لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانسوي خبریاله وايي هند ورته ملک نه د وتلو امر کړی


ډونېک د تېرو ۲۳ کلونو راهسې په نوي دلي کې مېشته ده او د یورپ یو شمېر مطبوعاتي ادارو دپاره خبرنګاري کوي چې په کې د فرانس، بېلجیم او د سوېس خبري ادارې شاملې دي
ډونېک د تېرو ۲۳ کلونو راهسې په نوي دلي کې مېشته ده او د یورپ یو شمېر مطبوعاتي ادارو دپاره خبرنګاري کوي چې په کې د فرانس، بېلجیم او د سوېس خبري ادارې شاملې دي

یوه فرانسوي خبریاله چې هندوستان يې خپل کور بللی او د تېرو ۲۰ کلونو نه د زیات وخت راهسې په هند کې ژوند کوي، هندي چارواکو پې الزام لګولی چې ملک د بدنامولو او ملک د خپلواکۍ او مفاداتو خلاف يې لیکل کړي او فرانس ته د ستنېدو امر يې ورته کړی دی.

خبریاله وېنېسا ډاونېک په هغې لګول شوي الزامات ردوي او د هندوستان چارواکو هغه رپورټونه نه دي واضحه کړي چې ډاونېک په مبینه توګه د هند خلاف لیکلي.

ډاونېک د تېرو ۲۳ کلونو راهسې په نوي دلي کې مېشته ده او د یورپ یو شمېر مطبوعاتي ادارو دپاره خبرنګاري کوي چې په کې د فرانس، بېلجیم او د سوېس خبري ادارې شاملې دي.

ډاونېک د جمعې په ورځ د هندوستان نه ووتله. د هغې د تګ نه یوه میاشت وړاندې د هندوستان د کورنیو چارو وزارت ډاونېک ته ویلي وو چې هغه د کال ۱۹۵۳ د شهریت د قانون ترمخه خصوصي اجازت نامې نه بغیر صحافتي فعالیتونه کوي.

ډاونېک ته لېږل شوي خبرداري کې وېل شوي چې د بدنیتۍ په بنیاد د هغې خبرونو د هندوستان په اړه منفی تاثر پېدا کړی چې د ټولنې په ځینو برخو کې بد نظمي جوړه کړي او امن خراب کړي.

د جنورۍ په ۲۳ نېټه، ډاونېک یو بیان جاري کړو او په هغې لګول شوي الزامات یې رد کړل.

هندي چارواکو دا هم ویلي چې ډاونېک ممنوعه علاقو ته د اجازت نه بغیر تګ کړی دی.

رپورټونه وايي د هندوستان داخله وزارت د ډاونېک دا پوښتنه هم کړې چې آیا په هندوستان کې د هغې د مستقل اوسېدو اجازت نامه دې منسوخ کړی شي او که نا؟

ډاونېک د یو هندي سړي سره واده کړی او هغه د اورسیز سېټېزن او انډیا یا او سي ايي په کارډ په هندوستان کې په مستقل ډول اوسېده.

د وړمبی ځل نه دی چې د هندي چارواکو سره د ډاونېک شخړه جوړه شوې. په ۲۰۲۲ کې د خبریالې په توګه په هندوستان کې د هغې د کار اجازت نامه منسوخ کړی شوې وه.

په هندوستان کې د اوسېدو په مهال ډاونېک د افغانستان، پاکستان، نيپال، بنګله دېش او سري لنکا په اړه هم خبرنګاري کړې ده.

په تېرو څو کلونو کې چې ډاونېک د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي، په هندوستان کې په هندو قوم پرستۍ کې د اضافې، د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې صورتحال او په مرکزي هند کې د ماوېسټانو د بغاوت په شان موضوعات خبرونه تیار کړي دي.

دوه کاله مخکې هغې یو رپورټ تیار کړی و چې عنوان يې دا و: په هندوستان کې د مسلمانانو ا د عیسایانو قسمت په خرابېدو دی.

ډاونېک وویل په کال ۲۰۲ کې د خبریالې په توګه د هغې اجازت نامه د منسوخېدو وروسته هغې صحافي کار نه دی کړی.

د هندوستان خارجه سېکرېټري وېجی کواتراه د جنورۍ په ۲۶ نېټه په یو بیان کې وویل د ډاونېک خلاف اقدامات د هغې صحافتي کار سره نه دي تړلي بلکې دې خبرې سره تړون لري چي ایا د یو تن فعالیت د ضوابطو او قوانینو سره سمون خوري او که نا؟

د ډاونېک په معامله وي او ای د هند د کورنیو چارو سېکرېټري اجی بهالا سره هم رابطه وکړه خو جواب یې ترلاسه نه شو.

خبریالانو او د مطبوعاتو د حقونو تنظیمونو د ډاونېک حمایت کړی دی. په هندوستان کې مېشته ۳۰ غېرملکي خبریالانو په یو خط کې د هندي چارواکو نه غوښتلې د ډاونېک په اړه فېصله دې بېرته واخلي.

په نیویارک کې مېشته تنظیم کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس غوښتنه وکړه چې ډاونېک ته دې اجازت نامه بېرته ورکړی شي او هندوستان دې خبریالان د خپل کار نه ودرولو دپاره قانوني باریکیانې نه استعمالوي.

په داسې حال کې چې د وزیراعظم مودي په هندو قوم پرسته حکومت دا الزام لګول کېږي چې په مطبوعاتو قدغنونه لګوي، ورلډ پرېس فریډم انډېکس چې په نړیواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ په لړ کې د ملکونو درجه بندي کوي، وايي د مطبوعاتو د ازادۍ په لحاظ هندوستان د ۱۸۱ ملکونو په فهرست کې ۲۱ درجې ښکته تللی او په ۱۶۱ درجې ته رسېدلی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال شېخ عزیرالرحمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG