه خبرې وکړي. روبیو سره په خبرو کې د امریکا دوه نور مهم چارواکي ، د امرېکا صدر ټرمپ د قامی امنیت سلاکار مائیک والټز او د منځني ختیځ لپاره د هغه ځانګړی استازی سټیو ویټکوف شامل دي.

داسې نه ښکاري چې د یوکرین کوم چارواکي به په دې خبرو کې برخه واخلي، حتی لکه څنګه چې د یوکرین صدر ولادیمیر زېلنسکي په وار وار ویلي چې هغه به د یوکرین د راتلونکي په اړه د امریکا-روس حکم ونه مني او دا چې یوکرین باید د شخړې په هر ډول جوړجاړي کې شامل وي.

روس اوس د یوکرین په نړیواله توګه تسلیم شوې شاوخوا 20 فیصدي علاقې باندې کنټرول لري په شمول د کریمیا ټاپو یا جزیرې چې مسکو په 2014م کال کې په یو اړخیزه توګه نیولې وه او د مشرقي یوکرین زیاته برخه.

پېریس ته د رسیدو وروسته د یورپي کمیشن مشرې اورسلا وون ډیرلېن په ایکس وویل، "د یورپ امنیت په یو مهم پړاو کې دی. او، دا د اوکراین په اړه دی - خو دا زموږ په اړه هم دی. موږ بیړني سوچ ته ضرورت لرو. موږ په دفاع کې اضافې ته ضرروت لرو. او موږ دغه دواړه ته اوس ضرورت لرو. "

یورپي چارواکو اندېښنه ښودلې چې صدر ټرمپ ښايي له یورپ نه د امریکا پوځیان وباسي یا د یوکرین پرضد د روس جګړه د کییف په مقابله کې ماسکو ته سازګار شرایطو باندې ختمه کړي. د پخواني صدر جوبایډن په واکمنۍ کې د امریکا او یورپي اتحادیانو یو شان د یوکرین ملاتړ وکړ او د اربونو ډالرو په ارزښت یې وسلې ورکړي.

یورپي مشرانو په دې وروستیو ورځو کې د یوکرین لپاره د دوامدار ملاتړ ژمنه کړې، په شمول د برتانیا وزیر اعظم کیئر سټارمر چې ویلي چې د هغه حکومت تیاردی چې د ډزبندۍ وروسته یوکرین ته د سوله ساتو ځواکونو د یوې برخې په توګه خپل پوځیان واستوي.

سټارمر وویل چې په یوکرین کې دایمي سوله ضروري ده چې پوټین د نورو تیریو مخه ونیسي.

د یورپي کونسل مشر انټونيو کوسټا تېره اوونۍ وویل چې د میونېخ امنیتي کانفرنس یو واضح پیغام وکړو چې د یوکرین او یورپي ټولنې امنیت " نشي جلا کېدای".

زېلنسکي د اېن بي سي ټیلي ویژن د «میټ دی پریس» پروګرام سره په مرکه کې چې د اتوار، یکشنبې په ورځ خپره شوه وویل: " زه به هیڅکله د یوکرین په اړه د امریکا او روس تر منځ کومه پریکړه ونه منم. کله هم نه، د یوکرین جګړه زموږ پرضد ده، او دا زموږ انساني زیان دی. "

زېلنسکي وویل چې هغه تیره اوونۍ صدر ټرمپ ته په ټیليفوني خبرو کې وویل چې پوټین یواځې د امن غوښتلو ډرامه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG