لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وسله والو د لکي مروت نه درې پوځيان تښتولي، بنو کې یو پولیس وژل شوی


د خېبر پښتونخوا د لکي مروت سیمې څخه درې پوځيان نامعلومه وسله والو تښتولي اؤ په بنو کې د وسله والو په ډزو کې یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی.

ډان نیوز اؤ خراسان ډایري نومې خبري شبکې د سرچینو له خولې خبر ورکړی چې وسله والو دا پوځیان د جمعې په ورځ د کرک اؤ میانوالي ضلعو له برید یا سرحد سره د لګیدلې سیمې وانډا ګلپه نه تښتولي دي.

خراسان نیوز د تښتول شوؤ پوځیانو شمیره درې یاده کړې ده خو ډان بیا وایي چې دوه پوځيان تښتول شوي اؤ په هغې کې هم یو پوځي د وسله والو نه په تېښته کې بریالی شوی اؤ یو وسله والو ځان سره نامعلوم لوري ته بوتللی دی.

د خراسان ډایري له مخې ،د جمعې په سهار د لکي مروت ضلعې د دودي والا تاڼې حدودو کې وسله والو یو پاټک اچولی ؤ او مسافر یې له موټرو ښکته کول. لږ تر لږه درې پوځي کسان یې وتښتول.

سرچینو ویلي چې تښتول شوي پوځيان د سورلیو په یو ګاډي کې له کرک میانوالي سیمې ته روان وؤ.

بل لوري ته په بنو سیمه کې نامعلومه وسله والو یو پولیس عسکر وژلی دی.

د بنو د پولیس چارواکو له مخې د کامران خان په نوم دا پولیس عسکر مامش خیل سیمه کې په ډیوټۍ ؤ چې په موټر سایکل سورو نامعلومه وسله والو پرې ډزې وکړې اؤ وي وژلو.

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو او په ځانګړې توګه جنوبي او قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې په دې ورستیو کې زیاتې چټک شوې دي.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمه د تېرې میاشتې په وروستیو کې پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې د تېرکال په اوږدو کې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ 670 پېښې مخې ته راغلي وې چې په دې کې 204 امنیتي عسکر اؤ 174عام وګړي وژل شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) د رپورټ له مخې کال 2024م کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې د پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې شوي دي چې شمیره یې 121 ده.

د رپورټ تر مخه په بنو کې د ترهګرۍ 116 اؤ په خېبر کې 80 پېښې مخې ته راغلي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې تېرکال خېبر پښتونخوا کې په شوؤ ترهګریزو بریدونو کې 149 پولیس وژل شوي اؤ 232 نور ژوبل شوي دي.

همدا شان په دغه کال کې د وسله والو لخوا شوؤ بریدونو کې 174عام وګړي وژل شوي اؤ 275 نور ژوبل شوي دي.

رپورټ کې دعوه شوې ده چې صوبه کې د ترهګرو په ضد شوؤ عملیاتو کې 212 وسله وال شوي.

د رپورټ تر مخه تر ټولو زیات وسله وال په په ډيره اسماعیل خان کې وژل شوي چې شمیره یې 80 ښودل شوې.

همدا شان په بنو کې د 41، په خېبر کې د 23 اؤ په شمالي وزیرستان کې د 19 وسله والو د وژلو دعوه شوې ده.

د سي ټي ډي په رپورټ کې ویل شوي وؤ چې د روان کال په مهال خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرو بریدونو کې د 204 امنیتي عسکرو د وژل کېدو تر څنګ 383 نور ژوبل شوي هم دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG