لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د عدالتي نظام پخواني کارکوونکي د طالبانو د غچ اخېستو نه وېره لري


که څه هم طالبانو د اګست پر پینځلسمه د کابل د نیولو وروسته د هغو ټولو خلکو لپاره عمومي بخښنه اعلان کړې چې له تېر حکومت یا بهرنیانو سره یې کار کړی و او له ټولو سرکاري ملازمینو یې غوښتلي چې خپلو کارونو ته دی ولاړ شي
که څه هم طالبانو د اګست پر پینځلسمه د کابل د نیولو وروسته د هغو ټولو خلکو لپاره عمومي بخښنه اعلان کړې چې له تېر حکومت یا بهرنیانو سره یې کار کړی و او له ټولو سرکاري ملازمینو یې غوښتلي چې خپلو کارونو ته دی ولاړ شي

د افغانستان د عدالتي نظام پخواني څارنوالان او د محکمې نور کارکوونکي وايي نه یوازې طالبانو د غچ نه ویرېږي بلکې طالبانو د واکمنېدو نه پس زندان څخه د ازاد شویو ملزمانو څخه ځانونه پټوي او خپل ژوند ته خطر ویني.

که څه هم طالبانو د اګست پر پینځلسمه د کابل د نیولو وروسته د هغو ټولو خلکو لپاره عمومي بخښنه اعلان کړې چې له تېر حکومت یا بهرنیانو سره یې کار کړی و او له ټولو سرکاري ملازمینو یې غوښتلي چې خپلو کارونو ته دی ولاړ شي.

ځلا (فرضي نوم) چې د افغانستان د یوې محکمې مدیره وه وي او ای ډیوې ته یې د سکایپ له لارې وويل "مونږ خو په پخواني حکومت کې هم خوندي احساس نه کوو ځکه چې د محکې کارکوونکې، څارنوالان او قاضیان به په نښه کیدل خو اوس خپل ژوند ته لوی خطر احساسوم. زمونږ ټول نور ادارې کارکوونکې هم د خطر سره مخ دي."

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ ترمخه به هم ښځینه کارکوونکو، د بشري حقونو فعالانو، خبریالانو او نورو حکومتي کارمندانو د عدم تحفظ خبره کوله او وېل به یې چې ځانونه محفوظ نه ګڼي.

د سږ کالپه جنورۍ میاشت کې په کابل کې دوې ښځینه قاضیانې په ډزو ووژل شوې.

درانۍ جاوید وزیري د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني مرستیاله ویانده هم د طالبانو واک ته د رسېدلو وروسته له هېواده په وتلو مجبوره شوه.

"له دې ترمخه چې طالبان بیا واکمنه شي په دوحه کې د سولې د تړون پر مهال یې ځینې ژمنې کړې وې پرې عمل و نه کړ. او اوس چې په زرګونو زندانیان خوشې شول نو ښکاره خبره ده چې د محمکې کاروکوونکي به تر څار لاندې نیسي او د دوي ژوند ته لوی خطر ورپیښ دی."

احمد (فرضي نوم) چې د محکمې مدیر دی ډیوه ته په یوې مرکه کې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ور سره دې مرسته وکړي.

"زه د نړیوالې ټولنې څخه د بشري حقونو نړیوال قانون پر اساس ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوم. مونږ د دې تمه لرو چې د بشري حقونو سازمانونو په همکارۍ دې یا خو دې زمونږ د ژوند په ضمانت سره مونږ بیرته خپلو دندو ته پریږدي او یا دې هم بیا مونږ له دغه هېواده وباسي او زما او زما د کورنۍ ژوند دې وژغوري. او که داسې و نشي نو زما په څیر په زرګونو نورو اداري کارکوونکو ژوند د سخت خطر سره مخ دی او دغه ټولنه به د یو بشري ناورین شاهده وي."

طالبانو د واکمنۍ نه پس په باګرام کې نیول شوي زندانیان خوشي شوي دي
طالبانو د واکمنۍ نه پس په باګرام کې نیول شوي زندانیان خوشي شوي دي

د بګرام د عدلي او قضايي مرکز یو شمېر څارنوالان وايي چې د طالبانو له حاکمیدو څخه وروسته، له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

دا هغه شمېر څارنوالان دي چې په تېر حکومت کې یې د بګرام په زندان کې د طالب، داعش او نورو زندانیانو پر جرمي دوسیو په مستقیمه توګه کار کاوه.

د بګرام د عدلي او قضایي مرکز یو پخوانی څارنوال سلطان (فرضي نوم) امریکا غږ ته وویل چې د دوي همکاران د څار لاندې دي: "زمونږ پر څارنوالانو ډیر روحي فشارونه دي. طالبان د صلاح په نوم باندې زمونږ څارنوالان راغواړي او له هغه وروسته یې تعقیبوي. "

احمد (فرضي نوم) وايي له کومه موده چې یې دنده له لاسه ورکړې د اقتصادي ستونزو سره سره د نورو لویو ننګونو سره مخ دی.

"د طالبانو د راتللو شره ما خپله وظیفه له لاسه ورکړه او اوس بې روزګاره یم. د ګڼ شمېر اقتصادي ستونزو سره هم مخ یم. مونږ به د داعش، طالبانو او د نورو قاچاق کوونکو او نور قاتلینو قضیو باندې کار کولو. دوي چې اوس ازاده شوي نو واکمنه شوي هم دي او زما او زما کورنۍ ته لوي ګواښونه راپیښ دي. زه حتا د خواړه اخیستو لپاره له کوره نشم وتلی او یا هم بازار ته نشم وتلی ځکه چې خلک مې پیژني او د سخت امنیتي ګواښ سره مخامخ یم."

د طالبانو د واکمنیدو وروسته له افغانستانه په سلګونو ښځینه کدرونه، خصوصا قاضیانې، څارنوالانې، خبریالانې او د بشري حقونو فعالین وتلي دي.

د افغانستان د پخواني حکومت د عدلیې او قضايي چارو پخوانۍ څارنوالانې او قاضیانې وایي د طالبانو د واکمنیدو سره يي واوریدل چې طالبان کور په کور ګرځي او هغه کسان نیسي چې د دولت لپاره يي وظیفه اجرا کوله. دغه کارکوونکي وايي له همدې ویرې يي خپل رسمي اسناد په کور کې وسوځول، ځانونه يي پټ کړل او وروسته له هیواده ووتل.

د نوم نه ښوودلو په شرط یوې پخوانۍ ښځینه څارنوالې امریکا غږ ته په وډیو مرکه کې وویل "مونږ خوندي احساس نه کوو. مونږ له خپلو کورونو هم نشو وتلی او هیڅ ذهني ارام نه لرو مونږ له نړیوالې ټولنې غواړم چې د مېرمنو او په ځانګړي ډول د دغو څارنوالانو په اړه جدي پریکړه وکړي."

طالبان داسې تورونه ردوي او وايي د عمومي بخښنې اعلان وروسته دوي هیڅ څوک نه دي په نښه کړي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG