حماس د قېدیانو تبادلې په وروستي پړاو کې د خالي (شنبې) په ورځ درې نور یرغمل کړي اسرایلیان خوشې کړي او د دغې په ځواب کې اسرایل ۱۸۳ فلسطیني قېدیان خوشې کړي. د قېدیانو وروستۍ تبادله د اسرایل او حماس ترمنځ شوې ډزبندۍ اولنۍ مرحلې برخه ده.
دا پنځم ځل دی چې اسرایل او حماس ترمنځ شوې ډزبندۍ په لومړي پړاو کې د قېدیانو تبادله شوې. خوشې کړی شوي درې اسرایلي کسان د ۲۰۲۳ کال اووم اکتوبر په سویلي اسرایل د حماس په حمله کې یرغمل کړی شوي وو.
د اتوار په ورځ د تهايي لېنډ هغه پینځه کارکونکي چې د یو کال پورې حماس یرغمل کړي وو بنکاک ته رسیدلي. دغه پینځه واړه کسان نن د بنکاک په هوايي ډګر د تهايي لېنډ د خارجه وزیر او په تهايي لېنډ کې د اسرایل سفیر مخکې د خپلو کورنیو د غړو سره لیدلي.
خو د دریو خوشي کړل شوي اسرایلي یرغمالیانو فزیکي حالت اسرایلیان اندیښمن کړي، په داسې حال چې درې واړه کمزوري او ناتوانه ښکاریدل او د حماس وسله والو په دوي په زوره څه وېل غوښتل. حماس وسله والو یرغمل شوي اسرایلیان د وېنا لپاره اول یو جوړ کړی شوي سټېج ته وروستل او د بیا د حماس پوځي څانګې الاقصا بریګېډز د سره صلېب نړیوالې کمېټۍ ته وسپارل.
په زرګونو فلسطینیان د پیښې په ځای کې راټول شوي وو او هیله یې څرګنده کړه چې د ډزبندۍ موافقه به دوام ومومي او د یوې پراخې او هراړخیزې سولې تړون ته لار هواره کړي. د اسرایل د یرغمل شوو او بې درکه کسانو لپاره معاون ګال هرش د درې خوشې کړل شوو اسرایلیانو د صیحي حالت غندنه کړې.
د اسرایل او حماس ترمنځ د درې مرحلو ډزبندۍ تړون د جنوري په ۹۱مه عملي شوی چې ورسره په غزه کې د اسرایل د ۱۵ میاشتو پوځي عملیات ودرېدلي. د اسرایل په دغه عملیاتو کې غزه په مکمله توګه تباه شوې چې پکې د غزه د صحت چارواکو ترمخه د ۱۷،۰۰۰ نه زیات ماشومانو په ګډون شاوخوا ۶۲،۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي. اسرایل وايی حماس وسله والو د ۲۰۲۳ کال اووم اکتوبر په حمله کې ۱۲۰۰ اسرایلیان وژلي وو او ۲۵۰ یې یرغمل کړي وو.
د تړون لاندې اسرایل د خالي (شنبې) په ورځ په خپلو بندیخانو کې قېد د ۱۸۳ فلسطینیان خوشې کړي. د ډزبند ۍ وروسته تراوسه پورې دحماس په ولقه کې ۲۱ یرغمل شوي اسرایلیان او د اسرایل په بندیخانو کې ۷۳۰ فلسطیني قېدیان خوشې کړی شوي.
اخوا فلسطینیان د شمالي او سویلي غزه په منځ کې د نېتزریم سیمې ته ستنېدل شروع شوي چرته چې د اسرایل پوځ عملیات کول. د اسرایل پوځ او حماس وېلي اسرایلي ځواکونه د اتوار په ورځ ددغه سیمې نه وتلي.
د ډزبندۍ تړون لاندې اسرایل په دې صلاح شوی چې د ۴ کلومیټر اوږدې نېتزریم سیمې نه خپل پوځیانو وباسي. دا د زمکې هاغه برخه ده چې شمالي او سویلي غزه د یو بل نه بېلوي او اسرایل د جنګ په وخت د پوځي سیمې په توګه استعمالوو. زیاتره فلسطینیان د اتوار (یکشنبې) په ورځ نېتزریم کې تباه شوو ودانیو ته راستانه شو.
Forum