لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حج خطبه: د یو بل حقونو ته درناوی ولرئ، هیڅ یو انسان ناحقه مه وژنئ


د مسحد الحرام امام اؤ خطیب ډاکټر الشیخ ماهر بن حمد المعیقلي د حج په خطبه کې په خلکو غږ کړی چې د یو بل حقونو ته باید درناوی ولري اؤ هیڅ یو انسان ناحقه ونه وژني.

تر شلو لکو زیات مسلمان نن د خالي یا شنبې په ورځ د حج د تر ټولو ستر رکن وقوف عرفات ترسره کولو لپاره د عرفات میدان ته راټول شوي دي اؤ دغلته په مسجد نمره کې ډاکټر الشیخ ماهر بن حمد المعیقلي هغوي ته د حج خطبه کې ویلي چې باید د هغو خلکو لپاره دغاګانې وکړي چې په مصیبتونو کې راګیر دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې ډاکټر الشیخ ماهر ویلي، څنګه چې فلسطین ته جګړه رسېدلې ده، "هلته هر څه تس نس شوي دي، د فلسطینیانو لپاره دعا وکړئ، هلته اوبه هم نشته، بجلي هم نشته، خوراک هم نشته، ځای پکې نشته، امن نشته، تر ټولو زیاته دعا د خپلو دغو فلسطینیانو وروڼو لپاره وکړئ ځکه چې هغوي د دعا زیات مستحق دي".

ډاکټر الشیخ ماهر بن حمد المعیقلي وویل عبادت یواځې د الله لپاره دی اؤ امر یوازې د الله دی اؤ همدا دین دی، څوک چې تقوا خپلوي هغوي به له هغه ځایه رزق مومي چې په وهم اؤ ګمان کې به یې هم نه وي.

د پاکستاني مطبوعاتو د خبر له مخې هغه د حج په خطبه کې وویل د هر شي مالک یواځې الله دی چې قران یې نازل کړی دی اؤ قران هغه کتاب دی چې ایاتونه یې له حکمت ډک دي، دا قران خلکو ته نېغه لاره ښیي.

هغه زیاته کړه الله تعالی متقي خلکو ته د فلاح یا ښېګړې سره نجات ورکوي اؤ د قیامت په ورځ به هغوي ته تکلیف نه رسیږي څوک چې د الله تقوا خپله کړي الله یې ګناهونه بخښي اؤ اجر یې سیوا کوي.

هغه په خلکو غږ وکړو چې له الله وویریږي اؤ وي ویل تقوا د ښېکړې لاره ده ، د دنیا ژوند چرته تاسو په دوکه کې وا نه چوي.

هغه وویل د شیطان له تېر ویستلو اؤ وسوسو ځانونه خوندي وساتئ، د الله خبره کوئ، د انصاف خبره کوئ، اؤ په الله توکل کوونکي په دنیا اؤ اخرت کې کامیابي مومي.

نن په نهمه ذي الهجه حاجیانو دعرفات میدان کې د ماسپښین اؤ ماذیګر نمونځونه یو ځائ کړي دي اؤ تر دې وروسته به بیا دغه حاجیان ترماښامه دعرفات په میدان کې وقوف کوي،

د نمر پریوتو سره سم به حاجیان مزدلفې ته روانیږي اؤ هلته به دماښام اؤ ماسخوتن نمونځونه یو ځائ کوي اؤ بیا به د شین اسمان لاندې تر سهاره په عبادتونو مشغول وي.

په ۱۰مه ذي الحجه به حاجیان د مزدلفې نه د رمي دپاره جمرات ته ځي اؤ هلته به شیطانان په کاڼو اوولي، ترهغې وروسته به قرباني کوي، سرونه به خروي اؤ بیا به احرامونه پرانزي اؤ دغسې به دحج ټول مناسک سرته رسیږي.

سږ کال د حج د فریضې ترسره کولو لپاره د ګردې نړۍ څخه قابو شل لکه حاجیان سعودي عرب ته رسېدلي چې په دې کې یو لک اؤ شپیته زره له پاکستان ورغلي اؤ ټاکل شوې ده نزدې څلور لکه ځایي خلک به هم سږکال د حج فریضه ترسره کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG