لاس رسیدونکی لینک

 
د صنفي برابرۍ په اړه رپورټ: له سوډان وروسته پاکستان د نړۍ تر ټولو بد ترین هیواد ګرځول شوی
تازه خبر

د صنفي برابرۍ په اړه رپورټ: له سوډان وروسته پاکستان د نړۍ تر ټولو بد ترین هیواد ګرځول شوی


د نړیوال اقتصادي فورم د صنفي برابرۍ په اړه رپورټ کې پاکستان د نړۍ په بدترینو هیوادونو کې شمیرل شوی دی.

د ډان نیوز له مخې په دې نوملړ کې پاکستان په 146ؤ هیوادونو کې په 145م نمبر راغلی دی اؤ یوازې افریقایي هیواد سوډان ترې یو نمبر ښکته ښودل شوی دی.

د پاکستان حکومت لا د نړیوال اقتصادي فورم د صنفي برابرۍ په اړه رپورټ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو پاکستاني چارواکي وخت په وخت وایي چې د ښځو حقونو ته ژمن دي اؤ دا چې هیواد د ښځو له ګډون پرته پرمختګ نه شي کولی.

دنړیوال اقتصادي فورم د صنفي برابرۍ په اړه رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان کې په ملازمتونو اؤ د معاشونو په ورکړه کې هم د ښځو اؤ سړو تر منځ یو واضحه توپیر موجود دی.

رپورټ وایي چې پاکستان کې د سړیو په پرتله ښځو ته 18 سلنه کم معاش ورکړل کیږي.

همدا شان ویل شوي چې دې هیواد کې یوازې 36 سلنه ښځې په اقتصادي فعالیتونو کې برخه لري اؤ یوازې 23 سلنه ښځې د کاري ځواک برخه ده.

په دې رپورټ کې د پاکستان ګاونډي هیواد بنګله دېش په 99م او هند په 129م نمبر راوستل شوي دي.

د نړیوال اقتصادي فورم د ګلوبل جینډر ګیپ په رپورټ 2023م کې پاکستان د نړۍ له 146ؤ هیوادونو څخه په 142مه درجه ساتل شوی ؤ اؤ د صنفي برابر کچه یې 57.5 سلنه ګرځول شوې ده چې د کال2006م راپدیوا تر ټولو لوړه کچه وه.

په دغه کلني رپورټ کې د 4 مهمو برخو له مخې د صنفي نابرابرۍ موجوده حالت او د هغې د ښه والي د کچې ارزونه شوې وه چې هغې د اقتصادي شراکت موقعې،تعلیم ته لاسرسی،روغتیایي خدمات او د ژوند بقا،سیاسي واک او ګډون شامل وؤ.

په نړیواله او سیمه‌ییزه کچه، پاکستان د دې رپورټ په درجه بندۍ کې تر ټولو لاندې ځای موندلی ؤ، یعنې یوازې ایران، الجزایر، چاد، او افغانستان ترې لاندې وؤ.

د 2022 کال رپورټ کې هم پاکستان 145م نمبر درلود.

تر دې د مخه ملګرو ملتونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شوي یو رپورټ کې ویلي د نړۍ په څلورمه برخه ملکونو کې د موسمي بدلون او د جمهوریت د زوال په شمول د یو شمېر نورو عواملو په نتیجه کې د ښځو حقونه کمزوري شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي په صنفي برابرۍ کې زوال د جمهوري ادارو د کمزورۍ سره تړلی دی او د حقونو ضد فعالان د ښځو د حقونو په مسلو د اوږدې مودې راهسې مفاهمت کمزوری کوي.

د کال 2010 او د 2023 ترمنځ موده کې د ښځو دپاره سماجي تحفظ زیات شوی خو دوه بېلین ښځې اوس هم د دنیا په داسې سیمو کې اوسېږي چې په ټولنه کې يې حقونه خوندي نه دي.

په کار روزګار کې د ښځو او د سړو د شمېرو ترمنځ خلیج د لسیزو راهسې په ځای ولاړ دی. د 25 نه واخلې تر 54 کلونو پورې 63 فیصد ښځې کار روزګار لري. د دې په مقابل کې د دغه عمرونو 92 فیصد سړي په کار روزګار دي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې کوېډ 19، جنګونه، موسمي بدلون او د مصنوعي ذهانت په شان نوي ټېکنالوجۍ د صنفي مساوات دپاره ممکنه خطرات بلل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG