لاس رسیدونکی لینک

 
حکومت اسلام اباد هایکورټ ته ویلي چې د عافیه صدیقي په بدل کې د شکیل اپریدي امریکا ته د سپارلو وړاندیز د عمل جوګه نه دی
تازه خبر

حکومت اسلام اباد هایکورټ ته ویلي چې د عافیه صدیقي په بدل کې د شکیل اپریدي امریکا ته د سپارلو وړاندیز د عمل جوګه نه دی


ډاکټر شکیل افریدي
ډاکټر شکیل افریدي

د پاکستان مرکزي حکومت اسلام اباد هایکورټ خبر کړی دی چې امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي په بدل کې د ډاکټر شکیل اپریدي امریکې ته د سپارلو وړاندیز د عمل یا منلو جوګه نه دی.

ډان نیوز د جمعې په ورځ خپل رپورټ کې ویلي چې د پاکستان حکومت امریکایي عدالت کې د عافیه صدیقي د خلاصون د عریضې له ملاتړ هم پشا شوی دی خو حکومت لا په رسمي توګه په دې اړوند څه نه دي ویلي.

پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو د هڅې په تور د کال 2010 د امریکا په یو زندان کې د خپل 86 کلن بند سزا تېروي.

ډاکټر شکیل اپریدی بیا یو پاکستانی ډاکټر دی چې په کال 2011 کې پرې د القاعده مشر اسامه بن لادن په لټه کې امریکایي سي آي اې سره د مرستې تورونه لګول شوي وؤ خو وروسته بیا هغه د یوې وسله والې ډلې سره د مرستې د جرم په اساس قید کړل شو اؤ تر اوسه په بند کې پروت دی.

په اسلام اباد هایکورټ کې د ډاکټرې عافیه صدیقي د راخوشې کولو اؤ وطن ته د راستنولو په اړه د دوسیې اوریدنې په مهال مرستیال سرکاري وکیل یا ایډیشنل اټارني جنرل منور اقبال دوګل عدالت ته ویلي چې د عافیه صدیقي د خوشې کولو په بدل کې د شکیل اپریدي امریکې ته د سپارلو وړاندیز د عمل جوګه نه دی.

تر دې وړاندې د عافیه صدیقي امریکایي وکیل کلاییو اسمتهـ د عافیه صدیقي د خوشې کولو په بدل کې پاکستان کې د تند روه ډلې سره د مرستې په جرم د بندي ډاکټر شکیل اپریدي امریکې ته د سپارلو وړاندیز کړی ؤ.

عافیه صدیقي
عافیه صدیقي


سرکاري وکیل عدالت ته ویلي چې حکومت امریکایي عدالت کې د عافیه صدیقي د خوشې کولو په اړه د عریضې له ملاتړ هم پشا شوی دی

هغه ویلي چې د پاکستان مرکزي حکومت امریکایي عدالت کې په دایر دغه درخواست کې شاملو ځېنو خبرو تحفظات لري خو د ډان رپورټ کې بیا د هغو خبرو ذکر نشته چې حکومت پرې تحفظات لري.

د اورېدنې په مهال د اسلام اباد هایکورټ جج ښاغلي سردار اعجاز اسحاق خان ویلي چې امریکایي عدالت کې د عافیه صدیقي د رهایي متعلق درخواست نه د حکومت د پشا کېدو بیان عدالت حیران کړی دی.

عدالت امریکایي عدالت کې د عافیه صدیقي د خلاصون په خواست یا عریضه د پاکستان د حکومت په اعتراضاتو راتلونکې اونۍ کې ځواب غوښتی دی.

عدالت مرستیال سرکاري وکیل ته ویلي د حکومت نه دې معلومه کړي چې امریکایي عدالت کې په جمع شوې عریضه څه اعتراض لري؟

مرستیال سرکاري وکیل عدالت ته ویلي چې شکیل اپریدی اؤ عافیه صدیقي دواړه پاکستانیان دي اؤ پاکستان اؤ امریکا خپلو کې د بندیانو د تبادلې هیڅ تړون نه لري.

جسټس سردار اعجاز اسحاق خان پوښتنه کړې چې شکیل اپریدی د امریکا لپاره ولې مهم دی؟ اؤ ایا د شکیل اپریدي قضیه یوه کو اسټیس قضیه ده؟

عدالتي معاوینې زینب جنجوعه عدالت ته ویلي چې شکیل اپریدي ته سزا اورول شوې اؤ د هغه د سزا په ضد اپیل پېښور هایکورټ کې د اورېدنې لاندې دی.

