لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بکاخېل کې د امنیتي ځواکونو او د وسله والو په جګړه کې دوه امنیتي عسکر وژل شوي دي


د کال ۲۰۲۲ د ډسمبر د میاشت په دې تصویر کې په بنو کې په پوځي مرکز د وسله والو د حملې وروسته حال لیدل کېږي
د کال ۲۰۲۲ د ډسمبر د میاشت په دې تصویر کې په بنو کې په پوځي مرکز د وسله والو د حملې وروسته حال لیدل کېږي

د خیبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې بنو په غوړه بکاخېل سیمه کې د وسله والو او د امنیتي ځواکونو سخته جګړه شوې او سرچینې وايي په جګړه کې د یو پولیس په شمول دوه امنیتي عسکر وژل شوي دي.

بلخوا، په جاني خېل سیمه کې ځایي خلکو د ناامنۍ پر ضد کاربندیز کړی او بازارونه او مارکیټونه تړل شوي وو..

‎امنیتي سرچینو وویل په بکاخېل سیمه کې د وسله والو د موجودګۍ په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه شوي وو چې له مخې یې سیمه په ګېره کې واخیستل شوه.

سرچینو وویل د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال، وسله والو ناتاره ډزې پیل کړې، چې پکې دوه امنیتي عسکر د وسله والو په ډزو وژل شوي دي، په وژل شوي کې یو پولیس اهلکار شامل دی.

‎د ځایي خلکو په وینا، د سهار له وخته د سیمې ټولې لارې تړل شوې وې او د ډزو ترڅنګ د چاودنو غږونه اورېدل کېدل. ځینې کورونه په ګولیو او چاودنو کې زیانمن شوي دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

سرچينې زیاتوي عملیاتو ته پوځ پرمهال په هوا کې د جنګي هیلي کاپټرو او ډرون مرسته ترلاسه وو چې له امله ځايي خلک سخت په ویره کې وو.

د ضلعې خلیفه ګل نواز روغتون چارواکو ویلي، دوه ټپیان او د یو کس مړی روغتون ته راوړل شوي چې ځايي خلک یې بې ګناه بولي.

پاکستان پوځ تر دې دمه د پېښې په اړه رسمي بیان نه دی ورکړی، خو پولیسو نښته تایید کړې ده. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هم د پېښې تصدیق کړی او ادعا کړې چې د دوو پلویانو په تاوان پوځ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

امنیتي سرچینو ویلي عملیاتو په پایله کې ۷ نه تر ۱۱ وسله والو د وژلو مالومات یې تر لاسه کړې
په سیمه کې موبایل او انټرنيټي خدمات ځنډول شوي وو او دې ځایی ته د سړکونو تړل کېدو له امله میډیا رسد نه کیږي چې کره او رېښتوني مالومات تر لاسه کړي.

د جاني خېل خلکو احتجاج

‎په عین حال کې، د جاني خېل سیمه کې خلکو د ناامنۍ او د پوځي عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو د ځورول کېدو پر ضد کاربندیز احتجاج کړی دی. د احتجاج کوونکو په وینا، د عملیاتو په پلمه خلک د خپلو کورونو نه ایستل کېږي او ځورول کېږي.

د کاربندیز اعلان په جاني خېلو کې مقامي جرګې کړی و
د کاربندیز اعلان په جاني خېلو کې مقامي جرګې کړی و

د جاني خېل قامي جرګې مشرانو د بنو کمېشنر سره په لیدنه کې درې غوښتنې وړاندې کړې دي: د تړلو لارو خلاصون، د نیول شوو خلکو خوشې کول، او د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو د نه ځورولو ډاډ ورکول.

خو انتظامیه وايي د احتجاج کونکو سره خبرې روانې دی او دوی غوښتنې اورېدل شوې دي.

یاد احتجاج د نومبر په ۱۹مه د جاني خېل په مالي خېل سیمه کې د پوځ په مرکز ځانمرګي برید وروسته پیل شوی، چې پړه یې حافظ ګل بهادر ډلې منلې وه. په دغه برید کې ۱۲ پوځیان او ۶ برید کوونکي وژل شوي وو.

‎په دې وروستیو کې د خېبر پختونخواه او په ځانګړي ډول جنوبي سیمو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. د پاکستان پوځ او حکومت د “عزم استحکام” په نوم د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل کړي، خو د سیمې خلک وايي، دوی د دې عملیاتو په پلمه د بې ځایه کړاوونو سره مخ دي.

‎د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د ناامنۍ په دې وروستیو پېښو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ جرړې به له منځه وړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG