لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حکومت او مخالفه ډلو ترمينځّه پرېکړه


حکومت او مخالفه ګوندونه په اسلام آباد کې د آزادي مارچ په نامه کېدونکي احتجاجونو په ځاېې يوې پرېکړې ته رسيدلي دي.

د پاکستان د دفاع وزير پروېز خټک د دغې تړون په اړه مېډيا ته د تفصيل ورکولو په و خت اوېل، مخالفه ګوندونو دوي ته ډاډ ورکړی چې مظاهرچيان به د پايه تخت حساسه سيمو يا رېډ زون ته نه ورځي او د پرامنه احتجاج په وخت به سړکونه نه تړل کېږي.

د دفاع وزير پروېز خټک ويلي په دغه ليکل شوې لوظنامې د اسلام اباد ډيپټي کمشنر محمد حمزه او د جميعت علماء اسلام د اسلام اباد جنرل سېکټري مفتي محمد عبدالله دستخطونه کړي چې ترمخه به يې احتجاجي مظاهر د اسلام آباد د ډي چوک په ځآې په اېچ ناېن سېکټر کې د اتوار بازار په مېدان کې ترسره کېږي.

د دغې دستخط شوې لوظنامې يوه کاپي د پاکستان په اخبارونو کې چاپ شوې چې مهم ټکي يې دا دي.

  1. فريق اول( حکومت) به د مظاهرچيانو په لارو کې خنډان نه ولاړوي او نه به دهغوي د خوراک رسد تړي.
  2. فريق دويم( جميعت علماء اسلام) ډله به د خپلو احتجاجو د لارې د عامو خلکو د بنيادي حقونو سرغړونه نه کوي
  3. دا به د فريق دويم (جميعت علماء اسلام) ذمه واري وي چې مظاهرچيان د جلسې لپاره د ټاکل شوي ځاېې نه بهر لاړ نه شي.
  4. د جلسې دننهامنيت خوندي کول به د فريق دويم (جميعت علماء اسلام) ذمه واري وي
  5. د جلسې مشران به انتظامې ته حلفيه بيان ورکوي چې په اېن او سي کې شامل په ټولو ټکو به پوره عمل کوي.
  6. که د اېن او سي يا د دې لوظنامې د يوې نقطې هم سرغړونه اوشوه نو په ضد به يې قانونو کاروايې کېږي او ورسره به دغه پرېکړه هم ختمېږي.
  7. که د دې لوظنامې سرغړونه اوشوهاو يا د چا شخصي يا سرکاري ودانو ته زيان او رسېده او يا د چا ژوند ته نقصان پېښ شو نو د فريق دويم ( جميعت علماء اسلام ) په ضد به قانوني کاروايې کولی شي.

په دغه لوظنامه د اسلام آباد ډي سي محمد حمزه او د جميعت علماء اسلام د اسلام اباد د څانګې جنرل سېکټري مفتي محمد عبدالله دستخطونه کړي دي.

د خالي په شپه ناوخته د جميعت علماء اسلام يو مشر او د مخالفه ډلو د رهبر کمېټۍ چېرمېن اکرم خان دراني هم د دې خبرې پخلې کړې وو چې مظاهرچيان به د اسلام آباد ډي چوک ته نه ننوځي. نوموړي دا هم ويلي چې دغه احتجاجي مظاهرې به ډ ېر اوږدې هم نه وي.

جميعت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې اعلان کړې چې د اکتوبر په 31مه نېټه به په اسلام آباد کې د عمران خان د حکومت په ضد احتجاجي مظاهرې کوي. دوي تور لګوي چې دغه حکومت په انتخاباتو کې د درغلۍ په اساس جوړ شوی او دوي به تر هغې احتجاجونه کوي تر څو عمران خان استعفی نه وي ورکړې.

خو حکومت دغه تورونه ردوي او عمران خان تېره ورځ مېډيا ته ويلي وو دې به د خپلې څوکۍ نه استعفی ور نه کړي.

د حکومت په ضد د آزادي مارچ په نوم دغه احتجاجي مظاهرو کې د مولانا فضل رحمان سره د پاکستان اکثره لويې سياسي ګوندونه لکه پاکستان پيپلز پارټي، مسلم ليګ ن، عوامي نېشنل پارټي او يو شمېر نورې پارټۍ ملاتړ کوي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG