لاس رسیدونکی لینک

 
د غزې د تړون برخه: اسرایل د خپل دریو یرغمل کسانو په بدل کې ۱۸۳ فلسطینیان خوشي کړل
تازه خبر

د غزې د تړون برخه: اسرایل د خپل دریو یرغمل کسانو په بدل کې ۱۸۳ فلسطینیان خوشي کړل


حماس د خالي/ شنبې په ورځ درې نور اسرایلي برمته شوي کسان خوشې کړل، دا د اوربند د تړون یوه برخه ده، بل اړخ ته اسرایل ۱۸۳ فلسطیني بندیان ازاد کړل.

دا تېره میاشت د اوربند له توافق وروسته پنځم ځل دی چې د اسرايل او حماس ترمنځ د بندیانو تبادله کېږي.

اې ایف پي راپور ورکړی د حماس لخوا د خالي په ورځ د درېیو یرغمل شويو اسرایلیان د خوشې کېدو په بدل کې اسرايل ۱۸۳ فلسطیني بندیان خوشې کړې دي.
د اې ایف پي په راپور کې راغلي چې د درېیو خوشې شویو اسرايليانو خراب روغتیايي حالت د یرغمل شویو د کورنیو غړي ناهیلي کړي دي.

بلخوا د فلسطین د بندیانو د مدافعې ډلې وویلي چې د اسرایل لخوا د خوشې شویو ۱۸۳ بندیانو له شمېرې اوه تنه یې په روغتون کې داخیلیدو ته اړتیا لري.

دا د پنځم ځل لپاره دی چې برمته شوي کسان د اوربند له پیل راهیسې تبادله کېږي. هغه کسان چې خوشې شوي دي، ایلي شارابي (۵۲ کلن)، اوهاد بن امي (۵۶ کلن) – دواړه د “کبوتز بیري” له کرنیزې ټولنې څخه برمته شوي وو. اور لیوي (۳۴ کلن) – د “نوا میوزیک فېسټیول” څخه نیول شوی و.

د دې په بدل کې، اسرایل د خالي/شنبې په ورځ ناوخته ۱۸۳ فلسطیني بندیان خوشې کړي.

د اوربند لومړی پړاو به د شپږو اونیو لپاره دوام وکړي. حماس به ۳۳ اسرایلي برمته شوي کسان خوشې کوي. اسرایل به سلګونه فلسطیني بندیان خوشې کوي.

تر دې دمه، ۱۳ اسرایلي برمته شوي کسان او ۵ تایلینډي کارکوونکي ازاد شوي، او ۶۰۰ فلسطیني بندیان له زندانونو خوشې شوي دي.

د ټرمپ د غزې د مالکیت پلان، ټرمپ وړاندیز کړی چې غزه باید له فلسطینیانو پاکه شي. امریکا دې د دې سیمې ملکیت واخلي. ټرمپ ویلي، دا باید د “جایداد د راکړې ورکړې” په بڼه وکتل شي. ښاغلي ویلي ، چې اسرایل به د امنیت ساتلو مسوول وي، نه امریکا.

د اسرایل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دې نظر هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا “یو اصلي نظر” دی. د ټرمپ پلان د امریکا د متحدینو او مخالفینو له‌خوا غندل شوی. فلسطینیان، اردن، او نور هېوادونه د دې پلان سخت مخالفت کوي.

د اسرایل دفاع وزیر د فلسطینیانو د وتلو پلان: دفاع وزیر “اسرایل کاتز” امر کړی چې د فلسطینیانو د وتلو لپاره دې پلان جوړ شي. ویلي یې دي، فلسطینیان کولی شي ”هر هغه هېواد ته لاړ شي چې دوی مني.

بل اړخ ته د اسرایل دفاعي ځواک ویلي، د اوربند د تړون یوه برخه ده چې درې ډلې یې د غزې په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای کړي دي. پوځ ویلي، دوی د “اسرایلي وګړو د ساتنې” لپاره چمتو دي.

د جمعې په ورځ، نتنیاهو د امریکا د استازو له مجلس سپیکر/ مشر مایک جانسن سره وکتل. بل اړخ ته صدر ټرمپ وایي ای سي سي د اسرایل او امریکا پر ضد “نامشروع” ګامونه اخیستي دي نو له وجې يي په بندیزونه اعلان کړل. محکمه وایي، بندیزونه د عدالت د مخنیوي هڅه ده. دا په ۲۰۰۲ کال کې د جګړې د جرمونو، بشري ضد جرمونو، او نسل وژنې د محاکمې لپاره جوړه شوې ده. دا محکمه د “روم اساسنامې” پر بنسټ کار کوي.

دا اساسنامه د ملګرو ملتونو لخوا په ۱۹۹۸ کې تصویب شوې وه، او په ۲۰۰۲ کې نافذ شوه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG