لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 امریکې د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو سعودي عرب ته رسېدلی


د امریکې د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د اسرايل د سفر وروسته د ګل، دوشنبې په ورځ سعودي عرب ته رسېدلی دی، نوموړی به هلته د اوکراين په شخړه د روسي چارواکو سره خبرې کوي.

د اې پي خبري ادارې ترمخه، کريملن ويلي، د روس د بهرنيو چارو وزير سرګۍ لاروف او د صدر ولاديمير پيوټن د بهرنيو چارو پاليسۍ سلاکار يوري اوشاکوف به د نهې، سه شنبې په ورځ په سعودي عرب کې د امریکايي پلاوي سره ويني، د امریکې او روس په اړيکو به هم خبرې کوي.

د کریملن ویاند دمتري پيسکوف خبريالانو ته ويلي، په دغه ليدنه کې به په ممکنه ډول د اوکراين د مذاکراتو د تيارۍ په اړه دريځ هم وړاندې کړل شي.

هغه ويلي، لاروف او اوشاکوف به د ګل په ورځ ریاض ته ورسي.

خو پيسکوف په دغې اړه د څه ويلو نه انکار کړی چې پيوټن او د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به د دې میاشتې په وروستيو کې په سعودي عرب کې وويني.

دا خبرې اترې وروسته له هغې پيل شوي چې تېره اوونۍ صدر ټرمپ د پيوټن سره په ټیليفون خبرې کړې وې.

رياض د غزې د پټۍ د راتلونکې په اړه هم واشنګټن سره خبرو کې بوخت دی.

د خبر ترمخه، تمه کيږي روبيو به د سعودي عرب د وليعهد محمد بن سلمان سره هم وويني.

په سعودي عرب کې د امریکايي او روسي چارواکو ترمنځ د لوړې کچې دا خبرې کلونه وروسته کيږي، ويل کيږي هدف یې د امریکې او روس د صدرانو ترمنځ ليدنه هم ده.

روبيو د اتوار، يکشنبې په ورځ ویلي وو، راتلونکې اوونۍ به معلومه شي چې پيوټن خبرو ته سنجيده دی که نه دی.

د اوکراين صدر ولاديمير زېلنسکي هم د سيمې په سفر دی، د اتوار په ورځ متحده عرب اماراتو ته رسېدلی، ويلي یې دي د سعودي عرب او ترکي د سفر اراده هم لري، خو نېټه یې نه ده ويلې.

هغه زياته کړې د امریکايي او روسي چارواکو سره د ليدنې پلان یې نشته، او نه ګڼي چې اوکراين به د سعودي عرب په کوربتوب خبرو ته وبلل شي.

د خبر ترمخه، د روبيو د محمد بن سلمان سره خبرو کې، د صدر ټرمپ هغه وړانديز چې فلسطينيان د غزې نه بهر بل عرب کې اباد کړل شي، په ايجنډا کې شامل دی.

عرب هيوادونو په دغه وړانديز غصه څرګنده کړې او د غزې د ساحلي پټۍ څخه د فلسطينيانو شړلو ويره سېوا شوې ده.

سعودي عرب ويلي، تر هغې به د اسرايل سره اړيکې سمې نه کړي څو پورې چې د فلسطين رياست په اړه موافقه نه وي شوې.

روبيو د اتوار په ورځ د اسرايل په سفر کې د وزيراعظم بین يامين نېتن ياهو سره لیدلي، د ايران په مقابله کې یې د اسرايل ژمنه تکرار کړې ده.

د دې خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG