لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سره په دفاعي تړون کې په مبینه توګه د کمېشن اخېستلو په الزام د پخواني فراسنیسي وزیراعظم مقدمه شروع شوه


د کال ٢٠٢٠ جون مياشت کى هم د پيرس يو عدالت پاکستان سره دري آګسټا نومى آبدوز يا سمندر کى د اوبو لاندى پاتى کيدو صلاحيت لرونکي جنګي کيشتو دفاعي تړون کى د کميشن اخستو په تور د بلا ډور دوه نيزدي ملګرو ته د بند سزا اورولى وه
د کال ٢٠٢٠ جون مياشت کى هم د پيرس يو عدالت پاکستان سره دري آګسټا نومى آبدوز يا سمندر کى د اوبو لاندى پاتى کيدو صلاحيت لرونکي جنګي کيشتو دفاعي تړون کى د کميشن اخستو په تور د بلا ډور دوه نيزدي ملګرو ته د بند سزا اورولى وه

د فرانس پخواني وزير اعظم ايډورډ بلا ډور په ضد کال ١٩٩٤ کې د پاکستان او فرانس ترمينځ په دفاعي تړون کى رشوت اخېستو په تور مقدمه د نهې، سه شنبې، په ورځ شروع شوه.

فرانسیسي خبري ادارې ای اېف پي وویل ۹۱ کلن بالاډور په هغه عدالت کې حاضر شو چې وزیرانو د مبینه بدعنوانۍ په اړه د مقدمو اورونه کوي. هغه په موقع موجوده خبریالانو سره خبرې وه نکړې.

د بلاډور ترڅنګ د دفاع پخوانی وزیر فرانسوه لیوټارډ هم په دغه مقدمه کې شامل دی.

د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف په غوښتنه د امريکا حکومت د کراچي افٸيرز يو مرکزي ملزم او د هغه وخت د سمندري ځواکونو مشر منصور الحق پاکستان ته حواله کړى و.

خو بيا د احتساب ملي ادارى او منصور الحق ترمينځ پلي بارګين يا د منصورالحق لخوا ٤٧ کروړ روپي ورکوولو په بدل کى د احتساب ادارى هغه خوشى کړى و.

کال ١٩٩٤ کى د فرانس سره دفاعي تړون کوونکي د هغه وخت واکمن پيپلز ګوند وزير اعظم بينظير بټهو او د هغې خاوند اصف زرداري باندى هم دغه تړون کى د کميشن تورونه لګيدل خو پيپلز پارټۍ دا تورونه د ګوند د بدنامولو کوښښ او بې اساسه بللي.

د کال ٢٠٢٠ جون مياشت کى هم د پيرس يو عدالت پاکستان سره دري آګسټا نومى آبدوز يا سمندر کى د اوبو لاندى پاتى کيدو صلاحيت لرونکي جنګي کيشتو دفاعي تړون کى د کميشن اخستو په تور د بلا ډور دوه نيزدي ملګرو ته د بند سزا اورولى وه

د فرانس پخواني وزير اعظم او په دې قضيه کى په نومول شويو نورو ملزمان ب تور دى چې د آګسټا سب ميرين یا ابدوز ټړون او د سعودي عرب سره بله دفاعي لوظنامه کې په مبینه توګه اخېستې د رشوت ٣٣ لکها ډالر هغى وخت دخپل صدارتي انتخابات کمپاېن کى کارولې وې خو بيلاډور د عدالت په وړاندې خپل جرم د منلو نه انکار کړی دی.

دا کراچى افٸيرز په نوم مشهور دغه اسکينډل سره تړلى مهمه پيښه کال ٢٠٠٢ کراچى کى فرانسيسي انجينٸرانو په ګاډي شوى خودکش حمله وه چى پکي د آګسټا تړون لاندې په پاکستان کې کار کوونکى ١١ فرانسيسي انجينٸرانو په ګډون ١٥ تنان مړه شوے وو

لوموړى دغه حملى په سر نړيوال ترهګر شبکى القاٸده پله ګتى اوچتيدلى خو بيا پلټنو کې دا تاثر مخى ته راغلى وو چې دا حمله فرانس کې د بيلادور سياسي حريف واک ترلاسه کوولو وروسته د دفاعي تړون رقم اودرولو پريکړى ته عکس العمل کيدلى شي

کال ٢٠٠٩ کى سنده هاي کورټ د خودکش حملى په تور د زېلي عدالت نه سزا شوى حرکت جهاد اسلامي تندروا ډلى ٣ غړي د نيمګړى شواهد په اساس خوشى کړى وو

وتلى خبريال اوړڅيړونکى مظهر عباس وايي د بده مرغه د پاکستان رياست کراچې افٸيرز او دى سره تړلى پيښو پلټنو کى ناکامه شوى او په دې غلى شوى و

مظهر عباس وي او ای ډيوه ته وویل چې اوس د فرانس حکومت لخوا د ذمه وارو په ضد کارواې سره امکان دى رامعلومه شي چې کومه تندروه ډله فرانسيۍ انجٸنيرانو په ګاډي باندى کې ککړه وه او دا ېې د چا په وينا کړى وه؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG