لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس وايي اسرایل ته به د څلورو یرغمالانو مړي ورکوي


د شورو، چهارشنبې، په ورځ په زرګونو خلکو د شېري بيبس او د هغې د دوو ځامونو په جنازه کې شرکت وکړو. شېري او د هغې ځامن په غزه کې د حماس په ولکه کې وژل شوي او مرګ يې د یرغمالانو د مشکلاتو علامت ګڼل کېږي
د شورو، چهارشنبې، په ورځ په زرګونو خلکو د شېري بيبس او د هغې د دوو ځامونو په جنازه کې شرکت وکړو. شېري او د هغې ځامن په غزه کې د حماس په ولکه کې وژل شوي او مرګ يې د یرغمالانو د مشکلاتو علامت ګڼل کېږي

فلسطیني وسله والې ډلې حماس ویلي د ۶۰۰ فلسطیني قېدیانو د ازادۍ په بدل کې به د څلورو یرغمالانو مړي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اسرایل ته ورکوي. دې سره به په غزه کې د اسرایل او د حماس د ډزبندۍ وړمبۍ مرحله هم سرته ورسېږي.

امريکې ویلي د ډزبندۍ د دویم پړاو په اړه خبرې اترې په ځای دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په زرګونو خلکو د شېري بيبس او د هغې د دوو ځامونو په جنازه کې شرکت وکړو. شېري او د هغې ځامن په غزه کې د حماس په ولکه کې وژل شوي او مرګ يې د یرغمالانو د مشکلاتو علامت ګڼل کېږي.

د اسرایل او د حماس د ډزبندۍ دلاندې حماس تر اوسه ۲۵ یرغمالان او اسرایل په سلګونو فلسطیني قېدیان ازاد کړي دي.

د حماس یو چارواکي ای اېف پي خبري ادارې ته وویل منځګړو تنظیم ته ویلي چې حماس او نورې ډلې به د څلورو اسرایلي یرغمالانو مړي اسرایل ته ورکوي او اسرایل به د ۶۰۰ نه زیات فلسطیني قېدیان ازادوي.

د حماس یو بل چارواکي وویل د جسدونو او د فلسطیني قېدیانو د ازادۍ تبادله به په یو وخت کېږي.

د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر وویل اسرایل د منځګړو سره ته رسېدلی چې اسرایل ته به د څلورو یرغمالانو مړي ورکول کېږي.

په واشنګټن کې د منځني ختیځ دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ استازي وویل د ډزبندۍ په دویمه مرحله خبرو اترو دپاره اسرایلي چارواکي په لاره دي.

د امریکايي یهودیانو یوې دستورې ته سټیو وېټکاف وویل په مذاکراتو کې پرمختګ دوام لري. هغه زیاته کړه چې په دوحه یا قاهره کې به د مصر او قطري چارواکو خبرې اترې بیا شروع کېږي.

حماس ویلي تنظیم تیار دی چې ټول باقي یرغمالان په یو ځای په دویمه مرحله کې ازاد کړي.

د جنورۍ په ۱۹ نېټه د اسرایل او د حماس ډزبندي د شروع کېدو راهسې حماس ۲۵ یرغمالان او اسرایل د ۱۱۰۰ نه زیات فلسطیني قېدیان ازاد کړي دي.

د طبي امداد نړیوالې ادارې انټرنېشنل کميټي اف دي رېډکراس په ټولو فریقېنو غږ کړی چې د قېدیانو او د یرغمالانو تبادله دې په باوقار او د شخصي انداز کې وکړی شي.

په اسرایل کې فلسطیني قېدیان د ترهګرو په څېر لیدل کېږي چې د ملکي خلکو ا د اسرایلي ځواکونو خلاف د پرتشدد حملو په سر نیول شوي دي.

د فلسطینیانو دپاره د قېدیانو ازادي انصاف او د اسرایل خلاف د مزاحمت د علامت په توګه لیدل کېږي.
اسرایل او حماس دواړو په یو بل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ الزامات لګولي دي خو د دې باوجود هم د امن دا لوظنامه په ځای ده.

د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف عملیات شروع کړل او لوظ یې وکړو چې حماس به ختموي. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال ونیول.

په غزه کې د جنګ د لاسه د غزه د صحت وزارت وايي د ۴۸۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه وايي دا شمېرې د باور وړ دي. اسرایل وايي په غزه کې تر ۱۷۰۰۰ پورې وسله وال يې هم وژلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG