لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا د ستونزو یواځينی حل د خېبر پښتونخوا سره یو ځای کول— واقعي؟


پاکستاني مشران وايي د نور پاکستان په پرتله د شاته پاتې شوې سيمې فاټا د ستونزو د ختمولو یواځينۍ لاره دا ده چې دا سيمه په پښتونخوا صوبه کې ورگډه کړې شي خو ځيني سیاسي مشران دغه وړانديز ردوي.

په فاټا کې د ايني اصلاحاتو لپاره د پخواني وزيراعظم نواز شريف صلاح کار سرتاج عزيز یو وار بیا ويلي دي چې د حکومت سره د فاټا د ستونزو د ختمولو لپاره بله لاره نشته دی، هغه وايي:

"فاټا ځانله صوبه نه شي جوړېدلی ځکه چې ددې په لار کې انتظامي مشکلات دي"

ښاغلي عزيز وي او ډیوه ته اوویل فاټا ته د عدالتونو د اختیار غځولو د عمل پوره کیدلو نه علاوه اوس حکومت دا هم کوښښ کوي چې هلته د کال ٢٠١٨ د صوباي اسمبلیو لپاره انتخابات هم اوشي، هغه اوویل:

" که دا کار اوس او نه شو نو بیا به د کال ٢٠٢٣ پورې انتظار کول غواړي"

د ښاغلي عزيز خبرې په لانديني لينک اورېدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:52 0:00

فاټا د خېبر پښتونخوا صوبې سره ولې یو ځای نه شي؟

د فاټا په پښتونخوا صوبه کې د ورگډولو مخالفت کونکي وايي پښتونخوا صوبه په خپله د مشکلاتو سره مخ ده د هغې سره د فاټا یو ځای کول ستونزې نه شي ختمولی.

پخواني سینېټر حمیدالله جان افريدي ډیوه ته اوویل حکومت باید فاټا په اقتصادي توگه خوشحاله کړي. هغه اوویل:

"که په فاټا کې اقتصادي اصلاحات او نه شي نو په بل هيڅ یو بدلون ترقي نه شي راتلی"

ښاغلي افريدي اوویل قبايلي اولس په تمه وو چې حکومت به په فاټا کې کوټلی بدلون راولي:

"حکومت د قبایلو سره ټوکه وکړه، ایف سي ار په خپل ځای پاتې شو، د کلنو د کوښښ ورستو هغه زوړ نظام ختم نه شو"

د ښاغلي حمیدالله جان افريدي مرکه په لانديني لينک اوریدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

د انصاف دروازه خلاصه شوه

د خیبر ایجنسۍ څخه د قامي اسمبلۍ غړی شاه جي گل افريدی وایی فاټا ته عدالتي نظام ورغوځیدل د فاټا د ستونزو ختمیدلو لپاره لومړی گام دی.

هغه اوویل که اوس ورسره حکومت انصاف نه کوي نو عدالت ته به ورپسې ورځي:

" دا هغه بنیادي گام دی د څه په سبب چې مونږ ته د انصاف دروازه خلاصه شوه"

ښاغلي گل اوویل په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره د کار کونکو دویم هدف دا دی چې هلته د صوباي اسمبلیو انتخابونه اوشي، هغه اوویل:

"مونږه هم لکه دنور پاکستان د خلقو په رنگه حقونه غواړو"

د ښاغلي شاه جي گل مرکه په لانديني لينک اوریلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:35 0:00

د فاټا اوسنی حال

په فاټا کې د میلینو خلقو سره لکه د نور پاکستان په رنگه بنیادي انساني حقونه نشته دی. هلته د١٩٠١ راهسې دایف سي ار تور قانون دی د څه په وجه چې هلته د اولس سره د اپيل وکيل او دليل حق نشته دی.

د فاټا اولس ته لکه د گلگت بلتستان او پاکستان دواک لاندې کشمیر د خلقو په رنگه د صوبايي اسمبلیو یا شوراگانو کې د ووټ په لاره د نمایندگانو ټاکلو اختیار هم نه دی ورکړی شوی.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG