لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډزبندۍ باوجود د خرطوم اوسېدونکي وايي په ښار کې جګړه شوې


په سرښار خرطوم کې د هوايي بمبارۍ او د جګړې ترڅنګ په مغربي دارفر سیمه کې په لویه پېمانه نسلي تشدد بیا شروع شوی دی
په سرښار خرطوم کې د هوايي بمبارۍ او د جګړې ترڅنګ په مغربي دارفر سیمه کې په لویه پېمانه نسلي تشدد بیا شروع شوی دی

په سوډان کې د یوې هفتې جنګ بندي د شروع کېدو نه پس د سرښار خرطوم اوسېدونکو ویلي د نهې، سه شنبې، په ورځ په ښار کې جګړه شوې او د توپخانې ډزې اورېدل شوي دي.

د سوډان د پوځ مشر جنرل فتح البرهان او د رېپېډ سېکیورټي فورسز مشر جنرل محمد همدان ډګالو د اووه ورځو په ډز بندۍ متفق شوي دي. ډز بندي د ګل، دوشنبې، په ورځ شروع شوې.

د وي او ای رپورټ وايي د دې نه مخکې هم څو ځله ډز بندۍ شوي خو بیا ماتې شوې دي.

د ډز بندۍ تازه معاهده د سعودي عرب په ساحلي ښار جده کې شوې ده چې د فريقېنو ترڅنګ په کې سعودي عرب او امریکا هم شامل دي.

په سوډان کې د متحده قومونو استازي ولکر پېرتېس د ګل، دوشنبې، په ورځ په سکيورټي کاونسل کې په سوډان کې د ډز بندۍ هرکلی وکړو.

پېرتېس ویل په فريقېنو غږ کوي چې د سوډان د ولس د مفاد په خاطر دې جنګ ختم کړي او مذاکرات دې پیا شروع کړي.

د متحده قومونو چارواکي وویل د تېرو پېنځو هفتو په جګړه کې د ۷۰۰ نه زیات کسان وژل شوي، چې ۱۹۰ په کې ماشومان دي. د ۶۰۰۰ نه زیات کسان زخمیان شوي او د یو مېلین نه زیات کسان په کورونو پرېښودو مجبور شوي دي.

په سرښار خرطوم کې د هوايي بمبارۍ او د جګړې ترڅنګ په مغربي دارفر سیمه کې په لویه پېمانه نسلي تشدد بیا شروع شوی دی.

د متحده قومونو د سېکیورټي کاونسل غړو په سوډان کې د نوي ډزبندۍ او جمهوري نظام ته د سوډان د بېرته ورتګ حمایت وکړو. د کاونسل غړو په جنګ کې ښکیلو ډلو غږ وکړو چې په سمدستي ډول دې جګړه ختمه کړي، ملکي خلکو تحفظ دې وکړي او اجازت دې ورکړي چې خلکو ته انساني امداد ورسوول شي.

د متحده قومونو اندازه ده چې په سوډان کې د جنګ دلاسه د مرستو ضرورت مندو کسانو تعداد د ۱۵ مېلین نه ۱۸ مېلین ته رسېدلی دی. تېره هفته متحده قومونو په سوډان کې د مرستې دپاره د دوه اشاریه شپږ بېلین ډالرو مالي امداد غوښتنه وکړه.

یادونه: د وي او ای خبریالې مارګرېټ بشیر د دې رپورټ دپاره معلومات د رويټرز او د ای اېف پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG