حماس درې اسرایلي یرغمالیان، الیګزینډر ټروفانوف، ساګوی ډیکل چن، او یایر هارن نن د شنبې په ورځ د غزې په خان یونس سیمه کې خوشي کړې دي، او ټاکل شوې ده چې په بدل کې به یې اسرایل هم ۳۶۹ فلسطیني بندیان خوشي کړي.
د الجزیره رسنۍ د راپور له مخې، د یرغمالیانو د خوشي کولو مراسم د خان یونس په یوه خلاص میدان کې ترسره شول. د سره صلیب (ریډ کراس) موټرو اسرایلي بندیان له ځان سره یوړل، او ډېر ژر به دوی خپل هېواد ته ورسېږي.
خوشي شوي یرغمالان څوک دي؟
د حماس لخوا په خوشې شوؤ یرغمالیانو کې یو ۲۴ کلن یایر هارن دی چې حماس هغه د کال ۲۰۲۳م د اکتوبر پر ۷مه د اسرایل د نیر اوز کلي له خپل کوره تښتولی و.
دی د ارجنټاین نه اسرایل ته کډوال شوی و، د ودانیزو کارونو مزدور و، او د نیر اوز کلي په ټولنیزو فعالیتونو کې یې فعاله برخه اخیستله.
دویم خوشې شوی یرغمل تن ۲۹ کلن الیګزینډ ر ټروفانوف دی چې د روسیې او اسرایل دوه تابعیته لري،
حماس هغه د خپلې نجلۍ ملګرې سپیر کوهن سره د نیر اوز له کوره تښتولی و.
د اسرایلي رسنیو له مخې، د هغه پلار د اکتوبر ۷مې د برید پر مهال وژل شوی و، او د نومبر په میاشت کې د یوې لوظنامې له مخې، د هغه مور او نیا خوشي کړل شوې وې. د ټروفانوف کورنۍ د ۱۹۹۰ لسیزې په پای کې له روسیې اسرایل ته کډواله شوې وه.
دریم خوشې شوی یرغمل تن ۳۴ کلن ساګوی ډیکل چن دی چې د اسرایل او امریکا غبرګ تابعیتونه لري، درې ماشومان لري، چې یو یې د هغه د بندي کېدو پر مهال زېږېدلی و. هغه ته معلومه نه وه چې مېرمن او اولادونه یې د اکتوبر ۷مې د حملې پر مهال ژوندی پاتې شوي دي.
د خوشي کېدو پر مهال، درې واړه اسرایلي بندیان د یو سټېج پر سر راوستل شول، د حماس وسلهوال یې شاوخوا ولاړ وو، او د ویډیو ثبت یې کېده.
دوی هر یوه د خپل عکس سره اسناد نیولي وو، او د اسنادو لاسلیک کولو پر مهال، کامرې او کوچنيو ډرونونو دا صحنه ثبتوله.
د سره صلیب یو غړی او د حماس یو استازی د خان یونس د سټېج پر سر په اسنادو لاسلیکونه وکړل.
په اسرایل کې د بندیانو خوشي کېدو ته خلک په بېصبرۍ انتظار باسي. د اسرایل یو ریټایرډ پوځي کرنل، اوري درومي، الجزیرې ته ویلي، "هر اسرایلی د تلویزیون پردې ته ناست دی، تر څو وګوري چې بندیان بېرته راستنېږي."
هغه ویلي، "خلک د دې حالاتو نه مخکې ګوري، او پوښتنه کوي چې د غزې راتلونکی به څه وي؟"
حماس ویلي چې تمه لري، د جګړې د بندولو د لوظنامې د دویم پړاو خبرې به راتلونکې اونۍ د اسرایل سره پیل شي.
د غزې د روغتیا وزارت وایي، د اسرایل د ۱۶ میاشتو بریدونو او بمباریو کې ۴۲۳۹ فلسطینیان وژل شوي، او ۱۱۱۶۷۶ ژوبل شوي دي.
د غزې حکومتي رسنیو ویلي، ۶۱۷۰۹ کسان وژل شوي، او زرګونه نور لا تر اوسه د نړېدلو ودانیو لاندې دي.
په همدې حال کې، د اسرایل د ۲۰۲۳ د اکتوبر د ۷مې د بریدونو پر مهال ۱۱۳۹ اسرایلیان وژل شوي، او ۲۰۰ تنه یرغمل نیول شوي وو
Forum