د عافیه صدیقي د خور فوزیه صدیقي وکیل عمران شفیق په دغه موقعه ویلي په شکیل اپریدي د جاسوسۍ په ګډون د معاونت تورونه دي.

ایډیشنل اټارني جنرلویلي چې مونږ په دې اړه په 19مه فرورۍ جواب جمع کړی دی ،جوباییډن د عافیه صدیقي د خوشې کولو په اړه د پاکستان خواست مسترد کړی دی خو د پاکستان د لیک ځواب یې نه دی ورکړی.

جسټس سردار اعجاز اسحاق خان وویل سپینې ماڼۍ له سره د خط جواب نه دی ورکړی بلکې منلی یې هم نه دی ، سفارتي اقدار څه دي ، که یو هیواد بل هیواد ته خط لیکي نو په هغې څه کیږي ؟

مرستیال سرکاري وکیل وویل هغه به له حکومت لارښوونه واخلي اؤ عدالت ته به ووایي چې امریکایي عدالت کې په جمع درخواست څه نیوکې لري.

عدالت ایډيشنل اټارني جنرل ته لارښوونه کړې تر راتلونکې جمعې د حکومت نه ځواب واخلي اؤ د خواست اورېدنه یې ځنډولې ده.

په تېره اورېدنه کې د ډاکټرې عافیه صدیقي امریکایي وکیل کلاییو اسمتهـ عدالت کې یوه نوې اعلامیه جمع کړې وه چې پکې وړاندیز شوی ؤ چې د ډاکټرې عافیه صدیقي پاکستان ته د بېرته راوستلو په بدل کې د ډاکټر شکیل اپریدی امریکا ته وسپارل شي.

د عافیه صدیقي وکیل ټینګار کړی ؤ چې د بندیانو ددې رقم تبادلې سره پاکستان ته د عافیه صدیقي په راستنولو کې مرسته کيدای شي.

په اوومه فرورۍ اسلام اباد هایکورټ امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي اؤ د ترهګرو ډلو سره د مرستې په تور پاکستان کې د بندي ډاکټر شکیل اپریدي په اړه د بندیانو د تبادلې په معامله د وفاقي حکومت څخه ځواب غوښتی ؤ.

پروسږکال د جولای په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف د عافیه صدیقي د راخلاصولو د اقداماتو لپاره د لوړې کچې یوه وزارتي کمیټي هم جوړه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې د عافیه صدیقي راخلاصول یې فرض دي.

په کال 2024 کې د مې میاشت کې ډاکټرې فوزیه صدیقي قابو شل کاله وروسته په اول ځل د خپلې خور عافیه صدیقي سره دامریکا فورټ ورتهـ زندان کې لیدنه کړې وه.


عافیه صدیقي چې د ناین الیون د پېښو په پلان جوړوونکي اؤ د القاعده د مهم مشرخالد محمد شیخ په یو وراره واده ده، د کال 2008م د جولايي په مياشت کې د افغانستان په غزني ولايت کې افغان پوليسو د خپل مشر ځوې احمد سره يو ځای نيولې وه.

په هغې تور دی چې د نیولو په وخت یې په امریکایي پوځیانو ډزې هم کړې وې اؤ د دې ترڅنګ یې د ولکې څخه داسې کاغذونه هم ترلاسه شوي وؤ چې ترې په امريکا د بريدونو پلانونه څرګندېدل.

خالد شیخ محمد په پاکستان کې له نیول کیدو ورسته دا منلي وو چې عافیه صدیقي د القاعدې د پاره کار کوي.

خو د برتانيې د انډیپنډنټ ورځپاڼې خبریال رابرټ فسک په خپل یو رپورټ کې پخوا ویلي وو چې کیدای شي خالد شیخ محمد رېښتیا ویلي وي خو د هغه دغه بیان د امریکې لخوا په قید کې د سختو سزاګانو لکه واټر بورډنګ نه وروسته راغلی و نو ځکه زیات باور پرې کیدای نه شي.

رابرټ فسک د عافیه صدیقي په افغانستان کې نیولو، بیرته پاکستان کې د هغې خپلې کورنۍ سره لیده کاته او د هغې د دریوؤ بچو په اړه ټولې قیصې ته د رازونو ډکه قیصه وايي.

خو عافیه صدیقي اؤ کورنۍ یې دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې هغه دپاکستان څخه تښتول شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG