لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جعلي پیر بیا ښځې په دام کې ګېرې کړي


چې پير جعلي شي نو ښکاره خبره ده مريد به يي سرچپه غورځيږي. هم دغسې حال د هري پور يو پير هم د خپلو ښځو مريدانو سره کړی.

د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې يا اېف ايي ای چارواکي وايي د هري پور جعليپير به په خپله کوټه کې د ښځو او پېغلو جينکو نه ويډيو ګانې رېکارډ کولې او وروسته به يي هغوي د بدنامۍ له وېرې جنسي زياتي ته مجبورولې .

اېف ايي ای د جعلي پيرسره د پردو مېرمنو ډېرې ويډيوګانې هم نيولې دي.

مذهبي عالمان وخت په وخت په دغسې پيرانو او جادوګرانو نيوکې کوي او وايي په شريعت کې کوډې منترونه او ساختونه تعويذونه حرام دي خو بياهم اکثره ساده ښځې او سړي د جعلي پيرانو په دام کې ګېرېږي. مفتي اختر اورکزی وايي شريعت د کوډو او منترونو نه خلک منع کوي.

" کوډې او منترونه حرام دي او ددې سره سره د يوې ښځې د غېر محرم سړي سره يواځې ليدل کتل هم جاېز نه دي، پکار ده چې ښځې د پيرانو سره يو په يو د ملاوېدو(ليدو) نه ډډه وکړي."

د خېبر پښتونخوا نه يوې مېرمنې د نوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته ويلي د پوخ عمر سړي ته د ودولو وروسته د ذهني ناروغيو ښکار شوې وه.

هغه وايي خواښې يو پير له بوتله، پير يي خواښې د کوټې نه په دې بهانه بهر کړه چې د دې نه د زړه خبره واوري خو وايي، پير ورته په ځانله کوټه کې لاس ورواچو، چې دې چغه کړه او خواښې يي ورغله نو پير ورته اوېل په اېنګور دې ډېر خطرناک پېرايان ناست دي.

دغه مېرمنه وايي يوې ملګرې ورله د ذهني ناروغيو د ډاکټر نه نمبر واخسته او چې يوه مياشت يي د هغه دارو اوخوړل نو بيا پرې نه چپې راتلې او نه پېريان.

د مدني ټولنې فعالين وايي په هري پور کې نيولی شوی جعلي پير او د وسني وخت ځينې نوي پيران د مشهورتيا په نوې لاره روان دي.پخوانو پيرانو به د ښار په ديوالونو خپله مشهورتيا ليکله خو نن سبا جعلي پيران دغه کار د سوشل مېډيا نه اخلي. د ښځو دحقونو مبارز قمر نسيم وايي:

" جعلي پيران او عاملان ورځ په ورځ زياتيږي او دويپه سوشل مېډيا ډېر فعاله دي ددې ترڅنګد ملک په مشهورو اخبارونو کې هم لوي لوي اشتهارونه چاپ کوي چې ډېر په اسانه پرې ساده خلک تېروځي."

په ټولنه کې اکثر ليدل شوي جعلي پيران او عاملان د بې وسه خلکو د مجبورو نه ګټې پورته کوي خو په حکومتي کچه د اولسي خبرتيا داسې مېکانزم نشته چې خلک د دغسې جعلي پيرانو او عاملانو نه بچ کړی شي.

په پاکستان کې وخت په وخت په مېډيا کې د جعلي پيرانو د فرېب او دهوکو رپوټونه راځي چې اکثرو پکې د ښځو سره جنسي تېری کړی وي په دغو ښځو کې تعليم يافته جينکۍ هم وي چې پيران يي تېر باسي.

د تعليم پوهان وايي په پاکستان کې د ټولنيزو اصلاحاتو په اړه نصابي کتابونه درسونه خو لري خو د اصلاحاتو لمن نوره غزولو او د دهوکو دړکو نه د اولس د ژغورنې لپاره تعليمي نصاب نورې پراختيا ته اړتيا لري.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG