لاس رسیدونکی لینک

 
د نړۍ د 17ؤ هیوادونو ښځينه خارجه وزیرانو په افغان ښځو اؤ نجونو د طالبانو د حکومت بندیزونه غندلي دي
تازه خبر

د نړۍ د 17ؤ هیوادونو ښځينه خارجه وزیرانو په افغان ښځو اؤ نجونو د طالبانو د حکومت بندیزونه غندلي دي


File Photo
File Photo

د نړۍ د 17 هېوادونو د بهرنیو چارو ښځينه وزیرانو په افغانستان کې د طالبانو دحکومت له لوري د ښځو او نجونو د حقونو پرله‌پسې سرغړونو باندې اندېښنه څرګنده کړې او دغه هېواد یې د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو له امله د نړۍ د تر ټولو "ظالمانه" هېوادونو له ډلې ګڼلی دی.

دغه ګډه اعلامیه د شنبې په شپه، د فبرورۍ پر 15مه د کاناډا د بهرنیو چارو د وزارت پر ویب‌پاڼه خپره شوه. ښځینه وزیرانو ویلي چې دوی دا "تور حقیقت" له پامه نه‌ شي غورځولی.

په اعلامیه کې راغلي: "طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په بې‌رحمۍ سره تر پښو لاندې کړي دي. د هر نوي فرمان له مخې، ښځې له تعلیم، روغتیایي خدماتو، کار او ټولنیز ګډون څخه محرومې شوي دي. نن‌سبا، افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو ظالمانه هېواد ګرځېدلی، دا یوه حقیقت دی چې موږ یې له پامه نه‌شو غورځولی"

دا اعلامیه د کاناډا، جرمني، اسټرالیا، کولمبیا، ایکواډور، فنلنډ، پولنډ، آیسلنډ، جمیکا، کوسوو، لیتوانیا، لیختن‌اشتاین، موناکو، مغولستان، سلوانیا، سویډن، اروپایي اتحادیې او د اروپایي بهرنۍ تګلارې وزیرانو خپره کړې ده.

په ګډه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت له لوري طبي تعلیمي ادارو کې د نجونو په زده‌کړو په لګول شوي بندیز هم نیوکه شوې او د دې پرېکړې له ناوړه پایلو خبرداری ورکړل شوی دی.

وزیرانو ویلي، که طالبان دا پرېکړه زر بېرته وانخلي، نو په افغانستان کې به د روغتیایي څانګې د مسلکي کارکوونکو کمښت رامنځته شي.

اعلامیه زیاتوي چې ښځینه وزیرانو په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړه د بندیز دوام ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چیرې چې میلیونونه نجونې له زده‌کړو محرومې شوې دي.

طالبانو په تېرو درېوؤ کلونو کې واکمنۍ ته د بیا رسېدو راپدیخوا نه‌یوازې د ابتدايي ښوونځیو څخه پورته د نجونو زده‌کړې بندې کړې، بلکې د 2022 د دسمبر له 24مې نېټې راهیسې یې ښځې د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو له ترلاسه کولو هم منعې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" وزارت له لوري پر ښځو ټول لګول شوي بندیزونه ژر تر ژره لرې کړي.

په اعلامیه کې راغلي"(دا فرمانونه) پر ښځو او نجونو نور محدودیتونه لګوي، د دې مقرراتو اصلي موخه دا ده چې افغان ښځې غلې کړي او د خپلو کورونو تر دننه یې محدودې وساتي."

اعلامیه په افغانستان کې د یوه پراخ‌ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه هم کوي، چې د ټول ملت استازیتوب وکړي.

وزیرانو ویلي، یوازې هغه افغانستان به سوله‌ییز او باثباته وي، چې ښځې او ټول افغانان پکې د خپل هېواد په راتلونکې کې مهم رول ولري.

اعلامیه زیاتوي: "افغان ښځو بار بار دا ثابته کړې چې د طالبانو له ظالمانه چلند سره سره، هغوی خپل حقوق نه‌دي پرېښي. هغوی بې‌ساري زړورتیا ښودلې ده، او موږ یې ملاتړ ته ژمن یو."

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې یاد هېوادونه به په افغانستان کې د ښځو د حقونو د فعالانو، مدني ټولنې او افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي.

تر اوسه طالبانو د 17 هېوادونو د بهرنیو چارو د ښځینه وزیرانو د دې اعلامیې په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

طالبانو د 2021 په اګست کې واک ته له بیا رسېدو وروسته، په تېرو درېوؤ کلونو کې پر ښځو د کار کولو پراخه محدودیتونه لګولي دي.

د 2022م کال د دسمبر له میاشتې راهیسې، طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون ټولو غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه. له دې وړاندې، طالبانو د دولتي ادارو د روغتیا او ښوونې پرته، د نورو برخو ښځینه کارکوونکې له دندو منعې کړې وې.

د نړیوالې جزایي محکمې (آي سي سي) څارنوال کریم خان ویلي، چې د 2021 د اګست له 15مې وروسته، د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د فشارونو لړۍ نه‌ده درېدلې.

د 2025 د جنورۍ پر 23مه د نړیوالې جزایي محکمې څارنوال کریم خان اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخ تبعیض له امله، د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده او یو شمېر نورو طالب مشرانو د نیولو غوښتنه شوې ده.

کریم خان وویل: "زموږ اقدامات دا ښيي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې دا ظالمانه چلند د زغملو نه‌دی."

خو د طالبانو حکومت دا غوښتنه رد کړې او دا یې "سیاسي تعصب" بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي"د نړیوالې جزایي محکمې دا غوښتنه هېڅ قانوني بنسټ نه‌لري، او موږ یې په کلکه رد کوو."

طالبانو زیاته کړې: "دا د تأسف وړ ده، چې نړیواله جزایي محکمه د افغانستان د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د کورنیو ملګرو د جنګي او بشري جرمونو په اړه هېڅ غبرګون نه‌ښيي"

(ددې رپورټ معلومات د وي او اې اشنا څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG