لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلالۍ وايي سي ټي ډي "ځان پورې ملنډې کړي" چې د هغې نوم یې د ترهګرو په فهرست کې اچولی


د ګلالۍ اسماعيل نوم د ترهګرو ښځو په فهرست کې اچولو ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی او غندنه یې شوې ده
د ګلالۍ اسماعيل نوم د ترهګرو ښځو په فهرست کې اچولو ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی او غندنه یې شوې ده

د خېبرپښتونخوا ټولنيزې او د ښځو د حقونو فعالې ګلالۍ اسماعيل ویلي، د خېبرپښتونخوا د پولیس د ترهګرۍ ضد څانګې سي ټي ډي د هغې نوم د ښځینه ترهګرو په فهرست کې اچولی او په"ځان پورې ېې ملنډې" کړي دي.

سي ټي ډي څو ورځې وړاندې د مطلوبه ترهګرو سړو فهرست جاري کړی او په هغې کې یې په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په مهال د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) وياند احسان داوړ نوم شامل کړی و او د هغه په سر یې د لسو لکو روپو انعام اعلان کړی وو.

د جمعې په ورځ سي ټي ډي يو فهرست جاري کړی چې په کې یې د 50 نه زياتو ښځونومونه شاملې کړي چې سي ټي ډي په د کال 2014 نه په صوبه کې په ترهګرۍ کې ککړتیا الزام لګولی دی.

ګلالۍ اسماعيل چې دا وخت په امريکا کې ده، ویلي د هغې نوم هم په دغه فهرست کې شامل دی.

په اسماعيل تور لګول شوی د توندلارو مالي مرستې به یې کولې او په سي ټي ډي کې د هغې پرضد د ترهګرۍ د قانون لاندې مقدمه هم درج ده.

هغې په اېکس (پخواني ټویټر) ویلي، د سي ټي ډي دغه کار څرګندونه کوي چې دا اداره "ټوله جعلي ده او عمليات یې د خلکو په سترګو کې د خاورو اچولو نه سېوا هيڅ نه دي".

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د سي ټي ډي ډي آی جي عمران شاهد ویلي، استخباراتي او قانون نافذونکو ادارو ته د ترهګرۍ په فهرست کې د شاملو ښځو د نيولو په وړاندې کلتوري او روايتي اقدار مخې ته دي ځکه د دوی نيول ګران دي او ادارې سره د دغو ترهګر بلل شوو ښځو ته د رسېدو دپاره کومه لاره نشته.

هغه ويلي، د دغو ښځو پرضد په مختلفو تاڼو کې مقدمې درج دي او د ځينو خلاف مقدمې شروع شوي هم دي.

د ګلالۍ اسماعيل نوم د ترهګرو ښځو په فهرست کې اچولو ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی او غندنه یې شوې ده.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او قامي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ ويلي، "د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي په ځان پورې ملنډې کول جاري ساتلي، دې ځل له یې د ګلالۍ اسماعيل نوم د ترهګرو په فهرست کې شامل کړی، ګلالۍ د ملي جمهوري غورځنګ مشره او ياده امن غوښتونکې فعاله ده. هغه ځکه په هدف شوې چې د امن غوښتنه کوي".

څو ورځې وړاندې چې د پي ډي اېم اې د وياند احسان داوړ نوم د مطلوبو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی شوی و هغه وخت هم د سي ټي دغه عمل غندل شوی او په اداره پوښتنې راولاړې شوې وې.

احسان داوړ ویلي وو، د سي ټي ډي دغه اقدام حېرانه کړی وو، خو بيا ورسره د سي ټي ډي چارواکو ليدلي او هغه ته یې ویلي وو، نوم او عکس یې په تېروتنه د ترهګرو په فهرست کې شامل شوي او د دغه تېروتنې د ازالې د دغسې کېدو پلټنې هم کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG