د کریډیټ د درجه بندۍ نړیوالې ادارې (فِچ) د پاکستان د بهرنیو ادایګیانو وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی که د اي اېم اېف ارزونې وځنډېدې، نو د هېواد کریډیټ درجه بندي کې کمی راتلی شي.
د فِچ په تازه راپور کې ویل شوي چې پاکستان د اقتصادي ثبات د بحالۍ، د ګرانۍ د کمښت او د بهرنيو زېرمو د ښهوالي په برخه کې پرمختګ کړی دی.
د رپورټ له مخې په جنورۍ ۲۰۲۵ کې د پالیسي نرخ یا د سود د کچې ۱۲فیصدي ته د راکمولو پرېکړه او د افراطِ زر ۲ فیصدي ته رسېدل د دغو مثبتو پرمختګونو برخه ده.
ددې تر څنګ د پیاوړي ترسیلات زر، د کرنیزو صادراتو د زیاتوالی اؤ د سختو مالیاتي پالیسیو له امله د روانو کهاتو خساره په سرپلس کې بدله شوې ده.
راپور وايي چې پاکستان باید په روان مالي کال کې ۲۲ میلیارده ډالرو نه زیات ستانه کړي چې هغې کې ۱۳ میلیارده ډالر دوهاړخیز پورونه دي.
فِچ خبرداری ورکړی چې د بهرنيو مالیاتي مرستو چیلینجونه اؤ د آی ایم ایف په پروګرام کې احتمالي ځنډ د پاکستان مالي ستونزې زیاتولی شي چې د هغې له امله د پاکستان د کریډټ په درجه بندۍ د منفي اغیز امکان شته.
راپور کې ویل شوي چې پاکستان د اقتصادي ثبات په بحالۍ اؤ د بهرنیو زېرمو په پیاوړي کولو کې پرمختګونه دوامداره ساتلي دي.
د فچ له مخې د پاکستان د اسټیټ بینک له لوري په ۲۷مه جنورۍ د پالیسۍ نرخ ۱۲ فیصدي ته د راکمولو فیصله دا ښکاره کوي چې د ګرانۍ په قابو کولو کې پرمختګ شوی دی.
سږکال د جنورۍ میاشت کې پاکستان کې د ګرانۍ کچه په کلني حساب د دوه فیصدي نه یو څه زیاته پاتې شوې چې په مالي کال ۲۰۲۴ (جون ۲۰۲۴م کې په ختم شوي مالي کال) کې نزدې ۲۴ فیصدي وه.
په چټکتیا سره د کم شوي افراط زر لویه وجه پروسکال په رعایتونو کې اصلاحات اؤ باثباته ایکسچینج ریټ ښودل شوی چې له امله یې په ملکي ملکي اړتیا اؤ بهرنیو مالیاتي اړتیاو کې کمی لیدل شوی.
فچ خپل دا تازه رپورټ په داسې حال کې جاري کړی چې روانه میاشت د پاکستان د خزانې وزیر چې محمد اورنګزیب ویلي، پاکستان د نړیوالو ریټینګ ایجنسیانو سره د "بی" ریټینګ ترلاسه کولو لپاره د خبرو اترو اراده لري، او هیله ده چې په راتلونکو میاشتو کې به پکې ښه والی راشي.
د خزانې وزیر ویلي وؤ، حکومت د منځنی ختیځ د دوؤ بینکونو سره له 6ؤ نیولی تر په 7 فیصدي سود د یو ارب ډالرو په پور اخستو اتفاق کړی دی.
د پاکستان د دولتي بینک ګورنر جمیل احمد تېرکال د اګست په میاشت کې رایټرز ته ویلي وؤ ، پاکستان اراده لري چې په راتلونکي مالي کال کې د منځني ختیځ د کاروباري بینکونو څخه تر د څلورو اربو ډالر پورې قرضه ترلاسه کړي.
د ریټینګ نړیوالې ادارې "موډیز" د میکرو اکنامک حالاتو کې د غوره والي په حوالې ورکولو سره د اګست په میاشت کې د پاکستان درجه بندي "سي اې اې ۲" ته لوړه کړې وه.
برسېره پر دې، د ریټینګ نړیوالې ادارې "فچ" هم د نړیوالې مالیاتي ادارې (آي ایم ایف) سره د سټاف لیول په کچه له تړون وروسته د جولای په میاشت کې د پاکستان د اوږدې مودې د بهرنۍ کرنسۍ د ایشوور ډیفالټ ریټينګ اپ ګریډ کړی اؤ د سي سي سي څخه یې سي سي سي پلس ته اړولی ؤ.
خو څېړونکي وایي د نړیوالو ریټینګ ادارو لخوا ورکړل شوې دا دواړه درجه بندۍ لا هم په هغه کچه دي چې د سرمایه کارۍ لپاره پکې محتاطه رویه خپلول کیږي.
Forum