لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غني کامیابي ته ابتدایي غبرگونونه: عبدالله عبدالله وایي ځان ته حکومت اعلانوي


په افغانستان کې د صدارتي انتخاباتو د نتایجو له اعلان نه پس، د صدر غني یو انتخاباتي رقیب ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې ځان ته به حکومت جوړوي.

پر دې سربېره، طالبانو هم د انتخاباتو د نتایجو پر اعلان غبرگون ښودلی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن نن د نهې/سې شنبې په ورځ، د صدارتي انتخاباتو نهایي نتیجې چې دا پنځه میاشتې خلک ورته په تمه و، اعلان کړل. د دغو نتایجو له مخې ولسمشر غني د ٪٥٠.٦۴ رای، په گټلو، یو ځل بیا د افغانستان منتخب صدر ټاکل شوی او نږدې رقیب یې عبدالله عبدالله له څلوېښتو فیصدو کمې رایې گټلي او ناکامه شوی دی.

د دې اعلان نه پس، ولسمشر غني په صدارتي ماڼۍ کې د خپلو پلویانو سره غونډه وکړه، د نتایجو هرکلی یې وکړ، خلکو ته یې مبارکي ورکړه، او ویې ویل: "زه هیچا ته د رقیب په سترگه نه گورم. د سیالیو او مخالفتونو وخت نن ختم شو."

ولسمشر غني پر ټولو سیاسي اړخونو غږ وکړ چې لاسونه سره یو کړي او د سولې او ښې آیندې دپاره دې کار وکړي.

د دې غونډې نه پس، د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو سره جلا غونډه وکړه او ویې ویل چې د انتخاباتو نتایج نه مني. هغه دا نتایج، جعلي وبلل او زیاته یې کړه چې ځان ته به نوی حکومت جوړوي، خو دا یې په ډاگه نه کړه چې څه وخت، او څنگه؟

د ولسمشر غني نورو رقیبو سیاستوالو تر اوسه څرگند غبرگون نه دی ښکاره کړی، خو طالبانو د یو بیان په جاري کولو سره ویلي چې دوی د انتخاباتو دا پروسه ردوي. طالبانو ویلي چې افغانان به "د اشغال تر پای ته رسېدو وروسته" د خپل ملک په اړه فېصلې کوي.

طالبانو دا هم ویلي چې د انتخاباتو د نتیجې اعلان، "د افغانستان د قضیې موجوده حساسو شرایطو ته په پام سره، د سولې د روانې پروسې له محتوی سره هم په تضاد کې ده."

نور غبرگونونه

د امریکا لخوا د افغانستان د انتخاباتو د اعلان شویو نتایجو په اړه ـ کم از کم د دې رپوټ د لیکلو تر شېبې ـ کوم غبرگون مخې ته ندی راغلی، خو تمه ده چې په کابل کې د امریکا سفارت او یا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن یا سبا خپل غبرگون څرگند کړي.

د پاکستان د قامي وطن پارټۍ مشر، آفتاب احمد خان شېرپاو، پر خپل ټوېټر صدر غني ته مبارکي ویلې ده او زیاتوي: "امید دی چې اوس د هغه [اشرف غني] په اثرناکه رول سره، د سولې د مذاکراتو پروسه پرمخ ولاړه شي او هېواد د یو تلپاتي امن شاهد پاته شي."

د پاکستان د قامي اسمبلې غړی او د پي ټي اېم یو مخکښ محسن داوړ هم پر ټوېټر، اشرف غني ته مبارکي ورکړې ده.

په دې انتخاباتو کې د افغانستان د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار هم ځان کاندید کړی و چې د اعلان شویو نتیجو له مخې یې ٧٠٢۴١ رایې گټلي یعنې د ټولو حساب شویو رایو ٣.٨ فیصده. له هغه وروسته، د اېن ډي اېس پخواني مشر رحمت الله نبیل قریب ٣۴٠٠٠ رایې (١.٨٦ فیصده) گټلي دي. نورو ټولو کاندیدانو هر یو له یو فیصده کمې رایې اخیستي دي.

د افغانستان د ولسمشر ټاکنې د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر پر ۲۸مه شوې وې خو د ځینو امیدوارانو د اعتراضاتو له کبله د انتخاباتو کمېشن د رایو په شمېرنه کې له ستونزو سره مخ وو او لومړني نتایج یې د ډسمبر په میاشت کې خپاره کړي وو.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG