لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د تېلو بیې پرله پسې په دریم ځل لوړې کړل شوې


په پاکستان کې د راتلونکو ۱۵ ورځو لپاره حکومت د تېلو بېې لوړې کړې دي، دا په نزدې ورځو کې پرله پسې دریم ځل دی چې حکومت د تېلو بیې لوړوي.

د پاکستان د خزانې د وزارت له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې د راتلونکو ۱۵ ورځو لپاره د یو لیټر پټرولو بیه یوه روپۍ اؤ د یو لیټر ډیزلو بیه ۷ روپۍ لوړه کړل شوې ده.

تر دې تازه اضافې وروسته اوس په پاکستان کې د یو لیټر پټرولو بیه ۲۵۷ روپو اؤ ۱۳ پېسو اؤ د ډيزلو بیه ۲۶۷ روپو اؤ ۹۵ پېسو ته رسېدلې ده.

تر دې وړاندې حکومت پرله پسې په دویم ځل په ۱۵م دسمبر د پټرولو د یو لیټر بیه کې درې روپۍ اؤ ۴۷ پیسې اؤ د ډيزلو بیه کې دوه روپۍ اؤ ۶۳ پېسې اضافه کړې وه چې تر دغې اضافې وروسه یو ليټر پټرول په ۲۵۶ روپۍ اؤ ۱۳ پېسو خرڅېدل اؤ د ډيزلو د یو لیټر قیمت ۲۶۰ روپۍ اؤ ۹۵ پېسې ؤ.

د نوي کال په پېل د جنورۍ په وړومبۍ نېته هم حکومت د یو لیټر پټرولو بیه ۵۶ پسې اؤ د ډيزلو بیه ۲ روپۍ اؤ ۹۶ پیسې لوړه کړې وه.

په پاکستان کې د تېرو څو کلونو راپدیخوا هر دوه اونۍ وروسته د تیلو نرخونو ته نوې کتنه کیږي اؤ نوي نرخونه یې ټاکل کیږي.

پېټرول په بنیادي توګه په شخصي ټرانسپورټ، کوچنیو موټرو، رکشو، او د دوو پایه ګانو په ګاډو کې کارول کېږي، چې دا نېغ په نېغه د منځنۍ اؤ ښکته طبقې پر بودیجه اغېزه کوي.

د پاکستان حکومت د پېټرولو او های سپیډ ډیزلو په هر لیټر نږدې 16 روپۍ مالیه اخلي، اؤ ددې سربېره د تېلو کمپنۍ او د هغوی پلورونکي د دواړو توکیو په هر لیټر نزدې 17 روپۍ د وېش او پلورلو په نوم ګټه ترلاسه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG