لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فریډم هاوس: د کال۲۰۱۸م انتخاباتو کې د پاکستان پوځ عمران خان ته ګټه رسولی


په نړۍ کې د ازادۍ او جمهوریت د څار امریکايي ادارې فریډم هاوس ترمخه پاکستان کې په عدالتونو او میډیا باندې د پوځ د اثرله کبله تیرکال شوو عمومي انتخاباتو کې عمران ته ګټه رسول شوې څوک چې د انتخاباتو په نتیجه کې د پاکستان وزیراعظم جوړ شوی.

د کال ۲۰۱۸م په خپل رپورټ کې فریډم هاوس ویلي که څه هم پاکستان کې تېرکال شوي عمومې انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو ترمنځ زیاته مقابله شوې خو په عدلیه او میډیا باندې د پوځ اثر د دغه انتخاباتو توله د عمران خان اړخ ته اړولې وه.

د رپورټ ترمخه پاکستان کې د ازادې میډیا غلي کولو او په عمومي انتخاباتو کې د لاس وهنې له کبله په دغه هیواد کې جمهوري اقدار په ښکته تللي.

فریډم هاوس په خپل رپورټ کې ویلي نړۍ کې په دیارلسم کال پرله پسې ازادي په ښکته تللې. او د نړۍ په ټولو براعظمونو او ګڼ شمېر هیوادونو کې ازادي کمه شوې چې پکې د امریکې په شان د اوږدې مودې راهسې جمهوري ملکونه او د چین او روس په رنګ آمرانه حکومتونه هم شامل دي.

رپورټ کې وېل شوي په شلمه لسیزه کې ترلاسه کړل شوو ازادو په مقابله کې په مجموعي توګه د لاسه ورکړل شوې ازادي اوس هم کمه ده خو بیا یې هم دا یو مستقل او د جمهوریت لپاره بدمرغي بللې.

فریډم هاوس ویلي د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ازادې میډیا، عدلیې، د کرپشن خلاف جوړ کړی شویو حفاظتي تدابیرو او د انتخاباتو قانوني حیثیت په شمول د ملک په مهمو ادارو او جمهوري روایاتو حملې کوي.

د رپورټ تر مخه د امریکې جمهوریت ډېر مضبوط دی خو د غه جمهوریت د پاتې کیدو (بقا) د خطرې سره مخ دی. د امریکې جمهوریت دا وخت د ازادۍ په پېمانه باندې د یونان، کروایشیا او منګولیا سره په صف کې یوځای ولاړ دی خو د جرمني، فرانس او برطانیې نه په صف کې ډېر وروستو دی.

د چین په اړه په دغه رپورټ کې وېل شوي د یو ملین نه زیات ویغور اقلیتي مسلمانان د بیا تعلیم په مرکزونو کې په زور تعلیم ترلاسه کولو باندې مجبوره کړی شوي او د چین صدر شي ژن پنګ په هیواد کې د نامعلومه مودې لپاره خپل واک اختیار مضبوط کړی.

د رپورټ ترمخه روس او ګڼ شمېر نورو ملکونو کې خبریالان او د بشري حقونو فعالین د ډېرو بدو حالاتو لاندې خپلې دندې پوره کوي. ډېرو خبریالانو د ازادو خبرونو ورکولو لپاره خپل ځانونه د بندي کیدو، تشدد او د ژوند د خطرو سره مخ کړي. په روس کې یو شمېر خبریالان په مشکوک حالاتو کې مړه شوي او په یوکراین کې خبریالان د زور زیاتي او حملو سره مخ شوي.

د فریډم هاوس رپورټ وايي په ټول منځني ختیځ او شمالي افریقايي هیوادونو کې په کال ۲۰۱۸ کې آمرانه حکومتونو خپل سیاسي مخالفین په زور غلي کړي او ددغه سیمې په یو شمېر جمهوریتونو کې هم د خلکو ازادي کمه شوې. خو فریډم هاوس وايي په عراق او لبنان کې شوي انتخابات په دغه هیوادونو کې ثبات راوستی شي او د ترقۍ لپاره لار پرانستی شي.

د سعودي عربستان په اړه په رپورټ راغلي، د ښځو په ګاډو چلولو باندې بندیز لرې کولو په سر سعودي حکومت په ټوله نړۍ کې ستاېل شوی، خو هلته بیا چارواکو د ښځو د حقونو فعالینې نیولي او د حکومت پرضد لږ مخالفت هم د خپو لاندې کړی شوی.

رپورټ وايي هغه شهادتونه هم زیات شوي چې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په شخصي توګه ترکي کې په خپله کونسلګرۍ کې د جلاوطن سعودي خبریال جمال خاشقجې د وژني حکم ورکړی وو او هغه باقي پاتې تمې یې ختمې کړي چې د سعودي دغه ځوان ولي عهد به د خپل ملک یو اصلاح پاله مشر په توګه مخې ته راشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG