لاس رسیدونکی لینک

 
د فلسطيني بنديانو سره د اسرايلي یرغمل شويو د تبادلې شپږم پړاو: حماس ۳ یرغمل خوشي کړل په بدل کې اسرایل ۳۶۹ فلسطیني بندیان ازاد کړل
تازه خبر

د فلسطيني بنديانو سره د اسرايلي یرغمل شويو د تبادلې شپږم پړاو: حماس ۳ یرغمل خوشي کړل په بدل کې اسرایل ۳۶۹ فلسطیني بندیان ازاد کړل


د حماس لخوا د درې اسرایلي یرغمالیانو د خوشي کولو په بدل کې د خالي/ شنبې په ورځ اسرایل ۳۶۹ فلسطیني بندیان خوشي کړي.

د یرغمالیانو د خوشي کولو مراسم د خان یونس په یوه خلاص میدان کې ترسره شول. د سره صلیب (ریډ کراس) موټرو اسرایلي بندیان له ځان سره یوړل.

په همدې حال کې د اسرایل له زندانونو څخه د فلسطيني بنديانو او نیول شویو کسانو د ليږدولو لومړى بس رام الله ته رسيدلي او خلکو یي هرکلى کړی.

د اسرایل او حماس ترمنځ د موقت اوربند له پيل راهيسې چې د جنورۍ په ۱۹مه نافذ شو، دا له فلسطيني بنديانو سره د اسرائيلي برمته شويو د تبادلې دا شپږم پړاو دی.

د اسرایل د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي ایکس پاڼه د دغو دریو یرغمل شویو خوشې کیدل یې تائید کړي او لیکلي یې دي، "اسرایل د دریو خوشې شویو یرغملو په بدل کې د وژونکو ترهګرو په ګډون ۳۶۹ فلسطیني امنیتي بندیان خوشې کړل، چې اکثره خوشې شوي ترهګر د غزې تړانګې ته لیږدول شوي دي".

خوشي شوي یرغمالان څوک دي؟


د حماس لخوا په خوشې شوؤ یرغمالیانو کې یو ۲۴ کلن یایر هارن دی چې حماس هغه د کال ۲۰۲۳م د اکتوبر پر ۷مه د اسرایل د نیر اوز کلي له خپل کوره تښتولی و.

دی د ارجنټاین نه اسرایل ته کډوال شوی و، د ودانیزو کارونو مزدور و، او د نیر اوز کلي په ټولنیزو فعالیتونو کې یې فعاله برخه اخیستله.

دویم خوشې شوی یرغمل تن ۲۹ کلن الیګزینډ ر ټروفانوف دی چې د روسیې او اسرایل دوه تابعیته لري،

حماس هغه د خپلې نجلۍ ملګرې سپیر کوهن سره د نیر اوز له کوره تښتولی و.

د اسرایلي رسنیو له مخې، د هغه پلار د اکتوبر ۷مې د برید پر مهال وژل شوی و، او د نومبر په میاشت کې د یوې لوظنامې له مخې، د هغه مور او نیا خوشي کړل شوې وې. د ټروفانوف کورنۍ د ۱۹۹۰ لسیزې په پای کې له روسیې اسرایل ته کډواله شوې وه.

دریم خوشې شوی یرغمل تن ۳۴ کلن ساګوی ډیکل چن دی چې د اسرایل او امریکا غبرګ تابعیتونه لري، درې ماشومان لري، چې یو یې د هغه د بندي کېدو پر مهال زېږېدلی و. هغه ته معلومه نه وه چې مېرمن او اولادونه یې د اکتوبر ۷مې د حملې پر مهال ژوندی پاتې شوي دي.

د خوشي کېدو پر مهال، درې واړه اسرایلي بندیان د یو سټېج پر سر راویستل شول، د حماس وسله‌وال یې شاوخوا ولاړ وو، او د ویډیو ثبت یې کېده.

دوی هر یوه د خپل عکس سره اسناد نیولي وو، او د اسنادو لاسلیک کولو پر مهال، کامرې او کوچنيو ډرونونو دا صحنه ثبتوله.

د سره صلیب یو غړی او د حماس یو استازی د خان یونس د سټېج پر سر په اسنادو لاسلیکونه وکړل.
حماس د جمعې په ورځ د دریو یرغمل شویو کسانو نومونه وروسته له هغه اعلان کړل چې د اونۍ په پیل کې یې ګواښ کړی و چې یرغمل به خوشې نه کړي او اسرایل یې د اوربند له موافقې څخه په سرغړونې تورن کړې و.

اوربند، چې د جنورۍ په ۱۵ مه اعلان شو، څو ورځې وروسته د جنورۍ په ۱۹ مه نافذ شو.

د اسرایل او حماس ترمنځ د موقتي اوربند له پيل راهيسې دا د فلسطيني بنديانو سره د اسرائيلي برمته شويو د تبادلې شپږم پړاو دی.دا تړون په درېیو پړاوونو وېشل شوی دی.

د تړون لومړی پړاو:

د اوربند په لومړي پړاو کې، چې تمه کیږي شپږ اونۍ به دوام وکړي، حماس به په تدریجي ډول د سلګونو فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې ۳۳ اسرایلي یرغمل شوي کسان خوشې کړي.او اسرایل به شاوخوا ۱۹۰۴ فلسطیني بندیان خوشې کړي.

فلسطینیان به خپلو کورونو ته ستانه شي او د امدادي سامانو لارۍ به هره ورځ سیمې ته داخلېږي. د اسرایل ځواکونه به له ګڼ‌ مېشتو سیمو ووځي.

تر اوسه د دغه اوربند په لومړي پړاو کې ۲۱ یرغمل شوي او تر ۷۳۰ زیات فلسطینیان خوشي شوي دي.

د تړون دویم پړاو:

حماس ویلي چې تمه لري، د جګړې د بندولو د لوظنامې د دویم پړاو خبرې به راتلونکې اونۍ د اسرایل سره پیل شي.

په دویم پړاو کې به په بشپړه توګه د جګړې د پای ته رسولو، له غزې څخه د اسرايل د پوځ د بشپړ وتلو او د پاته يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو پر مسايلو خبرې اترې وشي.

تمه ده چې یو دایمي اوربند به رامنځته شي او پاتې ژوندي یرغمل شوي کسان به له نورو فلسطیني قیدیانو سره بدل کې ازاد کړل شي. او د اسرایل ځواکونه به دغزې نه په مکمله توګه ووځي.

د تړون دریم پړاو:

په اخیره کې به د هغه یرغمالیانو چې وژل شوي دي، مړي، جسدونه به یي اسرایل ته وسپارل شي. په دریم او وروستي پړاو کې د ویجاړې شوې غزې پټۍ د بیارغونې او هلته د حکومت او امنیتي ترتیباتو په اړه خبرې کیږي.

امريکې، قطر او مصر د اسرايل او حماس تر منځ د ډزبندۍ لپاره د منځګړتوب رول تر سره کړی.
یاده دې وي، په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه، حماس په اسرایل باندې وسله وال بریدونه پیل کړل چې د اسرایل د چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او د حماس جنګیالیو څه باندې ۲۵۰ تنه یرغمل نیولي دي.
د غزې د روغتیا وزارت وایي، د اسرایل د ۱۶ میاشتو بریدونو او بمباریو کې ۴۲۳۹ فلسطینیان وژل شوي، او ۱۱۱۶۷۶ ژوبل شوي دي.

د غزې حکومتي رسنیو ویلي، ۶۱۷۰۹ کسان وژل شوي، او زرګونه نور لا تر اوسه د نړېدلو ودانیو لاندې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG